د جولای ۱۲ مه، د ملالې یوسفزۍ نړیواله ورځ

د لرې پښتونخوا د سمسوره باغونو او واورینو غرونو په ښکلې دره، سوات کې د جولای په ۱۲ مه، ملالې یوسفزۍ نړۍ ته سترګې وغړولې. سږکال همدا ورځ د ملالې ۱۶ کلیزه، د ملګرو ملتونو لخوا د ملالې یوسفۍ د نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه.

په هغه غونډه چې د ملګرو ملتونو په انګړ نیویارک کې د ۵۰۰ نورو زده کوونکو په ګډون، د ملالې په ویاړ جوړه شوې وه، دریځ ته د ملالې د بلنې پر وخت ښاغلي بان کې مون وويل « د ملالې په ویشتلو سخت دریځو وښودله، له یوې نجلۍ چې کتاب ورسره دی، څومره ډاریږي. بي بي سي»

که څه هم دلته د ښاغلي بان کې مون په لنډه یادونه کې یوازې د نجونو او ښځو د پوهې او ویښتیا په وړاندې د سخت دریځو ډارن چلند ته اشاره شوې، خو په ریښه کې دا څرګندونه ټول هغه تریخ واقعیت بیانوي چې د ډیورنډ د استعماري کرښې پر دواړو غاړو د سخت دریځو او د هغو د ملاتړو په لاس د نجونو او هلکانو، ښځو او نارینه وو په اړه، ګډ غمژلی برخلیک جوړوي!

دوښمن د دین او مذهب په نوم او د طالب او مذهبي توندلارو په مټ نه یوازې پښتنو کې د نجونو او ښځو بلکې د هلکانو او نارینه وو د زده کړې، خبرتیا او پوهې مخه ډب کړې ده.

د ملګرو ملتونو له نړیوال تربیون نه ملالې یوسفزۍ خپله وینا کې پر طالبانو نیوکه وکړه او د هغوی په پته يي وویل: « د اسلام او پښتنو له نومه د خپلو شخصي ګټو لپاره ناوړه ګټه اخلي

نوموړې همدغه راز خپلو خبرو کې زیاته کړه « د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په میاشت کې طالبانو زه له خپلو ملګرو سره وویشتلم. دوی فکر کاوه چې ټوپک به مې وډاروي او غلې به مې کړي خو بریالي نه شول

له عصري ښوونې څخه د پښتنو د نجونو او هلکانو لري ساتل او لاسپوڅه ملایانو او سخت دریځو ته ددې قوم برخلیک سپارنه، د پښتنو په سیمه د برتانوي استعمار تور پیر ته رسیږي چې هغه مهال انګریز په سیمه کې، دا د خپلو ستراتيژیکو موخو لپاره ضروري ګڼله. انګریز هغه وخت غوښتل پښتنو څخه د داسې یو ځواک په توګه کار واخلي چې که پوه او خبرشي بیا به د خپلو ملي ګټو لپاره کاریږي، خو که ناپوه او بې خبره وساتل شي، د انګریز د اوږدمهاله ګټو لپاره په سیمه کې ددې قوم جوړه او انډول نه لیدل کیږي !

هغه مهال د ډیورنډ کرښې پر دواړو غاړې افغانانو ته په ټوله کې، انګریز د یوې زیرمې او ریزرف پتوګه کتل چې له نړۍ څخه ګوښه ساتل به يي یوه ورځ په کار راشي !

یو امریکايي ختیځپوه ښاغلی ایکناټ سوارن د « حضرت پاچاخان ژوند اوفلسفه » نومې خپل کتاب په ۱۵۵ مخ کې لیکي : « انګریزان چې په دې پوه شول چې د خان د سکولونو نظام وده مومي او پښتون کې بیداري راځي، دوی د خان د سکولونو استادانو ته د قیدوبند ډهمکې ورکړې او ځیني استادانو د ازادو سکولونو ملازمت پریښود. هغه سرګرمۍ او خیالات چې نور هندوستان کې به زغملی شول او ډادګیرنه به يي کېده، هغه پښتونخوا کې نه شول زغمل کېدلی . د انګریز پوځي افسران د پښتنو په بیدارۍ ډېر په تشویش کې وو. د هغوی سینه د پښتنو لپاره کله هم پراخه نه وه او نه د پښتون په حواله سره هغوی تهذیب یافته وو»

خو نن بیا هم په لره او بره پښتوخوا کې د برتانوي هند دا زړه تګلار، کټ مټ د پنجاب په ملاتړ د مذهبي سخت دریځو په مټ، پلې کیږي.

