د ملوک الطوایفۍ او بیا کورنۍ جګړې ناکامې هڅې

پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري د انګلستان د لومړي وزیر دیویډ کامرون سره چې تازه يي پاکستان ته سفر کړی په کتنه کې، د افغانستان په اړه له خپلو زړو ستراتیژیو څخه په لا نوي او څرګند بیان، پرده پورته کوي او وايي « هیواد یې چمتو دی د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي خو باید د ټولو ذي نفوذ خواوو مشروع ګټې خوندي شي. نوموړي په خبرو کې همداراز هیله څرګنده کړه چې شوې هڅې به د ټولو ذي نفوذ خواوو مشروع اندېښنې په پام کې وساتي.تاند»

په پورته څرګندونو کې زردارې په ناویلي توګه بیانوي چې پاکستان د سولې په پروسه کې خپله همکاري، د افغانستان د ملي ګټو او مرکزي دولت پرځای، د ذی نفوذ خواوو په جلا ګټو پورې مشروط بولي او په ښکاره ځان په داسې پروسه کې د ذي نفوذ خواوو استازی راپيژني!

دا چې پاکستان ولې اوڅنګه ځان د افغاني ذی نفوذ خواوو مدافع وکیل بولي او د دوی په استازیتوب افغان مرکزي دولت سره چنې وهي، پوښتنه بې ځوابه پاتیږي او یا انګلستان چې لومړی وزیر يي په داسې خبرو کې ګډون لري او یا په ټوله کې لویدیځ په دې اړه څنګځن تیریږي، خبره نوره هم پیچلې کیږي!

د انګلستان لومړي وزیر سره په خبرو کې، پاکستانی ولسمشر د افغانانو له سراسري ګټو څخه چې سوله او د مرکزي دولت پیاوړتیا يي منځټکی جوړوي، یادونه نه کوي او په دې اړه يي زړه ته کومه اندیښنه لار نه لري خو د افغاني ځانګړو ډلو د ګټو په تړاو اندیښنو غمجن کړی او ددې ډلو په غم او ویر کې، د انګریز د لومړي وزیر په وړاندې د مکر اوښکې تویوي!

البته دا چې د پنجابي واکمنانو په اندیښنو او خبرو کې افغاني ذي نفوذ خواوې څوک دي او د دوی په اند کومي ګټې يي باید خوندي شي، اوس له هیچا پټه نه ده. یوازې څو جګړه مار او داړه مار چې په درواغو ځانونه د خپلو سیمو او قومونو استازي بولي او پاکستان بیا دوی ته افغاني ذي نفوذ خواوې وايی، د پاکستان د رسوايي تشت له بامه راغورځوي!

پنجاب نه یوازې خپلو لاسپوڅو طالبانو ته د هیواد د ځینو پښتنې سیمو د سپارلو په توطیه کې سر تر پښو ډوب دی بلکې شمالټلوالې سره هم د فیډرالیزم په نوم د هیواد په شمال، په روان بغاوت کې لویلاس لري!

