لیکونکی: جنرال عتیق پاڅون


د افغانستان د اوسنۍ وضعې یو هر اړخیز تحلیل


۲۰۱۴ میلادي (۱۳۹۳) لمریز هجري کال د افغانانو د پاره ډیر سرنوشت جوړوونکی کال دی.

اوس به د افغانستان وضعه آو د دې وضعې احتمالي بدلونونه په دې کال کې آو د راتلونکې لپاره و څیړو آو د حل په لارو به ئې فکر و کړو.


۱- سیاسي وضعه:

الف - د دباندني سیاست په دګر کې:


هغه لنډ مهاله سیاسي آو نظامي متحدینو چه افغانستان ته ئې د ۲۰۰۱ کال د بن د کنفرانس د هوکړه لیک په نتیجه کې خپل نظامي قوتونه را استولي وه آو زیات مالي کمک ئې هم افغان دولت ته ور کاوه، په ۲۰۱۴ کال کې خپل قوتونه له دې هیواده باسي آو که احتمالاً د امریکې له متحده ایالاتو سره امنیتي هوکړه لیک امضا شي، امریکا به تنها په لسو مرکزونو کې خپلې پوځي اډې له محدودو نظامیانو سره و ساتي چه له هوکړه لیک سره سم به محدود نظامي وظائف اجرا کوي. د هوکړه لیک د نه امضا کیدو په حالت کې به په اغلب ګمان د امر یکې متحده ایالات هم له افغانستان نه خپل ټول پوځیان باسي. دا څه دا هیوادونه به وروسته د خپلو پوځیانو له ایستلو افغانستان ته په څه پیمانه مالي کمک ور کړي، ور به ئې کړي که نه، وخت آو زمان به ئې وښيي. د ناتو آو امریکائي ټولو پوځیانو د وتو په حالت کې په افغانستان کې د عراق مشابه د یوه ډیر بد حالت د راتلو انتظار شته ځکه په افغانستان کې د وروستیو وختونو سیاسي فضا دا واقعیت په ګوتو کوي چه هغه افراد آو اشخاص چه اوس د افغانستان په سیاست باندې حاکمیت لري تر ډیرې زیاتې اندازې د دوو داسې هیوادونو د استخباراتو تر تأثیر لاندې دي چه هغه دواړه د افغانستان د اوږده کورني جنګ، بې ثباتۍ آو خرابۍ مسئولین دي (پاکستان آو ایران).


اګر که د امنیتي هوکړه لیک د امضا آو نه امضا کولو په سر د افغانستان آو د هغه د اوسني ستر سیاسي آو نظامي متحد آو ستر اقتصادي آو مالي مرستندوی د امریکې له متحده ایالاتو سره اړیکې خړې پړې شوي دي. اکثره کار پوهان په دې باور دي چه افغان ولسمشر حامد کرزی به هرومرو دا هوکړه لیک امضا کوي اما هغه په دې لټه کې دی چه مخکې د دې هوکړه لیک له امضا نه د امریکې له متحده ایالاتو څخه نه د افغان ولس بلکه د خپل ځان آو خپلو دوستانو د پاره یو سلسله تضمینونه آو امتیازات تر لاسه کړي.


په د باندنیو هیوادونو کې پاکستان له خپلو غربي متحدینو سره د افغانستان د همدې پنځه دیرش کلن کورني جنګ اساسي مسئول آو طراح دی، له دې هیواد نه افغانستان ته تل جنګ آو تروریزم صادر شوي، هلته د هر افغان دولت مخالفین تربیه، تمویل، تسلیح ، ساتل شوي آو افغانستان ته د جنګ آو ورانکارۍ د پاره را استول شویدي.


ځنې افغانان داسې نظر لري چه په ۱۹۴۷ کال کې د افغان آو هند په خاورو باندې د نړۍ د یوه ستر استعماري قدرت انګلیس له خوا په غیر قانوني ډول جوړ شوي هیواد پاکستان سره د افغانستان پروبلم د دیورند تش په نام سرحدي کرښه ده، مګر واقعیت هیڅ کله داسې نه وه آو نه ده. مونږ هیځ کله دا کرښه په رسمیت نه پیژنو آو وبه ئې نه پیژنو.


