د لندن غونډه او د لومړیتوبونو پرسر ناندرۍ

د پاکستان په غوښتنه، د انګریز د لومړي وزیر ډېوېډ کېمرون په منځګړتوب، لندن کې د افغانستان د ولسمشر حامدکرزي او د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف ترمنځ غونډه، ظاهرآ د سولې، ثبات او سیمه ییزې پراختیا په موخه ترسره شوه.

د انګریز په منځګړتوب، پاکستان سره د افغانستان دا غونډه، د خپل ډول له مخې دریمه غونډه ده چې دوه نورې هغه يي د پاکستان د دوه مخي سیاست په لامل بې له څرګندو لاسته راوړنو، د تېر تاریخ برخه ګرځېدلي دي!

په دوهمه غونډه کې چې د روان کال په فبرورۍ ، لندن کې جوړه شوه، پاکستان ژمنه کړې وه چې شپږو میاشتو کې به طالبان، افغان دولت سره خبرو ته کښینوي، خو وخت وښوده چې پاکستان په ژبه یوڅه وايي خوعمل کې نور څه کوي!

له پخوا راهیسې په تېره بیا د روان کال له فبرورۍ را روسته په تېرو نهو میاشتو کې، پاکستان کله طالبانو ته د دفتر د پرانیستلو، کله افغانستان کې د بندي پاکستاني ترهګرو د خوشې کولو او کله د نورو شرایطو د وړاندې کولو خبره کوي او غواړي په دې پلمو او نن و سبا ژمنو سره، وخت سپما کړي او پر افغانستان خپلې غوښتنې په اسانۍ سره ومني.

د روان کال د اکتوبر په ۲۲ مه، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن کابل ته په خپل سفر کې له ولسمشر کرزي څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان په محبسونو کې ۲۵۰۰ پاکستاني بندیان ( ترهګر ) ورخوشې کړي. همداراز نوموړي له کابل څخه دا تمه هم درلوده چې د پخلایني په بهیر کې د پاکستان د هلوځلو درناوي وکړي، هغه بهیر چې د نورو په زیار پیلیږي، خو د پنجاب لخوا هرځل شنډیږي. مولانا فضل ارحمن، سره له دې چې خپله هم افغان دی، بې له دې چې افغانستان کې د پنجاب د لاسوهنو اوتیريو د مخنیوي په اړه ، افغانانو ته کوم ډاډ ورکړي اویا د سولې بهیر ته د طالبانو په رااوښتلو کې چې د ډېرو په وینا، نوموړی د طالبانو تبلیغاتي او معنوي پلار او مالي زیرمه ګڼل کیږي، خپلې دواړه غوښتنې په خورا سپین سترګۍ سره وړاندې کوي!

د لندن په تازه غونډه کې، د بېلا بېلو رسنیو او بي بي سي په څرګندونو کې په ښکاره لیدل کیږي چې پنجاب بیا، د تېرپشان افغانستان سره په اصلي ستونزې د خبرو او د هغې د حل پرځای، نور شرطونه وړاندې کوي او نوې غوښتنې مخې ته ږدي!

د افغانستان له نظره د لندن غونډه، په پاکستان کې د ترهګریزو اډو د تړلو لپاره باید یو فرصت وي او دا مسله باید د نورو چارو په سرکې وګڼل شي. بي بي سي هم دې خبرې ته اشاره کوي او لیکي « پاکستان کې د طالبانو د پناه ځايونو خبره هم افغان غاړې بيا ياده کړه.غوښتنه دا وه چې د دغو پټنځايونو پر ضد پوځي عمليات وشي. »

خو پنجاب له اصلي ستونزې څخه چې خپل هیواد کې يي ترهګرو ته اډې ورکړي او افغانستان ته يي د ورانۍ او شرارت په موخه هر وخت رااستوي، سرغړوي اوڅنګځن تېریږي او ددې مهمې او حیاتي چارې د حل پرځای، خپلو اقتصادي او د انرژۍ ستونزو ته د لومړیتوب حق ورکوي او هغه وړاندې کوي.

بلخوا ددې غونډې په یوه برخه کې ویل کیږي « پرهمدې مهال، دواړو لورو فیصله وکړه، چې د ترهګرو پټن ځایونه به له منځه وړي. بي بي سي.»