د افغاني ذ‌ي نفوذ خواوو په اړه د پاکستان د اوسنیو واکمنانو څرګندونې سړي ته د پاکستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر نصیرالله بابر هغه خبرې رایادوي چې په ۹۰ یمو کلونو کې يي د شمالټلوالې او طالبانو سره د افغانستان د ویش په اړه ترسره کړې وې. ددې خبرو په یوه برخه کې بابر وايي « داسی یوه سیاسی اداره باید جوړه شي چې په هغوی کې به د ټولو ولایتونو نمایندګي د نفوس د تناسب په بناراځيپدی مسودی کې د فیدرال خبره هم وه چې د دوستم تر څنګ طالبان هم پری راضی وو هغه وخت زما وظیفه دلته په اسلام آباد کې وه (داخله وزیر) د مسودی ټول بندونه تیار وو، او زه بیرته مزارته روان وم. ماته د امریکا سفیر «سایمن جونیر» ویل چې درسره ګورم، ده ماته په ملاقات کې وویل چې ته « ډاکټر هول» هم له ځان سره بوزه. ډاکټر هول د جرمني و او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی خاص استازی و. ما ورته وویل چې هغه خو زموږ سره دی ځکه چې د قرار داد یا اتفاق نامی په اول بند کې لیکل شوی دي چې د ملل متحد او اسلامی کنفرانس تر اشرف لاندې به یوه طرحه جوړوو، خو زه چې کله مزار ته ورسیدم نو لیدل مې چی ډاکټر هول له مانه مخکې هلته رسیدلی وو. دوستم که څه هم زموږ سره پخوا خبری کړی وی خو ما ورته وویل چې اوس هول راغلی ده نو پکار ده چې د هغه په حضور کې یو ځل بیا هماغه خبرې تکرار کړو. ‌ډاکټر هول اول ډیر اوږد تقریر وکړ خو دا یې هم وویل چې زه پر دی مسودی د ستخط (لاسلیک) اختیار نلرم. بیا د ډوډ‌ی وخت شو، هول وویل چې دا خو عجیبه کار شوی ټولی خواوی پری راضی دي، نو زه به له نیویارک سره خبرې وکړم، نو هغه بلی کوټی ته ولاړ او په ستلایټ تلیفون یې هلته په نیویارک کې چا سره خبرې وکړی، بیا یې له ما سره خبرې وکړی، نو ما ګمان کاوه چې کیدای شي اجازت به ورته ملاو شوی وي. پدی ضمن کې ما برګیډ‌ر مجید (په هغه وخت کې د اسلام آباد سفیر په تاجکستان کې) ته وویل چې مسوده ټایپ کړي چې امضاګانو ته تیاره ويدوستم راته وویل چې شپږ کسان به زه درته معرفی کړم، شپږ کسان به د طالبانو شي، دوستم ویل چې ددی توافق غونډه به په کابل کې اعلانیږي او زه په خپله هم کابل ته درځم، پدی ټولو توافق وشو، ډاکټر هول راغې نو قلم یې راواخیست او دا پنځم یې رد کړ، په دی کار دوستم خفه شو، په هغه ورځ خو موږ بیرته پاکستان ته راغلو خو دوستم بیا پیغامونه شروع کړل او زارۍ یې کولی چې یوځل دلته راشئبیا دلته ایوان صدر کې میټنګ وشو، په هغې کې صدرفاروق لغاري، بینظیربوټو، چیف آف آرمي (د پوځ لوی درستیز) سټاف، د  ISI ډایرکټر جنرال (عمومی رئیس)، وزیر خارجه او زه هم... وم نو دوی ماته وویل چی بله ورځ ( د نومبر په پنځمه) مزار ته لاړشه او دستخطونه وکړه... لیکن د نومبر په څلورم زموږ حکومت ړنګ شو. اوهغه مسوده او توافقات همداسې نیمګړي پاتې شول. د وطن پیغام بریښناپاڼه»

نن بیا پنجابي واکمنان غواړي همغه زړه سناریو مخې ته یوسي او د ذي نفوذ خواوو د مشروع ګټو په نوم شمالټلواله ولمسوي چې د مرکزي دولت په وړاندې خپلې تخریبي هڅې ګړندۍ کړي، د فیډرالیزم سندره بیا توده او راغبرګه کړي او طالبانو ته د هیواد د سویل د سپارلو په بولاله، طالبان پر کابل راوهڅوي.

خو لکه څنګه چې طالبانو ونه شول کړای د ای ایس ای له نه ملاتړه، افغانانو ته ځانونه سپين کړي همداسې که د شمالټلوالي سرخیلان وغواړي خپل پیل کړي بغاوت کې، د ای ایس ای او ایران لاس له افغانانو او نړیوالو پټ وساتي، یوازې ځان تېرباسي!