افغانان باید دقیقاً متیقن اوسي آو پوه شي چه که مونږ نه تنها د دیورند لیکه په رسمیت و پیژنو بلکه له دې موجوده افغانستان نه نیم نور هم پاکستان ته ورکړو، هغه مونږ په کرار نه پریږدي آو همداسې به و کوي چه کوي ئې ځکه پاکستان آو اسرائیل دوه دولته دي چه ظاهراً د دین اما په حقیقت کې د انګلیس آو په جهاني سیاست کې د هغه د وارث امریکا د سیاسي، اقتصادي آو استراتیژیکو ګټو دساتلو د پاره د نوي استعمار په دوران کې جوړ شویدي. دا دواړه باید په خپلو سیمو کې جنګ، ناکراري آو تشنج خلق کړي تر څو له یوې خوا د دوی د بادارانو انګلیس آو امریکا دائمي شتون هلته تثبیت آو تضمین آو وسلې ئې وپلورل شي آو له بلې خوا دا دوه غیر قانوني دولتونه خپل ژوند آو شتون ته دوام ور کړی شي. همدا سبب دی چه هیڅ کله هم انګلیس یا امریکا پاکستان د تروریزم د حامي په توګه نه ده پیژندلی آو نه ده ملامت کړی.


زمونږ بل ډیر بد ګاونډی ایران دی، هغه غیر د جنګ آو تروریستانو له صدور څخه په افغانستان کې ډیره زیاته لاسوهنه کوي، خپل فرهنګ، ژبه آو عنعنات هم را صادروي، حتی مختلف مذهبي آو ملی اقلیتونه (لږکیان) د پیسو په ذریعه حمایه کوي آو د هغو ځوانانو ته د تعلیم آو تربیې ، لوړو تحصیلاتو آو راتلونکې د تضمین زمینه مساعدوي.

د افغانستان یوا ځنی رښتینی دوست د هند هیواد دی چه ځمونږ دښمن پاکستان له هغه سره هم دښمني کوي چه طبعاُ باید د مونږ دوست وي. د منځنۍ ایشیا هیوادونه آو ترکیه هم له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري آاو د افغان کورني جنګ په دوران کې ئې نه تنها د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه ده کړې بلکه خپل ښه نیت ئې هم ښودلی آو مخصوصاُ ترکیې څو واره د سو لې د را وستلو کوښښونه هم کړیدي. چین آو روسیه هم په ظاهراُ د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي آو جاپان له فغانستان سره مالي مرسته کوي آو ښه نیت ور ته لري.


ب – د کورني سیاست په ډګر کې:


په هیواد کې د ننه خلک له موجوده حکومت، پارالمان، قضائي دستګاه آو مخصوصاً پولیسو سره ډیر په عذاب آو د عوامو په اصطلاح تر سپږمو راغلي دي. دولتي مخصوصاً لوړپولي چارواکي مظلومو آو کړیدلو خلکو ته د خدمت آو کمک پر ځای هغه دوی لا هم کړوي، رشوت ځنې اخلي، هغه پیسې چه د وطن د آبادۍ آو د خلکو د ژوند د بهبود لپاره له بهر نه راځي په خپلو جیبونو کې اچوي، خپلو ځانونو ته لوکسې ویلا ګانې پرې جوړوي آو په دوبی آو اروپائي هیوادونو کې عیش آو عشرت پرې کوي، دولتي آو شخصي ځمکې آو کورونه غصبوي، ژبني، ملي، منطقوي، تنظیمي آو مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي. دا لیوان هیڅ نه مړیږي، خدای تعالی (ج) به نو کله د دوی لاس نیسي او دوی ته به سزا ور کوي د مونږ افغانانو سټه خو ئې را و ایسته.


په ۲۰۱۴ کال کې په هیواد کې دوه ډیرې مهمې سیاسي پیښې شکل نیسي چه یوه ئې د جمهوري ریاست آو ولایتي شوراګانو «په اصطلاح انتخابات» آو بل ئې له هیواده د بهرنیو پوځي ځواکونو وتل دي. اوس نو دا په خپله افغانانو پوړې اړه لري چه دوی غلو، داړه مارانو، جنګي مجرمینو، د مافیائي ډلو غړو، د ځمکو غاصبینو آو د ملي وحدت دښمنانو ته رایه ور کوي آو که وطنپالو، پاکو، ملي وحدت غوښتونکو آو هغه چا ته چه چور آو غلا ئې نه وي کړي.

اګر که د جمهوري ریاست له کاندیدانو آو د انتخاباتو له کمپاین څخه داسې بریښي چه بیا دې یو داړه مار ټیم د افغانستان په کړیدلو خلکو تحمیل شي، ځکه د انتخاباتو مستقل کمیسییون د خلکو له ډیرو زیاتو شکایتونو سره سره و نه شوی کولی چه هغه واقعي جنګي مجرمین، قاتلان، مُفسدین آو د ځمکو غاصبین لکه سیاف، تورن اسماعیل، عبدالله، دوستم او داسې نور له انتخاباتو نه و باسي ، حتی د هغو نومونه ئې هم افشا نه شوه کړی.