دلته د ترهګریزو اډو د له منځه وړلو په اړه له یوې ګونګې پریکړې سره مخ کیږو. داسې ګونګه پریکړه نه یوازې ستونزه نه حلوي بلکې د هغې د زیاتېدو خطر لا ډېروي.

په دواړو لورو کې د ترهګرو پټڼځایونه، یانې څه؟

افغانستان کې د ترهګرو پټڼځایونه کومه دي او چیری دی؟

افغانستان چې پرله پسې د پنجابي ترهګرو قرباني دی، د ترهګرو پاللو او روزلو ته څه اړتیا لري؟

ایا اسلام اباد ته نږدې په ایبټ اباد کې د القاعده د خونړي سازمان د مشر بن لادن څو کلن شتون او له هغې د پاکستان پرلپسې انکار، پنجاب ته د ترهګرو په ملاتړ د مشت نمونه خروار پتوګه یادېدلای نه شي؟

پنجاب ولې د بوسو لاندې اوبه تیروي! بلخوا پنجاب ته شف شف ویل، د کومې ستونزې دوا ده، او دا شف شف ترڅو؟

د لویدیځ او په تېره بیا د انګریز د مرموز او ټګمار سیاست په برکت، پنجاب تل ګټه پورته کړې او د افغانستان په وړاندې بړ او برنډ غږیدلی.

پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو د اډو په اړه، لاسوند او ثبوت نلري او نه افغانستان د ایساف او ناټو ځواکونو په شتون کې چې انګریز په دې خبره تر هرچا مخکې پوه دي، دا اړتیا او مجال لري چې داسې اډې دې ولري.

پریکړه باید روښانه وي او د ترهګرو اډې باید پاکستان کې چې له کلونو راهیسې فعالې دي، په نښه شي او له منځه یووړل شي.

د لندن په غونډه کې د افغانستان یوازې دا خبره چې د سولې شورا پلاوی به له ملابرادر سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي، د نوازشریف لخوا منل شوې ده.

بیا به هم وخت وښۍ چې پنجاب د افغان پلاوي سره څونه همکاري کوي او پخپله دې ژمنه څونه، ولاړ پاتیږي!

لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه، نوازشریف پر خپلو اقتصادي او انرژي ستونزو باندې د لاسبري په موخه لندن غونډې ته راغلی او په حقیقت کې د غونډې وړاندیزهم پنجاب کړی وو.

پاکستان چې د خپلو ناوړه پوځي تګلارو په لامل د سخت مالي، اقتصادي او په تېره بیا د انرژۍ ناورین سره مخ دی، اوس يي تازه هوښ سرته راغلی چې د مرکزي اسیا د تیلو او غازو او د افغانستان له اوبو او لارو پرته، د هیڅ عرب عجم ملاتړ او مرسته يي له دې مرګوني اقتصادي خپسکې څخه نه شي ژغورلای.

پنجاب د افغانستان په وړاندې تعرضي تګلار په مخ وړي او څو موخې او د هغو د لاسته راوړلو لپاره، څو ټاکلې وسیلې لري.

افغانستان کې د پنجاب عمده موخې دادي:

ــ د افغانستان له لارې باید د مرکزي اسیا تیلو ، غازو او بریښنا ته لاسرسی ولري او په دې اړه باید افغان حکومت په داسې شرایطو پنجاب ته لار ورکړي چې هغه يي غواړي

ــ افغانستان باید د پاکستاني بې کیفیته تولیداتو د خرڅلاو دایمي مارکیټ وي او افغانستان ته نه ښايي خپل تولید ولري او یا له نورو هیوادو ارزښتناک او ارزانه تولیدات وارد کړي.

ــ د افغانستان په اوبو په تېره بیا د کابل او کونړ سیندونو په اوبو کې باید شریک وي.

