سیمه کې د افغانستان او هند د دوستۍ اغیز

د افغانانو ستر مشر فخرافغان، پاچاخان د انګریزی ښکېلاک روسته، د برتانوي پنجاب لخوا د پښتنو د ملي حقوقو ترپښو لاندې کولو په اړه ویلي وو، اوس چې انګریز له سیمې شړل شوی او د برتانوی هند په یوه برخه مسلمان پاکستان واکمن شوی، خو دا مسلمان پاکستان هم د انګریز پشان د پښتنو ملي حقوق خوري او پښتانه يي له خپلو حقوقو محروم کړي، نو موږ اړیوو چې د ظالم مسلمان پاکستان په وړاندې له هندو، هندوستان څخه د مرستې او ملاتړ غوښتنه وکړو!

د پاچاخان له دې څرګندونو څو لسیزې تیریږي. په دې پیر کې په نړیواله کچه د سړې جګړې ځای د هیوادو ترمنځ متقابله ګټورې اړیکې نیسي او زموږ سیمه د لویو بدلونونو سره مخ ده، خو د ډیورنډ د استعماري کرښې پر دواړو غاړو افغانانو سره، د پاکستان چلند او اړیکې د سړې جګړې له مهال هم بدترې شوې او پر نه ختمیدونکې دوښمنۍ ولاړې دي!

نن بیا هم د پاچاخان د وخت او غوښتنې پشان، کله چې پاکستان له خپلې ځانګړې اسلامي ایډیالوژۍ لکه د لنګې غوا ګټه پورته کوي، ځان د سیمي مضبوطه اسلامي کلا بولي او د مسلمان افغانانو په وړاندې چې پلرونو يي پنجابیانو ته اسلام ښودلی، د اسلام ښودنې پېښې کوي اوله دوښمنۍ نه تیریږي، افغانان اړیږي چې هندو،هندوستان او یا بل هر یوه ملک ته چې د افغانستان له ګریوانه د شریر پنجاب لاس لنډولی شي، د دوستۍ لاس ورکړي او د هر راز مرستې او ملاتړ غوښتنه ترې وکړي.

پاکستان د خپل ۶۶ کلن عمر په اوږدو کې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهلی؛ د افغان مرکزي حکومت سره د اړیکو پرځای يي د ځانګړو ډلو، مخالفینو او د دوښمنو کړیو ننګه کړی او هغو ته يي د وسلو په ګډون راز راز مرستې ورکړي. خو هند بیا د پاکستان په خلاف تل له افغان مرکزي حکومته ملاتړ کړی او هغه ته يي د خپل ملاتړ ټټر وهلی دی. پاکستان د افغان مرکزي حکومت په کمزورۍ او د هغه په وړاندې د دوښمنو ډلو په پیاوړتیا کې خپلې ګټې لیدلي، خو هندوستان بیا د مرکزي حکومت غښتلتوب غواړي او د هغه په وړاندې د مخالفو ډلو ملاتړ نه کوي.

افغانستان ته د ترهګرو له رااستلو سربېره، پنجاب د ډیورنډ کرښې پر بره غاړه په ګوشتې ولسوالۍ او د کونړ او نورستان پر ولایتونو په مسقیم پوځي تیري سره چې افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو د هغې په اړه ځان په ناګارو واچاوه، افغانستان اړ کړ چې له ناټو ټلوالې سربېره او د باندې هم د پخوانیو او نویو دوستانو په لټه کې شي او له دوی مرسته وغواړي. بلخوا د ولسمشر کرزي دا خبره چې ترهګر په پاکستان کې روزل کیږي او اډې يي هلته دي او هم هلته باید وټکول شي، خو ناټو په دې خبره په تېرو ۱۱ کلونو کې چندانې غوږونه، ونه ګرول او یا د امریکا او انګریز لخوا په یو اړخیزه توګه د پنجاب په ګټه د ډیورنډ کرښې د پيژندلو بیا بیا یادونه، بېله دې چې د افغان لوري د ګټو پروا وکړي، کرزی اړباسي چې د ځینو نورو تدبیرونو په لټه کې شي.

هند ته د افغانستان د ولسمشر کرزي روستی سفر چې د داسې تودو پېښو په بهیر کې ترسره کیږي، د زیات پاموړ ګڼل کیږي. ولسمشر کرزي چې هند کې دوه ورځې تم شو، هلته يي د هند له ولسمشر ښاغلي پرناب موکرجي او لومړي وزیر ښاغلي منمهن سینګ سره لیدلي او پر هغو مسایلو چې دواړو خواو ته د ارزښت وړ دي، غږیدلي دي.

د خدمتګار ورځپاڼې د خبر له مخې « يوه هندي ډپلوماټ له نومښودنې پرته رسنيو ته ويلي چې افغان ولسمشر له هندي لوري سره په خپله ليدنه كې د كابل او نوي ډهلي ترمنځ د تسليحاتي تړون پر لاسليك هم سلا مشورې كړې دي. نوموړي زياته كړې، نوى ډهلى په افغانستان كې د امنيت د تضمين لپاره له دغه هېواد سره هر ډول مرستو ته چمتو دى
دا په داسې حال كې ده چې افغان ولسمشرهندي لوري ته، د افغان ځواكونو د اړتيا وړ پوځي وسايلو لست هم سپارلى دى
.»