اصلاُ په ټوله نړۍ کې دموکراتیک آو واقعي انتخابات په دې مفهوم دي چه هغه د سیاسي ګوندونو آو سازمانونو له خوا په لاره اچول کیږي آو نه د افرادو آو اشخاصو له خوا. یعني هر سیاسي ګوند خپل کاندید انتخاباتو ته ور معرفي کوي آو بیا همدغه ګوندونه د خپل کاندید په نفع کمپاین مخې ته بیایي. مثلاً په امریکا کې د جمهوری غوښتونکو آو دیموکراتانو، په آلمان کې د سوسیال دیموکراتانو، شنو، چپیانو، مسیحي دموکراتانو آو نور ګوندونه خپل کاندیدان معرفي کوي آو پخپله ګوندونه بیا دا کمپاین مخته بیایي. هر ګوند چه انتخابات یوسي ، کانذید ئې د دولت یا حکومت په رأس کې قرار نیسي آو د خپل ګوند له غړو څخه د لیاقت، اهلیت، تجربې، مسلک آو تخصص په اساس، مګر نه د ملیت، تنظیم یا مذهب د سهمیو په اساس خپل د حکومت ټیم یا کابینه جوړوي آو دا حکومتي ټیم یا کابینه د خپل حکومت په دوران کې خلکو ته خپل امتحان ورکوي چه آیا دا ګوند چه خلکو دا وار باور آو اعتماد پرې کړی واقعاً د خلکو آو وطن په خدمت کې ده آو که د خلکو آو وطن دښمن آو تنها د خپل ځان آو خپل فامیل په خدمت کې (لکه د افغانستان دا اوسنی دولت په مجموع کې).


کابینه یا د حکمت ټیم هیڅ کله آو په هیڅ هیواد کې د ملیتونو، مذاهبو آو تنظیمونو د سهمیې پر اساس نه جوړیږي، دا ډ یره خطرناکه موضوع ده آو قومي، مذهبي آو تنظیمي اختلافاتو ته لمن وهي آو دا اختلافات تعمیقوي چه بالآخره یوه ټولنه د کورني جنګ، بې ثباتۍ، تباهۍ آو حتی تجزیې په لور بیایي.


له بلې خوا متأسفانه په افغانستان کې کورنی جنګ چه له د باندې مخصوصاً زمونږ د دوو ګاونډیانو پاکستان آو ایران له خوا رهبري کیږي چه د افغانانو د وینو د توئیدلو، د هیواد د اقتصادي انفراستروکتور د خرابۍ، د ښوونځیو، روغتونونو آو نورو عام المنفعه مؤسساتو د ورانیدلو، له علم آو پوهې نه د ځوانانو د محرومیدو، د هیواد د سخت بیر ته پاته والي آو نورو منفي اجتماعي يدیدو باعث ګرځي.


د افغانستان په کورني جنګ کې نه تنها بهرنیان یعني ځمونږ بهرني دښمنان لکه پاکستان آو ایران بلکه د افغان ولس کورني دښمنان هم علاقه مند دي، ښکاره ده چه زمونږ دوه بد ګاونډیان ایران آو پاکستان هیڅ کله یو پر مخ تللی، ستر، متحد آو کرار افغانستان چه خلک ئې مُرفه آو د ژوند سطحه ئې لوړه وي نه غواړي، بلکه تل په یوه بیر ته پاتې، ضعیفه، جنګ وهلي، ټوټې ټوټې او په قومونو، مذهبونو آو تنظیمونو ویشلل شوي افغانستان کې علاقه مند دي. له بلې خوا د هیواد کورني دښمنان یعني هغه څوک چه نه د کار، زحمت آو لیاقت پر اساس بلکه د جنګ په حالت کې آو د جنګ، چور آو چپاول، غصب آو وطن آو خلکو ته د خیانت له طریقه ئې ډیرې پیسې، قدرت آو ستر دولتي مقامونه تر لاسه کړیدي په دې جنګ آو وضعه کې ذینفع آو علاقه مند دي چه هغوی هیڅ کله نه غواړي چه په هیواد کې جنګ ختم آو کراري راشي. ځکه دوی ښه پوهیږي چه د جنګ له ختمیدو آو د سولې آو یوه خلکي دولت له راتلو سره دوی نه تنها هغه خپله سرمایه آو پیسې چه د غلا آو غدر له طریقه په لاس راوړي د خپل مقام آو اجتماعي موقف په شمول له لاسه ور کوي بلکه د محاکمه کیدلو زیات امکان ئې هم شته چه د بنسټ پاله اسلامي تنظیمونو مشران، د دوی ستر قوماندانان آو په بهرنیو هیوادونو پورې تړلې مافیائي ډلې په دې کته ګوري کې شامل دي.