ــ د افغانستان په نورو طبیعي زیرمو کې هم باید لاس ولري

ــ افغانستان باید له ګاونډیانو په تېره بیا هندوستان سره چې پنجاب ورسره د کشمېر پر سر شخړه لري او یا نورو سیمه ییزو سیاليو کې، د پنجاب په زړه او خوښه اړیکې ولري

ــ افغانستان له سیمې او نړۍ سره داسې دوه اړخیزه اړیکې نه شي ټینګولای، چې د پنجاب له نظره یادو موخو ته پکې دې ملک ته خطر وي

پنجاب د پورته او نورو موخو د لاسته راوړلو لپاره لاندې وسایل کاروي:

ــ طالبان او اسلامي ګوند پر کابل د فشار د وسیلې پتوګه په لاس کې نیسي او کابل اړباسي چې د پنجاب یادې موخې ومني او عملي يي کړي

ــ لږکیو ایتنکي ګروپونو کې خپل لاسپوڅې پالي چې کابل کې داسې ملي سراسري واکمني رامنځته نه شي، چې د پنجاب یادو موخو ته خنډ او یا سیمه کې د پنجاب د پوځي ستراتيژۍ مخه ډب کړي

ــ د مرکزي واکمنۍ پرځای له بېلا بېلو قومي، سمتي، مذهبي ډلو څخه ملاتړ او مرسته

ــ دا چې افغانستان په وچه کې ښکېل هیواد دی، پنجاب خپل د کراچۍ او همداراز د هندوستان د واګه بندر د افغانستان د ترانزیت په وړاندې د سیاسي فشار د وسیلې پتوګه کاروي

ــ بلخوا پنجاب له انګریز او امریکا سره پخوانۍ اړیکې لري او دا چې د پاکستان ستراتیژیک موقعیت هم د لویدیځ لپاره ارزښت لري، پنجاب دغو هیوادو سره اړیکې او زوړ ریکارډ پر افغانستان چې لویدیځ سره نوې اړیکې رغوي، د فشار د یوې وسیلې پتوګه کاروي.

له دې کبله بېځایه نه ده چې ووایو نواز شریف څه مهال وړاندې امریکا ته ولاړ چې هلته امریکا سره په خبرو کې هغه هیواد وهڅوي چې ترڅو له افغانستانه ټاکلې ګټې ترلاسه نکړي پر پنجاب د طالبانو په سر، زیات فشار رانه وړي او یا تازه لندن ته ولاړ چې د قدیم اشنا، انګریز په مټ افغانستان چمتو کړي چې د پنجاب اقتصادي ګټې ومني او که وشي پنجاب افغانستان سره د کونړ پرسیند نن په بریښنا بند کې او سبا په اوبو کې د شریک پتوګه برخه ولري او بلخوا يي لوی درستیز اشفاق کیاني چین ته په څلور ورځنې سفر تللی چې د پنجاب پوځي اړتیاوې ورپوره کړي.

خو ننني افغانستان بیا له پنجاب څخه یوازې یوه عمده غوښتنه لري او هغه دا چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او پوځي تیری ودروي او په دې اړه يي چې طالبان رامخته کړي، د هغوی له ملاتړ لاس واخلي او له افغانستان څخه خپلې روا غوښتنې د معقولو او متاقبلو ګټو له لارې ترلاسه کړي.

افغانستان د خپلو روا غوښتنو د پلیتوب لپاره، یوازې دیپلوماسۍ د وسیلې پتوګه کاروي.

د پایلې پتوګه ویلای شو، افغانستان له پنجاب غواړي او دا خپل لومړیتوب ګڼي چې دا هیواد دې د خپلو غوښتنو د منلو په موخه، د فشار د وسیلې پتوګه د طالبانو اواسلامي ګوند له ملاتړه په شا شي او دوی دې پریږدي چې د خپل هیواد، افغانستان غیږې ته راشي. د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او تیری دې ودروي. او خپلې روا غوښتنې دې د نورو معقولو لارو افغانستان سره طرحه کړي.

خو پاکستان بیا دې ته لومړیتوب ورکوي چې طالبان، اسلامي ګوند او د فشار نور قهري وسایل به تر هغو کاروي چې افغانستان په زور او فشار سره د پنجاب ګټې بې له سوڼ چوڼ څخه ومني او کله چې دا ګټې ترلاسه شوې بیا د زور او فشار اړتیا خپله له منځه ځي.

د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر ۳۰ مه

سرلوڅ مرادزی