بلاخره د سولې دوښمنان څوک دی؟

سولې سره ولې دوښمني کیږي، دا دوښمني څوک او په کومو لاروکوي او بلاخره د سولې دوښمنان څوک دی؟

کېدای شي په سلو کې سل افغانان په دې خبره متفق وي چې طالبان د سولې په لار کې لوی خنډ دی او که دا خنډ لیری شی، سوله او امنیت هېواد ته بیرته راګرځي. خو که طالبان پوخلا او هېواد ته راشي او د طالبانو ستونزه اواره شي، ایا سوله او امنیت په ریښتیني ډول هېواد ته راستنیږي؟

ایا یوازې طالبان د سولې او امنیت په مخ کې خنډ دي او که له طالبانو سربېره، په کور دننه نور مخالفین او دوښمنان هم شته؟

دا چې عبدالرب رسول سیاف په هره غونډه او لکه د لمونځ پشان پنځه وخته وايي، د سولې یوازیني دوښمنان طالبان دي، ایا دې فتوې کې، ټول حقیقت سل په سلو کې بیانوي، که د حقیقت یوه لویه برخه په بډه وهي او هغه له افغانانو پټوي؟

دا چې د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور، د دولتي امنیت دوه پخواني رییسان امرالله صالح او محمد عارف سروري چې دریواړه د اسلامي جمعیت او نظارشورا غړي دي او یا د دې ډلې نورکسان چې طالبانو سره زړه دوښمني پالي، ټینګار کوي طالبانو سره سوله په درد نه خوري او تر پایه باید دوی سره پوځي چلند وشي، ایا داسې چلند یوازیني او نګه حقیقت دی که دلته هم د حقیقت یوه لویه برخه په لویلاس له هېواوالو پټه ساتل کیږي؟

او بلاخره پخوانی ولسمشر حامدکرزی، د ولسي جرګي او مشرانو جرګي رییسان او له دې کړۍ سره نور تړلي کسان او یا په ټوله کې د جهادي مافیا لنډه غر چې غواړي هېواد کې د جګړې د پایښت، ناامنۍ او ګډوډۍ ټوله پړه پر امریکا او پاکستان ورواچوي او خپلې واکمنۍ کې پر افغانانو له تپل شوي ناورین څخه، ځانونه سپین چرګان راوپېژني، ایا افغانانو ته ریښتیا وايي او داسې درواغجن دریځ د جګړې او ناامنیو له دوام سره مرسته نه کوي؟

که طالبان او د دوی په شا کې پاکستان او د پاکستان په شا کې بیا نور سیمه ایز او نړیوال ځواکونه، د جګړې او ناامنۍ سیمه یز او څېرمه یز لامل ګڼل کیږي، په کور دننه ولې هڅه کیږي د جګړې او ناامنۍ د دوام ځواکونه او دلایل پټ وساتل شي!

سولې سره کرکه او دوښمني چې که څه هم د بهرنیانو په ملاتړ طالبانو پرمخ وړله، خو ډېره هڅه دا کېده چې هغه یوازې د طالبانو پرغاړه ورواچوي. جهادي مافیايي کړیو په درواغو او چلوټې سره ځانونه له هغې ګوښه او خوندي ګڼل، خو دا دی نن دا کرکه او دوښمني له طالبانو څخه په کور دننه دې ډلو ته ورانتقالیږي او اوس يي دوی، له طالبانو زیاته پالي.

په کور دننه د فساد، شرارت او ناامنۍ لوی عامل جهادي مافیا ده!

د اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي د حکومت په وړاندې د جهادي مافیا روستۍ غوغا لومړي پر دې راڅرخي چې دولت ګوندې طالبانو سره خبرې اترې د تړلو دروازو تر شا مخته وړي. حکومت ته په دې اړه ګوتڅنډنه عبدالرب رسول سیاف راپیل کړه. روسته نورو پخپل وار له هراته اسمعیل خان، له مزاره عطانور، په ولسې او مشرانو جرګه کې معلوم الحاله څېرو ورغبرګه کړه او د پخواني ولسمشر کرزي په مشرتوب د مافیا پاتې کړۍ، هغه وربشپړ کړه!

ولسمشر اشرف غني دا ټول په نوبت ارګ ته وغوښتل او هغه څه چې د دوی په اند، طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو پټ شوي وو، یو به یو يي دوی سره شریک کړل. خو بلخوا په داسې حال کې چې طالبانو سره د خبرو اترو په اړه د مافیايي کړیو ګوتڅنډنې او نیوکې دوام لري، پاکستان سره د نوې دوښمنۍ ګواښونه په غرغنډو شول.

پاکستان په کور دننه د چاودېدونکې وضعې او بلخوا د سیمه یز او نړیوال فشار په لامل، اړشوی چې د طالبانو په مټ افغانستان سره نیابتې جګړه یوې خواته کړي او افغانستان هم د ملي ګټو پر بنست مجبور دی چې پاکستان سره د تاوجنو زړو اړیکو څپرکی وتړي او د پاکستان په ګډون د سیمې هېوادو سره په ګډه سیمه یزې همکارۍ ته ورپوریوځي. د همدغسې نویو اړیکو د پیل او پوره تازه توب په مهال، د مافیا بله څپېړه د نوي حکومت پر مخ حواله کیږي او ټول له یوه سره خو په بېله بېله کچه په ادې اړه هم د مقابلې ډګر ته وردانګي!