اساسي سوال دا ده چه په افغانستان کې باید بنسټیز آو انقلابي تغیرات راشي په دې مفهوم چه هغه افراد آو اشخاص چه د خلکو په وړاندې ئې جنایت، هیواد ته خیانت آو له خپل موقف نه سوء استفاده کړیده محاکمه آو مجازات شي آو مهمه دا چه هغه پیسې آو ملکیتونه چه دوی په زور آو غیر قانوني توګه په لاس راوړي ترې نه مصادره آو د هیواد رهبرۍ کاملاُ یوه نوی نسل ته ور کړل شي. هغو ډلو ټپلو، تنظیمونو آو اشخاصو چه په هیواد کې په هیڅ چا آو هیڅ شي ترحم نه دی کړی، وژنه، غلا، چور آو چپاول آو تجاوز ئې کړی، د ملي وحدت پر ضد ئې عمل کړی، د باندنیو استخباراتو ته ئې خدمت کړی په هیڅ صورت باید اجازه ور نه کړی شي چه د افغانستان په سیاسي چارو کې لاس رسی و لری آو یاځان جمهوري ریاست یا نورو د رهبرۍ ارګانونو ته انتخاب کړي چه د افغانستان خلک دوی ټول ډیر ښه پیژني.


۲- اقتصادي وضعه:


اقتصاد د سیاست اساس آو بنسټ دی آو د هر هیواد اقتصادي حالت د هغه هیولد سیاست هم تثبیتوي. په دې مفهوم که یو هیواد آو ټولنه له اقتصادي پلوه په ځان متکي وي، هغه کولی شي خپلواک سیاست هم مخته بوځي آو که کومه ټولنه له اقتصادي پلوه تړلې وي ، هغه هیڅ کله نه شي کولی په کورني آو بهرني ډګر کې خپلواک سیاست مخته بوځي آو د دې هیواد کورنی آو بهرنی سیاست به د هغه هیواد یا هیوادونو د ارادې تابع وي له کومو نه چه هغه اقتصادي آو مالي مرسته تر لاسه کوي.


د افغانستان اقتصاد یو پانګه وال اقتصاد دی چه د آزاد بازار د قوانینو پر اساس عمل کوي آو وارداتي آو مصرفي بڼه لري یا په بل عبارت یو تولیدي آوصادراتي اقتصاد نه دی بلکه په دباندنیو وارداتو آو د باندنیو کمکونو باندې متکي دی. سره د دې چه په همدې وروستیو ۱۰- ۱۲ کلونو کې په ملیاردونه ډالره مالي کمک افغانستان ته ور کړل شوی اما افغان دولت د خپل ماهیت له رویه چه د خلکو آو دخلکو په خدمت کې یو دولت نه دی و ئې نه غوښتل چه له دې کمکونو نه د خپل هیواد د انفراستروکتور په جوړولو آو تقویه کې استفاده وکړي. دې موجوده دولت هیڅ کوښښ و نه کړ چه د خپل هیواد مؤلده نیروګانې لکه فابریکې، کارخانې، د اوسپنې لارې، د برق آو اوبو د ذخیرې ستر بندونه، د کرنې آو مالدارۍ ستر فارمونه جوړ کړي چه له یوې خوا په ملیونونو بیکاره خلکو ته د کار آو عاید زمینه مساعده شوې وی آو د هیواد اقتصاد له کاملاً بدوي آو مصرفي اقتصاد نه په یوه عصري آو صادراتي اقتصاد بدل شوی وی.

د اخستل شویو احصائیو له مخې اوس په افغانستان کې ۱۰۰ میګا واټه برق تولیدیږي، حال دا څه زمونږ هیواد د ۲۳۰۰۰ میګا واټه برق د تولید ظرفیت لري، افغانستان خپل د اوسنیو اړتیاوو د پاره برق له بهر نه واردوي چه دا د یوه هیواد څومره لویه بدبختي ده. میدان - وردګ له کابل نه ۲۰ کیلومتره فاصله لري مګر کلي آو بانډې ئې برښنا نه لري، زه فکر نه کوم چه د کابل د ولایت ټول کلي به هم په برښنا روښانه وي.


له بلې خوا د دباندنیو هیوادونو د پوځونو د شتون آو د هغو د سخاوتمندانه سترو مالي کمکونو په حالت کې باید د هیواد وسله وال پوځ د وسلو، مهماتو آو تجهیزاتو د کورني تولید له درکه تر یوې اندازې په خپل ځان متکي شوی وی، په پردیو وسلو آو مرمیو جنګ نه شي کیدلی.

