ایا په سیاست کې ازلي او ابدي دښمن شته؟

نن مې د هېواد د روانو حالاتو په اړه د تحجر او تورتم د پیر د څو ورانوونکو تبصرو تر څنګ، د افغانستان د دولتي امنیت او د پاکستاني استخباراتو ترمنځ د شوې تفاهملیک په باره کې، یو شمېر پاروونکې لیکنې او نیوکې ترسترګو شوې چې هغو کې له نورو مخکې، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د «اندیښنو په نوم» نیوکه، «د متفکر بې تفکره لغتې: پنجاب د افغانستان ازلي او ابدي دښمن» او «دوستی باپاکستان دشمنی با افغانستان است» تر سرلیکونو لاندې سپورې ستغې او نیوکې، زیاتې د خواشینۍ او حیرانتیا وړ ګڼل کیږي!

د خپل اند او نظر څرګندونه او د نورو په اندتوګه او کړچار د سمون او بشپړتوب په موخه نیوکه په دیموکراتیکو ټولنو کې له استثنا پرته د ټولو وګړو مدني حق دی، خو داسې نیوکې باید د ټولنې د عمومي ښېګڼې لپاره وي، د قانون په چوکاټ کې دننه وي او بلخوا د واکمنۍ د بنسټیزه ستنو د ړنګولو لپاره نه وي په نښه شوي!

همدارنګه سیاست هم د (ټولنپوهنې) د یوې څانګې پتوګه ځانته خپله وییپانګه، نومونې (ترمینالوژي) تعریفونه او حدود لري چې د هغو له کارونې پرته سیاست پخپلو ټولو بعدونو په تېره بیا نه په پوهنیز او نه په هنریز بعد کې د پلیتوب وړ دی.

دا چې وايي سیاست نه دایمي دوست او نه دایمي دښمن لري، بلکې دایمي ملي ګټې باید په پام کې ونیول شي ډېره پرځای، لومړۍ او روستۍ خبره ده.

ایا د پنجاب یا د پنجابي حکومت په ګډون کوم هېواد یا د هغه هېواد حکومت د افغانستان ازلي او ابدي دښمن ګڼل کېدای شی؟ ایا د هند په ګډون کوم هېواد د افغانستان ازلي او ابدي دوست هم پاتې کېدای شي؟

لومړی خو ازلي او ابدي مفاهیم د سیاستپوهنې او دیپلوماسۍ ترمینالوژي نه ده، ازلي او ابدي اصلا په نوروعلومو کې هم نه شو کارولای، ځکه هلته هرڅه په تغییر او بدلون کې دي. دغه نومونې یوازې په عقیدوي او دیني مباحثو کې کارېدلای شي چې د تغییر پرځای سپيڅلتیا ته زیات پام کیږي او دلته زموږ د بحث وړ موضوع نه ده. پنجاب په ازل کې نه بلکې د لوی احمدشا بابا، تیمورشا او د امیردوست محمدخان او شاشجاع تر مهال پورې د افغانستان یو ولایت پاتې شوی او ټول پاکستان هم د افغانستان یوه برخه تېره شوې ده. تر ابده پورې نه یوازې پاکستان بلکې افغانستان او نور هېوادونه هم نه شي پاتې کېدای او خامخا به تغییر او بدلون مومي. نه ښايي خپل احساسات په سیاست کې داسې ورګډ کړو چې په پایله کې يي تاوان ولس ته ورسیږي. غیرت، پښتونولۍ، ننګ ، تاریخي لرغونتوب، جنګیالیتوب او داسې نورمفاهیم ښايي په شاعرۍ کې په درد وخوري(هلته هم ښایی هر وخت اړین نه وي)، نه مخامخ په سیاست کې!

سیاست تر ټولو لومړی د ملي ګټو د ترلاسه کولو، ساتلو او خوندیتوب پوهه او هنر دی. سیاست په کوردننه د ملي یووالي او پیوستون هنر دی او له کوره بهر د متقابلو او شریکو ګټو د بسیا او په دې لار کې د بریا پوهه ده.

په کور دننه د پنجاب نوې اړتیاوې، د سیمې او نړۍ په تغییر سره د پنجاب د غوښتنو بدلون او نور بېلا بېل فشارونه بلاخره پنجاب اړباسي چې په اصطلاح د ازلي او ابدي دښمنۍ، کړکېچ او جګړې پرځای خپلې ګټې په سیمه او افغانستان کې، د متاقبلو ګټوره اړیکو په مټ ترلاسه کړي.

البته پخوا دا پنجاب وو چې د افغانستان په تړاو يي خپلې ګټې په کړکېچ او جګړې کې لیدلې، نه افغانستان. افغانستان پخوا هم د خبرواترو له لارې او په ښه ګاونډيتوب کې خپلې ګټې لېدلې او اوس يي هم په ښه ګاونډیتوب کې ویني. د خبرواترو دروازه پخوا هم افغانستان نه وه تړلې او نه ښايی اوس يي هم وتړي. دا چې پنجاب اوس خپلې ګټې د خبرواترو له لارې له افغانستانه غواړي، دا نوموړی هېواد دی چې خپله تګلار بدلوي، افغانستان خو پخوا هم دغې لارې ته چمتو وو. کله چې ګاونډی د جګړې پرځای د خبرواترو لار خپلوي، بل ګاونډی باید ورسره مرسته وکړي. د پنجاب لوړپوړې ملکي او پوځي چارواکي دي چې کابل ته پرلپسې منډې وهي او له ولسمشر غني څخه د خپلو اړیکو په بیا سمبالښت کې ملاتړ غواړي.