البته هند په اسیا کې لومړنی هیواد دی چې افغانستان ورسره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی او ددواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د خپل تاریخي ارزښت سره سره، د همدې تړون پرمحور راڅرخي.

د هند پنجاب ولایت په جلندرښارکې، کله چې ښاغلی پرناب موکرجي، ولسمشر کرزي ته، د لاولي پروفشنال پوهنتون لخوا ټاکل شوې د ویاړنې دوکتوره وړاندې کوله، کرزي خپلو خبرو کې وویل« هند د یوه دوست غوندې د افغان ځوانانو د ژوند په ښه والي کې ونډه اخیستې.هند د خپلو مالیه ورکوونکو له پيسو څخه دوه میلیارد ډالر، د افغانستان حالت د ښېګڼې لپاره لګولي دي». د دې ترڅنګ کرزي په صنعت، اقتصاد او نورو څانګو کې د هند د چټک پرمختګ یادونه کړې او هغه يي ستایلی دی.

د ولسمشر کرزي څرګندونو ته په اشارې، هند په سیمه کې له اقتصادي او فني ځواک سربېره لوی سیاسي او پوځي ځواک ګڼل کیږي. د هند دیموکراسي د سیمې هیوادو لپاره د یوې بېلګې پتوګه یادولای شو. خو له دې هرڅه سره سره، هند په راتلونکو کلونو کې زیاتې انرژۍ او ډاډمن بازار ته اړتیا لري. بلخوا افغانستان هم په سیمه کې ځانګړي جیو ایکونومیک او جیو ستراتیژیک ارزښت لري، منځنۍ اسیا له سویلي اسیا او دا دواړه بیا له منځني ختیځ سره نښلوي. افغانستان منځنۍ اسیا سره د هند په تړلو کې چې یو د بل د انرژۍ او بازار اړتیا پوره کوي د پیوستون د یوه دهلیز ځای خپلوي. افغانستان خپله هم د هند لپاره د ښه بازار او د بډایو کانونو په درلود، د پانګې اچونې لپاره ښه ځای ګڼل کېدای شي. خو له بده مرغه دواړه هیوادونه، د پاکستان په ګاونډیتوب کې چې د ترهګرو ځاله او په سیمه کې د کړکېچ او تاوترخوالي زیرمه ده، یادو موخو ته په رسیدو کې ستونزې لري. په دې لامل تر نورو خبرو مخکې، دواړه هیوادونو ته د سولې او امنیت مسله او د ترهګرو په وړاندې ګډه مبارزه لومړیتوب لري. په پوځي لحاظ د افغانستان پیاوړتیا او په سیمه کې د افغان پیاوړي مرکزي حکومت رامنځته کېدا، له ثبات سربېره د سیمې په هراړخیزه غوړیدا او پرمختیا کې مرسته کوي.

د پاکستان په روستیو ټاکنو کې د مسلم لیګ بریا چې د ای ایس ای او پوځیانو په ملاتړ ترلاسه شوه، په سیمه کې به کړکېچ او تاوتریخوالی نور هم زیات کړي. داسې ښکاري چې ای ایس ای او پوځیان به د نواز شریف د مسلم لیګ او توندلارو مذهبي ګوندونو ترشا دا ځل ترپخوا زیات ودریږي او د پاکستان دننه به د سوله پالو او دیموکراتو ځواکونو سربېره، د افغانستان او کشمیر په جبهو کې، خپل روستي بریدونه او یرغلونه پیل کړي.

د افغانستان په جبهه کې خو د پاکستان له ټولټاکنو سملاسې روسته، ټولې مذهبي مدرسي لکه عسکري بارکونه په یوه امر سره وتړل شوې او د مذهبي ملیشو جوپې د ډیورنډ پر بره غاړه د نهايی فتحې په موخه د روستیو ګوزارونو لپاره، راواستول شوې. د مۍ د ۲۴ برید چې ویل کیږي موخه يي کابل کې د هند سفارت و، په څو تېر ورځوکې د مسلم لیګ له بریا روسته، هند ته هم د پنجاب څرګند پیغام رسوي. داسې هم اوریدل کیږي، کېدای شی نوازشریف د کشمیر پر سر له هند سره تاوتریخوالي یوه مهال لپاره څنډې ته کړي او خپل زیات ځواکونه د افغانستان جبهې ته ولیږي، خو مسلم لیګ په ټاکنو کې له بریا روسته په کابل کې د هند له سفارت نیولې تر سلما بند او په افغانستان کې د هند د مرستو ټول تاسیسات په نښه کوي.

که پنجاب مهار نه شي، سیمه کې به د امنیت او هرراز پرمختګ مخه ډب کړي او سیمه به په مذهبي لیونتوب لا ولړي!

د ۲۰۱۳ کال د مۍ ۲۵ مه

سرلوڅ مرادزی