حتی زمونږ ګاونډی دښمن هیواد پاکستان سره له خپل ټول فساد آو کثافت سره د افغانستان د اوسني دولت په تناسب ملي بڼه آو ملي صبغه در لوده آو لري ئې. د پاکستان مختلفه دولتونو د افغانستان د کورني جنګ په دوران کې له امریکا نه په بلیونونو ډالره مالي مرسته تر لاسه کړه آو نه تنها د خپل هیواد اقتصاد آواقتصادي بنسټونه ئې پیاوړي کړل، خپل پوځ ئې ډیر ښه مجهز آو تقویه کړ آو حتی خپل اتومي پروګرام ئې هم تکمیل کړ چه د نن د نړۍ د څو ډیرو محدودو هیوادونو په جمله کې د اتومي وسلو خاوند هم دی.



۳- استراتیژیکه، نظامي آو امنیتي وضعه:


افغانستان د سیمې د هیوادونو په کچه ډیر ښه وسله وال پوځ، روزل شوي پولیس آو با تجربې امنیتي ارګانونه در لودل چه د کورني جنګ په دوره کې ئې مخصوصاً د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند د رهبرۍ په وخت کې ډیره ښه تجربه هم تر لاسه کړه امامتأسفانه واک ته د اسلامي تنظیمونو یا په اصطلاح مجاهدینو له رسیدو سره سم ، نه تنها د هیواد تعلیمي، اقتصادي آو د کرنې سیستمونه ګډ وډ آو چور آوچپاول شول، مجاهدین لا په دې هم بسنده نه شول آو د هیواد وسله وال پوځ ئې هم د پاکستان د استخباراتو په هدایت ګډوډ، تشکیل ئې له مینځه یووړ، وسلې ئې و پلورلې آو حتی نظامي ګارنیزیونونه چه په ښارونو یا ښارونو ته څیرمه په ښو موقعیتونو کې وې لغو آو مځکې ئې په خپل منځ کې سره وویشلې او څرنګه چه دوی ډیرې پیسې درلودې ډیرې مودرنه آو قیمت بها ویلاکانې آو کوټۍ ئې پکې جوړې کړې (د بیلګې په توګه د کابل د شیپور له نظامي ګارنیزیون نه نوم اخستی شو چه اوس په عوامو کې د شوخۍ په ډول «د چور د قشلې په نامه یادیږي»). د اردو، ملي امنیت آو کورنیو چارو د وزارت افسران آو کارمندان چه لوړې مسلکي زده کړې آو د کار ښې تجربې ئې در لودې تفاعد ته سوق آو د هغو پر ځای ئې بې سواده، غیر مسلکي، بې دسپلینه، بې بندو باره آو لاء بالي مخصوصاً د شمال ټلپالې آو جمعیت آو وحدت ګوندونو پورې تړلیو افرادو ته (چه دې ډلو یو ځل د ډاکتر نجیب ا لله د ملي سولې پروګرام د روسیې د استخباراتو په اشاره آو د هغې کودتا په ذریعه چه د برهان ا لدین رباني په موجودیت کې په مسکو کې طرح شوه ګډوډ آو بله پلا ئې امریکائیان آو د ناتو پوځونه افغانستان ته را ننه ایستل) ډیرې لوړې نظامي رتبې ورکړې آو په لوړو بستونو ئې مقرر کړل چه د همدې درې ارګانونو د نظم آو دسپلین آو مسلکي آماده ګۍ سطحه ډیره ټیټه آو پاکستان ډیر زړه ور شو آو همدا وجه ده چه د افغانستان په خاوره راکټونه ولي آو تیري کوي، ورانکاران را لیږي آو تخریبات کوي.


د بیلګې په توګه د ملي دفاع وزیر «ستر جنرال» بسم الله محمدي د ابو حنیفې دیني مدرسه لوستې او د کورنیو چارو د وزارت لمړی مرستیال «ستر جنرال» ایوب سالنګي صرف اته کاله ښوونځی لوستی، دواړه ستر جنرالان اما هیڅ یو حتی یوه ورځنی مسلکي تحصیلات هم نه لري.