ملالې یوسفزۍ خپلو خبرو کې د هغې پېښې غندنه هم وکړه چې د جون په ۱۵ مه، د کوټې د بولاند میډیکل پوهنتون د محصلینو په بس کې د ځای پرځای شوي بم د چاودلو له امله ۱۱ تنه نجونې او استادان ووژل شول او شاوخوا ۲۰ تنه نور ټپيان شول. نوموړې دې ته هم اشاره وکړه چې « تروریزم او جګړه، ښوونځي ته د افغانستان او پاکستان د ماشومانو د تګ مخه نیسي او زیاته يي کړه چې د افغانستان خلک له کلونو را په دیخوا د افراطیت قرباني دي.»

څه مهال وړاندې محور نادولتي ورځپاڼه لیکلي وو: « د پاکستان استخباراتي کړیو یاغي جنګیالیو ته امر کړی، چې په زده کوونکو او ښوونکو حملو ته زور ورکړي او د ښوونځیو د تړلو تاکتیک خپل کړي، ځکه د دغو کړیو په باور دا د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو د له منځه وړلو یوه ښه وسیله ده. ورځپاڼې زیاته کړې وه چې یوازې په جنوب کې دیارلس ډلې د ښوونځیو پر ضد د جګړې لپاره راغلي او په ارزګان، غزني او زابل کې قومي مخورو او ښوونکو ته د ټلیفونونو له لارې ګواښنه کیږي، چې ښوونځیو ته د تګ او د تړلو ښوونځو د پرانستلو هڅه دې نه کوي. ورځپاڼې لیکلي وو چې د ښوونځیو په وړاندې دغه جګړه بیا په شمال کې د ډار د روحيې د خپرولو له لارې شدت مومي»

خو بلخوا ملالۍ د هغه چا په وړاندې چې دا يي تېرکال د تلې په ۱۸ مه، خپلو هم ټولګیو شازیه او کاینات سره ټپې کړه، داسې وویل« زه له هغه طالبه هم کرکه نه کوم چې زه یې وويشتلم. که اوس زما په لاس کې ټوپک وي او هغه زما مخ ته ولاړ وي نو زه به ورباندې ډز هم و نه کړم. زه د هر ماشوم د تعليم د حق خبره کوم. زه د طالبانو، ټولو ترهګرو او توندلارو د زامنو او لوڼو لپاره تعليم غواړم

په پورته څرګندونو کې ملالۍ غواړي په حقیقت کې د فخر افغان پاچاخان د عدم تشدد په لار قدم کیږدي چې دا لار له پرونه، نن سبا زیاته د لروبرو پښتنو لپاره حیاتي ارزښت لري.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د پوهنې د فعالې ملالې یوسفزۍ د زوکړې د شپاړسمې کالیزې له امله دې او د دې کورنۍ ته مبارکي وویله.

حامدکرزي پر پوهنې باندې برید، د اسلام د سپیڅلي دین د دښمنانو کار وباله او ويی ویل: « یوازې هغه کسان په داسې جنایت لاس پورې کوي چې د ډیورند د کرښې د دواړو غاړو د خلکو د پرمختګ او ودې مخالف دي. ده همدا راز بیا ټینګار وکړ چې د سیاست د افزارو په توګه له تروریزم او افراطیت څخه استفاده کول، د هیڅ هېواد په ګټه نه دی. خبریال»

ملالې یوسفزۍ په خبرو کې خپله د زوکړې ورځ د جولای ۱۲مه، د نړۍ ښځو ته ډالۍ کړه او و یې ويل « دا ورځ یوازې د هغې نه ده بلکې د هرې هغې ښځې، هر هلک او هرې نجلۍ ده چې د خپلو حقونو لپاره یې خپل غږ اوچت کړی دی

ملالۍ همداراز د خپلې وینا په بله برخه کې زیاته کړه « یو ماشوم، یو ښوونکی، یو کتاب او یو قلم کولای سي نړۍ ته بدلون ورکړي او افراطیون زموږ په ټولنه کې له دغه بدلون څخه په ویره کې دي.»

د ناروي پارلمان د ۲۰۱۳ کال د نوبل د سولې جایزې لپاره ملاله یوسفزۍ نومولې ده. د نوموړي هیواد پارلمان وايي چې ملالۍ ددې جایزې ځکه مستحقه ګڼل کیږي چې هغې د نجونو د زده کړو او پوهې لپاره د مرګ تر بریده هلې ځلې کړې دي. د پارلمان غړي باور لري چې ملاله له هره پلوه، ددغه انعام جوګه ده.

د ۲۰۱۳ کال د جولای ۱۴ مه

سرلوڅ مرادزی