کابل به ډېر ژر نه یوازې د پنجاب لپاره بلکې د ټولې سیمې لپاره د خبراترو او مرکو په پلازمېنه بدل شي، خو که په کور دننه جهادي مافیا يي پریږدي.

د افغانستان د دولتي امنیت او د پاکستاني استخباراتو ترمنځ په شوې تفاهملیک کې، د افغانستان لوړې ګټې چې هغه سولې او امنیت ته لاسرسی دی، نه تاواني کیږي. افغانستان د جګړې په دوام کې پرلپسې تاوان کوي. هغه غوغا چې د پخواني ولسمشر کرزي په ګډون اسلامي جمعیت او ځینو نورو جهادي، مافیايي کړیو د ایران او روسیي په ملاتړ په ولسي جرګه، مشرانو جرګه او رسنیو کې پورته کړې د هېواد د لوړو ګټو لپاره نه ده، بلکې دوی راتلونکې د ځان په وړاندې تنګه ویني او غواړي چې د سولې لویه بریا د ولسمشرغني په نصیب نه شي!

ایا همدغه کرزي نه ویل چې پاکستان زموږ ورورهېواد دی. که چیري د امریکا په ګډون (چې کرزی ته يی د دسترخوان ډوډۍ ورکوله او یايي له کويټې څخه په څرخکه کې پرکابل د ولسمشر پتوګه وټومبه) څوک پر پاکستان یرغل وکړي، زه به د پنجاب په څنګ کې دریږم!

اوس څه پېښ شول چې کرزی د ۱۴ کلونو واکمنۍ روسته په تقاعد کې راویښ شو او د ولسمشر غني په وړاندې له ځانه د شړومبو مچ جوړوي او په هر څه کې غوپه وهي!

بلخوا په دغه غوغاکې یو شمېر کسان بیا لکه د فرخندې د وژنې په څېر، خدای په جات ورګډ دي او د خبرې د بیخ او تل د پوهاوي پرځای په ډنډورو او ګونګسو پسې منډې وهي!

د دغه تفاهملیک په اړه د ټولو راپورته شویو اندیښنو د ځواب لپاره د ولسمشر د ویاند لاندې تبصره کافي ده:

« د ولسمشر اشرف غني ویاند اجمل عبید عابدي د رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د پاکستان استخباراتي شبکه ای اس ای د ملي امنیت د ادارې کارکوونکي روزي او دغې ادارې ته تجهیزات ورکوي.

د ولسمشر ویاند امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د ای اس ای لخوا د ملي امنیت د کارکوونکو د روزنې مسئله یوازې اوازه ده او له ای اس ای سره د ملي امنیت د ادارې په تازه لاسلیک شوي تفاهم لیک کې دا مسائل ځای نه لري.

د ولسمشر ویاند وویل چې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې او د پاکستان د استخباراتي شبکې ای اس ای ترمنځ په لاسلیک شوي تفاهم لیک یوازې دومره راغلي، چې دواړه ادارې به له ترهګرۍ سره په مبارزه یو له بل سره همکاري کوي.

اجمل عبید عابدي وویل

اجمل عبید عابدي د رسنیو دا راپورونه چې ګواکې ای اس ای دغه تفاهم لیک ته له پخوا سترګې په لاره وه، شایعه وګڼله وې ویل چې داسې تفاهم لیکونه پخوا هم د ای اس ای او د افغانستان د ملي امنیت د ادارې ترمنځ شوي دي.

بل لورته د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، له ای اس ای سره لاسلیک شوی تفاهم لیک د ګواښونو د مقابلې لپاره لاسلیک شوی دی.»

له نیمايي زیاتو افغانانو په ټاکنو کې اشرف غني ته رایه ورکړه او په دغو رایو د افغانستان ولسمشر شو. له نیمایي څخه په لږو پاتې رایو عبدالله عبدالله هم وغوښتل چې له اپوزیسیون څخه تېر شي او له ولسمشر غني سره ګډ کار وکړي. اوس اشرف غني قانوني حق لري چې له ټاکنو مخکې افغانانو سره کړې ژمنې او خپلې تګلارې لومړی د سولې او امنیت په برخه کې پلې کړي. موږافغانان باید ولسمشر غني ته وخت ورکړو او د هغه د تګلارو په پلیتوب کې ورسره مرسته وکړو.

ولسي او مشرانو جرګه واک لري چې د خوشې شورماشور پرځای تفاهملیک په غور ولولي( که څه هم دا کوم تړون نه دی او د ولسي جرګې پریکړې ته اړتیا نلري) خو که چیري کومه ماده يي د افغانستان د ګټوسره په ټکر کې وي، هغه دې له حکومت سره په سلا، له تفاهملیک څخه ایسته وغورځوي.

د ولسمشر غني په مشرۍ له حکومت سره په سړه سینه له خبرواترو پرته، د تفاهملیک په اړه په رسنیو کې غوغا جوړول او خپله لمن پر سر اړول، یوازې د ترهګرو په ګټه تمامیږي او بې له دې چې هېواد کې د ګډوډۍ لپاره هڅه وګڼل شي، بله مانا او پایله نلري!

د ۲۰۱۵ کال د مۍ ۲۰ مه

سرلوڅ مرادزی