زه نه پوهیږم چه د افغانستان د وسله وال پوځ مورال، تعلیم آو تربیه، وسلې آو تجهیزات به اوس څرنګه وي ځکه څرنګه چه مخکې اشاره ورته وشوه مجاهدینو واک ته له رسیدو سره سم د پاکستاني واکمنانو آو استخباراتو په هدایت د افغان ښه روزل شوي آو با تجربې پوځ تشکیل له منځه یووړ آو وسلې ئې وپلورلې، نه پوهیږم که اوس امریکائیانو کومې نوې یا زړې وسلې په لاس ورکړې وي. مګر تاریي تجربې په کال ۱۹۹۵ کې و ښودله چه کله طالبان د کابل دروازو ته راورسیدل، برهانا لدین رباني سره له خپلې کابینې، لوړپولو چارواکو آو قوماندانانو ټول و تښتیدل، کابل ئې طالبانو ته ور پرې ښود آو ځان ئې په پنجشیر کې محاصره کړ.

څرنګه چه اوسنی دولت، پوځ، پولیس آو دولتي امنیت هم هماغه د رباني د وخت د جمعیت ګوند آو شمال ټلپالې په لاس کې دي، داسې انګیرونه موجود دي چه دوی به بیا هماغسې و کوي لکه په ۱۹۹۵ کې ئې چه و کول. د دې اوسني دولت مخالفین د طالبانو تحریک دی چه د یوې عقیدې له مخې جنګیږي آو مرګ آو ژوند هیڅ ارزښت هم نه ور ته لري مګر د دولت لوړپولي کارمندان آو د قطعاتو قوماندانان چه اکثرو ئې له غیر قانوني لارو ډیرې پیسې آو ملکیتونه په لاس راوستلي دي، فکر نه کیږي چه دوی به دې دا ډیر خوږ ژوند، عیش آو عشرت آو لوکسو کورونو آو ویلاګانو نه تیر شي آو مرګ ته به حاضر شي، مګر فرار به نظر فرار ته ترجیح ورکړي، وبه ګورو وخت آو زمان به هر څه وښیي.


د افغانستان پولیس ډیر زیات په فساد کې غرق، خلک ځوروي آو له مظلومو خلکو نه رشوت اخلي، حتی د خلکو په مال آو ناموس باندې د تیري حوادث هم د پولیسو له خوا لیدل شویدي.

محلي پولیس چه ډیر زیات بې نظمه آو بې تعلیمه دي د افغانستان د خلکو د پاره یو بل د سر درد دی چه ډیر زیات ئې د امنیت آو نظم پر ځای په جرایمو کې ښکیل دي.

په افغانستان کې متأسفانه دا کاملاً یو تعامل آو حتی د فرهنګ جز دی چه څوک پولیسو آو یا قضا ته ځي هدف ئې دا وي چه پیسه دار شي دا چه له کومو لارو آو څرنګه د دوی د پاره کاملاُ بې تفاوته ده. مګر دا موضوع باید د پولیسو له مغزو نه و ایستل شي آو دوی داسې پوه شي چه دوی تنها د خلکو د خدمت آو سوکالۍ د پاره دي.


استخباراتي انسیاتیف فعلاً د پاکستان آو ایران د استخباراتو په لاس کې دی، په دې مفهوم چه هغوی هر تخریبي عمل چه په افغانستان کې پلانوي موفقانه ئې اجرا کوي.


له بلې خوا د پوځ آو امنیتي ارګانونو قومي آو تنظیمي وابستګي آو د هغو ټولو د مصارفو مطلقه وابسته ګي په دباندنیو کمکونو باندې هم دهغوی جنګي آو امنیتي پوتنسیال تر ډیرې اندازې تضعیفوي.

د افغانستان خلک غواړي چه د امنیتي ارګانونو مخصوصاُ د کورنیو چارو د وزارت قرارګاه آو د پولیسو رهبري دې د یوې ولسوالۍ (پنجشیر) له مکمل تسلط نه و ایستل شي.


۴- کلتوري آو فرهنګي وضعه:


د یوه واحد ملت په توګه افغانان خپل کلتور، ژبه (ژبې)، دودودنه آو عنعنات لري چه له دې دودونو آو عنعناتو څخه ځنې ډیر مردود آو ځنې ئې د ویاړنې وړ دي. د بیلګې په توګه په خپله لور باندې ولور اخستل ، په بدو کې د ښځې ور کول، له یوې نه د زیاتو ښځو درلودل آو داسې نور ئې مردود دي چه فکر کیږي دا بد عنعنات آو څیزونه به له نورو نه مونږ افغنانو ته راغلي وي. پښتونولي د یوه مکمل نه لیکل شوي کودکس په توګه ډیره د افتخار وړ آو غوره دودونه آو مقررات پکې شته چه د یوې ټولنې ژوند ډیر ښه تنظیمولی شي.