د جون په ۲۹ مه ولسمشر کرزي په کابل، د انګلستان لومړي وزیر ډیود کیمرون سره ګډ خبري کنفرانس کې وویل: « موږ داسې ګنګوسې اورېدلي او داسې هڅې مو ترسترګو شوي چې ځینې هېوادونه له تېرو شپږو میاشتو هلې ځلې کوي چې افغانستان کې وړې وړې باچاهۍ جوړې کړي او یو دوه سیمې طالبانو ته وسپاري. بې بې سي »

همدارنګه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت یوې سرچینې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د پاکستان د یوه لوړ پوړي چارواکي او د یوه افغان دیپلومات د غونډې جزییات په ډاګه کړل.

« سرچینې چې د نوم له ښوولو یې د اوس لپاره ډډه کوله، وویل چې د پاکستان د ملي امنیت د څانګې یوه مهم سیاستوال په اسلام اباد کې له یوه لوړ پوړي افغان ديپلومات سره په غونډه کې پوښتنه مطرح کړه چې ''د واک پر وېش څه وايي؟''

د دغې غونډې دقیق وخت په باب سرچینې له څه ویلو انکار وکړ خو دا خبره په داسې وخت ښکاره کېږي چې ولسمشر کرزي د برتانیا له لومړي وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې تور ولګاوه چې ځینې هېوادونه په تېره پاکستان د افغانستان د وېشلو هڅه کوي او د ده په وینا د طالب واکمنیو برخې غواړي.

کابل کې د بهرنیو چارو د وزارت سرچینې وویل افغان ديپلومات ته دا هم ویل شوي چې د افغانستان ولایتونو ته دې واک ورکړل شي چې یو ډول فدرالي سیستم جوړشي. همغه سرچینه »

لکه څنګه چې ورته مخکې اشاره وشوه، داپېښې کټ مټ د ۱۹۹۰ کلونو د روستیو وختونو حالات چې هلته د هیواد په سویل طالبان او په شمال د شمالټلواله واکمنه وه، د سړي مخې ته دروي.

که سړی د تخار، جوزجان او هرات ولایتونو روستۍ پراختیاوې یوله بل سره په تړاو کې وڅپړي، داسې انځور ترلاسه کیدای شي لکه جوزجان، حیرتان، مزارشریف او بغلان چې د ۱۳۷۰ کال په پای کې د مرکزي واکمنۍ له محوره ووتل. په تخار کې بغاوت چې په ظاهر کې د « تخار جهادي شورا» لخوا پیل شوی خو تر شا يي تش په نامه « ملي جبهه » ولاړه ده، د ۱۳۷۰ کلونو پېښو ته ورته والی لري.

د ملي جبهې تړانګې چې سرخیلي يي دوستم، محقق او ضیا مسعود کوي او د نظارشورا او جمعیت نورې ټوټې او نیمځالې ورسره ګنډلې دي، داسې انګیري چې شمال ته د طالبانو له نفوذه مخکې باید دا سیمه د مرکزي واک له چورلیځ ووځي او نیغ په نیغه د دوی تر واک لاندې راشي. بلخوا دا ټلواله د ځان په ګټه او د مرکزي واکمنۍ په زیان، په تبلیغ کې داسې کرشمې هم کوي چې شمال کې د طالبانو وېره او وهم چې هسې هم د طالبانو د واکمنۍ له لومړي پړاو څخه د خلکو په تحت الشعور کې ژور پروت دی، ، ښه ډېر وپړسوي او په اصطلاح اوبه خړې کړي او کبان ونیسي.

که نوموړو پېښو سره د بلخ د والي عظا محمد نور دا ګواښونه چې له سرې لیکې تیریږي او یا ورسره د خپلو لنډه غرو ارمانونو لپاره د مارشال فهیم بیا غره ته ختل، یوځای شي، د پنجابي واکمنو کړیو د لاسوهنې او تیري د تبر لپاره ښه لاستی جوړیدای شي.

خو له دې ټولو سره سره افغانان د ۹۰ لسیزې د جهادیانو، مقاومت خیلو او طالبانو د چپه میچنو له پیر راوتلي او د پاکستان او ایران په تیرایستونکو او لمسونکو دوکو به دا ځل تیرنه وځي!

د ۲۰۱۳ کال د جولای لومړۍ

سرلوڅ مرادزی