دلته به د روستۍ خبرې په تړاو، د نورو په استازیتوب د پخواني ولسمشر ښاغلي حامدکرزي اندیښنو او نیوکو ته یوه لنډه کتنه وکړو:

کرزي صیب، پاکستان سره د اړیکو په رغولو کې د ولسمشر اشرف غني د بهرنۍ پالیسۍ په اړه تر نورو سختې نیوکې کړې دي. شپږ افغانان چې د عسکري روزنۍ لپاره پاکستان ته استول شوي، کرزی يي سخت قهرولی دی. په دې اړه کرزی د ګارډین ورځپاڼې سره مرکه کې وايی« موږ باید هیڅ ګاونډي هیواد ته پوځیان د روزنې لپاره ونه لېږو ځکه چې دوی یې په مقابل کې انتحاریان رالېږي.»

البته ټول پوهیږو چې دغه شپږ کسان یوازې د ښه نیت د یوې بېلګې پتوګه پاکستان ته استول شوي او که له رسنیزو ډنډورو تېر شو، دومره ستره موضوع نه ګڼل کیږي. که د انتحاریانو خبره وي، ایا دغه شپږ کسان په دې اړه ډېر څه کولای شي؟

ویل کیږي چې نن هم پاکستان کې دوه، دوه نیم میلیونه افغانان اوسیږي او پاکستان په ډېره اسانۍ سره کولای شي چې له هغوی څخه څونه چې غواړي انتحاریان روزلی او افغانستان ته يي لکه د تل پشان، په خلاص مټ رااستولای شي. پوښتنه دا ده چې کرزي د خپل واک په ۱۳ کلونو کې له پاکستانه، هېواد ته د افغاني کډوالو په بېرته راستنېدو کې څه کړي دي؟ ایا د کرزي حکومت په دې اړه ټاکلي تګلار درلوده، ټول پوهیږو چې نه! په ډاګه ویلای شو، تر هرچا ډېر د کرزي حکومت نیمګړو او ناسمو تګلارو افغانان د پاکستان او ایران د بلا په خوله کې پریښودل او دغو هېوادو بیا د خپلو ګټو او موخو لپاره دوی وکارول!

پکار ده، بلاخره د کرزي زړه او ناوړه تګلار بدله شي او د پالیسۍ په بدلون سره باید دې ته لار اواره شي چې افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شي او د انتحار ستونزه په هغه ډول چې کرزی يي وايي نه، بلکې په بنسټیز ډول د تل لپاره حل شي.

حامدکرزي د ګارډین ورځپاڼې سره څو نورې اړوپیچ او جنجالې خبرې هم کړي، نوموړی وايی« د پاکستان فشارونو ته تسلېمېدل به، د برتانوي امپریالیزم او شوروي تیري په وړاندې د اافغانانو مبارزې بې ارزښته کړي»

خو د همدې مرکې بله برخه کې وايی« که موږ د شوروي پر وړاندې نه وای جنګېدلای، اوس به مو وضعه څو وارې ښه وای، ګران افغانستان بریښناپاڼه»

داسې ګډې وډې لکه یوخوا د شوروي تیری یادول او بلخوا که شوروی سره جګړه نه وای د افغانانو وضعه به ښه وای، یوازې هغه وخت ویل کیدای شي چې سړی اعصاب له لاسه ورکړي وي.

کرزی هېروی چې لږمهال وړاندې لندن ته ورغی او هلته يي برتانوي امپریالیزم سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ. کرزی دا هم هېروی چې ۱۳ کاله د برتانوي امپریالیزم عسکر په هیلمند کې واوسېدل او څو ځلې د برتانوي ملکې لمسي هم د هغو د لېدو لپاره هیلمند ته ورغی. هغه مهال کرزی ولې ویده وو چې نن له اوږده خوبه راویښ شوی او په زړه کونجاړه شخوند وهي!

د ډېرو افغانانو په اند د کرزي دا خبرې د هېوادپالنې له مخې نه دي، بلکې د هغه د زړې او ناکامې تګلارې په ملاتړ کې ویل کیږی.

بلاخره طالبانو سره باید خبرې اترې په زړورتیا ترسره شي او هغوی په واک کې شریک شي چې د جګړې پلمه پایته ورسیږي. د جهادي مافیا ترانو ته چې غواړي د افغانانو ترمنځ د سولې بهیر ډب کړي غوږ ونه نیول شي، ځکه په جګړه او ناامنۍ کې، د دوی ګټه ده.

هغه ځای سوځي چې اور پرې بلیږي، د سولې لار باید په ټینګو ګامونو ووهل شي.

په سیمه کې د پاکستان او ایران په ګډون له ټولو هېوادو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ اړیکې ټینګې او ورغول شی.

د ۲۰۱۵ کال د مارچ ۱۳ مه

سرلوڅ مرادزی