ځنې ګاونډي هیوادونه مخصوصاً ایران په افغانستان کې ډیر زیات فرهنګي تیری آو مداخله کوي آو هدف لري چه د افغانانو فرهنګ، د ژبې لهجه آو ملي تر مینالوژي دې کاملاً ایراني شي.


الف- افغان ملي ترمینالوژي:

ملي ترمینالوژي لکه ژبه، فرهنګ، ملي دودونه آو داسې نور د یوه ملت ملي غنا ده چه د کلونو آو حتی پیړیو په بهیر کې شکل نیسي. په یوه هیواد کې ملي ترمینالوژي په یوه قوم یا ژبه پورې اړین شی نه دی بلکه نړیوال خاصیت لري چه له مختلفو کورنیو آو د باندنیو ژبو آو مختلفو فرهنګونو نه د زمانط په اوږدو کې کرا کرا په و جود راځي چه د یوه هیواد په ټولو ژبو کې د یوه اصل په توګه استعمالیږي آو باید استعمال شي.


په ملي ترمینالوژۍ کې د خلکو نومونه، د ورځو آو میاشتو نومونه، علمي اصطلاحات، نظامي اصطلاحات، په مختلفو مسلکونو آو علومو پوړې اړین مسلکي آو خصوصي اصطلاحات ، د دولتي مؤسساتو آو مقامونو نومونه آو داسې نور شامل دي. که افغان ملي ترمینالوژي ته نظر واچوو له ډیرو مختلفه ژبو لکه پښتو، دري، فارسي، عربي، ترکي، لاتیني، انګلیسي آو نورو ژبو نه په وجود راغلې ده. مثلاً پوهنتون (پښتو)، محصل (عربي)، قراول (تُرکي)، دوشنبه (فارسي) آو داسې نور.

متأسفانه په دې آخرو وختو کې د ملي وحدت ضد آو د ایران په استخباراتو پورې تړلیو کسانو کوشش و کړ چه د دې ترمینو یا اصطلاحاتو پر ځای اصیل د ایراني فارسي ژبې کلمات معمول آو حتی د میدیا لکه تلویزیون، رادیو، ورځپاڼو آو نورو د جمعي اطلاعاتو د وسائلو له طریقه ترویج کړي لکه دانشګاه، دانشجو، شهر دار، رئیس ستاد ارتش، ګشتي،..... آو داسې نور. سبا به ازبکان ازبکي اصطلاحات، ترکمنان ترکمني آو بلوچان بلوچي اصطلاحات را واردوي چه د یوه مملکت بدبختي له همدې ځایه شروع کیږي


ب- په افغانستان کې د ایران کلتوري تیری:

د ایران د آخندانو دولت غیر له دې چه په افغانستان کې جنګ آو وروروژنې ته لمن وهي آو د افغانستان د کورني جنګ په دوران کې ئې مخصوصاً د دولت شیعه مذهبه مخالفین تربیه، تسلیح، تمویل آو افغانستان ته د جنګ آو ورانکارۍ د پاره را لیږلي آو را لیږي ئې، په افغانستان کې ډیره زیاته کلتوري مداخله او حتی تیری هم کوي چه دا له مسلحانه جنګ نه لا زیاته خطرناکه ده. ایران ځنې ملي اقلیتونه په افغانستان کې د پښتنو پر ضد تحریکوي، حتی داسې رپوټونه شته چه ایران دې ملي اقلیتونه ته پیسې آو مالي امکانات برابروي څو د هغوی ځوانان په ایران آو نورو هیوادونو کې لوړې آو مسلکي زده کړې تر لاسه کي تر څو چه راتلونکې ئې د هیواد د حاکمه قشر په توګه تضمین شي، ځکه ایرانیان ښه پوهیږي چه راتلونکې په هر هیواد کې په هغه چا پورې اړه لري چه پوهه و لري چه د ۱۳۹۲ کال د کابل د پوهنتون د شمول آزموینې ته د ایراني استادانو په ذریعه د آزموینې د سوالونو را ایستل آو هغه د هزاره ملیت د کانکور د کاندیدانو په اختیار کې ور کول د دې ادعا ښه ثبوت کیدلای شي.


ج- د ملي وحدت دښمنان آو د افغان له کلمې سره ضدیت آو حساسیت ښودل:

څرنګه چه مخکې اشاره ور ته وشوه ځمونږ دښمن هیوادونه ایران آو پاکستان غیر له دې چه په افغانستان کې کورني جنګ آو دښمنیو ته لمن وهي آو د افغانستان د مرکزي دولتونو مخالفین ساتي، روزي، تسلیحوي او دجنګ آو ورانکارۍ د پاره ئې افغانستان ته را لیږي، هغوی په افغانستان کې د ملي یو والې د پروسې پر ضد عمل کوي آو په دې کوښښ کې دي چه د خپلو اجنټانو له طریقه دا هیواد له د ننه نه منفجر آو ټوټې کړي. ښکاره ده چه دا دښمن هیوادونه دا رنګ افغان ضد اعمال په خپله د افغانانو په ذریعه تر سره کوي آو تر هغو چه په خپله افغنان د نورو په لاس کې وسیله و نه ګرځي آو خپل وطن آو خلکو ته خیانت و نه کړي، نور دا کار نه شي کولی، اوس نو اساسي سوال پیدا کیږي آو هغه دا چه ولې ځنې افغانان دومره خدای وهلي دي چه د بل په تحریک خپل کور آو خپل ورور ته خیانت کوي؟

په افغانستان کې به د ملي وحدت مخالفین آو دښمنان ډیر زیات وي، د چا نوم به سړی واخلي خو په لوړپولیو دولتي چارواکو کې خلک له دوو کسو نه ډیر سر ټکوي چه یو ئې د بلخ والي عطا محمد نور آو بل ئې د ولسي جرګې یو وکیل حاجی محمد محقق دي.

په هغو هیوادونو کې چه له مختلفو ملیتونو آو قومونو نه جوړشویدي (چه په نړۍ کې تقریباً ټول هیوادونه په همدې مشکل اخته دي) د واحد دولت له جوړولو نه وروسته د واحد ملت د جوړولو پروسه هم ډیره یوه مهمه آو اساسي موضوع ده. په افغانستان کې دا پروسه په بریالیتوب سره تر سره شوه آو د افغانستان خلک د واحد افغان ملت په جوړولو بریالي شول.


د افغان کلمه د دې هیواد د ټولو اوسیدونکو یا په بل عبارت د دې هیواد د ټولو ملیتونو آو اقوامو د اتباعو د پاره د یوه واحد ملت په توګه آو د افغانستان کلمه د افغانانو د واحد آو خپلواک دولت د پاره هغه مناسبترینه کلمې دي چه افغان مشرانو په اته لسمه پیړۍ کې له ۲۰۰ کاله تجزیې آو در بدرۍ وروسته آو د یوه خپلواک دولت په حیث د واحد افغانستان له جوړولو وروسته په دې خلکو آو هیواد کښیښودې.

د افغان کلمې د مأ خذاتو په هکله تاریخي معتبره آثار ښیي چه دا کلمه د پښتون له کلمې څخه نه ده اخستل شوې بلکه دآرین (اریان) له کلمې څخه د زمانې په تیریدو سره جوړه شوې ده:

افغان اوغان اغوان اروان آرین (اریان)

زه نه پوهیږم چه ولې زمونږ ځنې ګران هیواد وال دا کلمه د ځان د پاره د شان کسر آو ټیټوالی بولي، څو موده مخکې په کابل کې یوه واړه ګروپ یوه مظاهره جوړه کړې وه آو لوحې ئې پورته کړې وې «ما افغان نیستیم» پس له دې ګرانو وطنوالو نه په ډیر درناوي پوښتنه کیږي چه درسته ده ستا ملیت به پښتون یا تاجک یا هزاره وي اما د دې واحد هیواد د واحد ملت د اوسیدونکو په توګه څوک یاستۍ ؟

هغه څوک چه په هغه جغرافیائي محدوده کې ژوند کوي چه په ملي آو نړیوالو اسنادو کې د افغانانستان په نامه یادیږي، نړیوال ئې د افغان په نامه پیژني آو که دا خلک له افغانستان نه بهر سفر وکړي هم مجبوره دي خپل ځان د افغان په ټوګه معرفي کړي صرف نظر له دې چه په کوم قوم یا ملیت پورې تعلقیت لري.


دلته بیا هم د خارجي استخباراتو د اجنټانو آو پنځم ستون کار دی چه غواړي افغانستان له د ننه نه منفجر کړي.


هغه څوک چه په افغانستان کې ژوند کوي افغانان دي آو هغه د دښمن اجنټان چه د افغان آو افغانستان کلمات ځانته د شان کسر بولي آو ور باندې شرمیږي، د هغه مخه هیڅ چا هم نه ده نیولې په مخه دې ښه وي هر چیر ته چه ځي ولاړ دې شي مګر د افغانانو په هیواد کې دې تخریبات آو تحریکات نه کوي، آو که دوی نور پلانونه لري آو یا نور خوبونه ویني خو (این خواب است و خیال است و محال است و مجال است و جنون). افغانستان د ټولو افغانانو په وینو جوړ شوی آو د ټولو افغانانو په وینو ساتل کیږي.



و من الله توفیق