پوهاند دوکتورم.ا. زيار

اکسفورډ، مارچ ۲۰۱۳




د کابل جنگونه (۱۳۷۱-۱۳۷۵)

د جنرال سيدعبدالقدوس(( سيد))انکار نه منونکی

رښتينی انځور


((موږ افغانان له تېر تاريخه څه نه زده کوو او هماغه تېر له سره بيا بيا راپيلوو، نو له همدې لامله پرلپسې پر شا درومو او د پر مختگ مخه پخپله ډپوو))

په همدې موخه يو رښتينی هېوادپال سرتېری راولاړېږي،د ټوپک پرځای قلم په گوتوکې نيسي، او دکورنيو او بهرنيو جنگي جنايتکارانو د پرده پوښلو مخونو په بربنډولو سره د ملي تاريخ همغه تورترين څپرکی هو بهو دخپل غولولي او غمو لي افغان ولس مخې ته ږدي...


د جنرال سيد عبدالقدوس سيد ۳۸۷ مخيز کتاب پردوتنه دوې جوړې انځورونه هر لوستونکی وار له مخه پر دې بسيا کوي چې په پېنځکلنه تنظيمواکۍ ياد تنظيمواکانو په خپله نومونه تش په نامه ((ا سلامواکۍ))کې څه زړه بوږنوونکې ناخوالې او بخولې گرد هېواد او په ځانگړي ډول، پلازمېنې کابل او زرگونو زرگونو بېگناهو استوگنو گاللې او زغملې دي... اوهممهاله د اړوندو ملي- تاريخي يادگارونو دپخوانيو آرو بڼو او روستنيوکنډ والو پرتله هغه بېلندويه کرښه سترگوته نېغه رادروي چې دحق وباطل ترمنځ تېرېږي!


پر وړاندې يې درغلي انقلابي او جهادي قلموالو دا هڅه کړې چې دغه گرد نټه نه منونکي سترگوليدلي ناورينونه او ناتارونه د خپلو فرکسيوني او تنظيمي ډلو ټپلو د سپيناوي او د نورو دگرماوي په موخه مسخه کړي، د چاخبره((خپله درنه او دبل سپکه)) ووايي، او ورسره ورسره د جنگ و جهل و جنايت ځپلي افغان ولس د بيا بيا غولولو او د سيمې او نړۍ پر کچ ځنې د بېلابېلو بادارانو د خوشا لولو لپاره پنډ و پېړ کتابونه ورغوي او خپاره.کاندې.


ښايي، د ډېرو بې پلوه او ناپېيلو، په تېره ((پښتنو)) روښاندانوته دا هېښنده وبر ېښي چې څنگه د اخواني-ستمي او بيا((شمالي ټلوالې)) په آر ټاټوبي او منځۍ کې دې يو داسې سرتېری سر راهسک کړي چې د اړوندو جنگي جنايتکارانو له جنايتونو پرده پورته کاندې او داستاد الفت له وراشې سره سم ((نه ويل کېدونکي ليدلي)) په ټوله افغاني او څانگپوهيزه مېړانه او رښتينواله هوبهو وانځوري او هله يې د بې پلوه هېوادوالو او نړيوالو ورمند(قضاوت) ته وړاندې کړي.


هرگوره، د تش په نامه ((دېموکراتيک انقلاب)) او ((جهادي- اسلامي انقلاب)) په تړاو د پېيلو او ناپېيلوليکوالو څېړنوالو د خَرو خَرو ليکنو او بياپنډ پنډکتابونو له منځ منځه دا سې نيممخي انځورونه هم را چاڼلای شو چې ډېر ((ناويلي ليدلي)) پر خبرو راولي. لکه واخلې د ارواښادپوهندوی واسع قرار نېټه ليکونه او د استاد شهرت ننگيال يونليکونه، او دادی، د ټولو په سر سرکې يو بل انسان مين افغان جنرال سيد عبدالقدوس سيدلا بشپړ انځورونه چې په هراړخيز او يوځايي توگه يې پکې هغه گرد انساني ضد او افغاني ضدکړنې سپړلې او ډاگيزه کړې دي.


استادننگيال په هره توگه په يوڅه ارام تشيال کې خپل هغه کښلي او خپاره کړي، خو د استاد قرار خپل دا د اور و وينو په توپان کې راپيل کړي ول او هماغه توپان ترې له ژوند سره يوځای تالاترغۍ کړل..قرار د کابل د جنگونو په هماغو سختو غر غنډو کې ښکېل پاتې وو، هغه هم د لو مړيو مېکروريانو په خپل درې خونيز اپارتمان کې چې مېرمن يې له وړکۍ لور سره په ړومبيو شېبو کې هاغاړې مېکر وريا نو ته ورپورېوتې وه.


دی د دوستم- حکمتيار د ټوپکمارو له رارسېدو سره نور له کوره راوتای نه شو، ځکه د جبهې په لومړنۍ ليکه کې يې ټيکاو درلود. له مخامخ نه پرې د مسعود ټلوالې راورول او له شا او خوانه پرې دې بلې شپه او ورځ يوه کړې وه. په تېره دوستميان چې نه يې د چا پر سرومال اړي کوله او نه دچا پر ننگ و ناموس.

(قهرافغان، رحم وزبک) متل خو يې لا وار له مخه په څو کلنو جنگونو جنايتونو کې پر زباد رسولی وو او د((گلم جم)) نوم يې لاڅه کړې، څه کړې!


پوهندوی قرار د وره پر وره گاونډي مشر تاريخپوه استادپوهاند حسن ضمير ساپي په هڅونه او لارښوونه په هماغه ناورين و ناتارکې قلم و کاغذ راخېستي ول،.هم يې د کړکۍ له لارې چاودنې او دکانکرېټي اپارتمانونو ړنگېدنې د ښکېلو بلهاريانو له چغو او ژړاوو انگولاوو او نارو سورو سره سيده پر سيده يادښتولې او هم يې د ترانزېستور او تېلېفون له لارې ترلاسه کړي لومړی لاس خبرونه او گوزارشونه را خوندي کول.


همداچې گلم جمان يې پر رڼا ورځ د نورو استوگنو په لړکې پرکورورننوتل اود ما شينگڼوخولې يې ورواړولې، همدومره يې وکړای شول،له درست هست و نېسته ترې هماغه ډک کړي کاغذ ونه په ډېرو زاريو جگيو راوژغوري او ترپېښو ره يې راورسوي. هغه يې لکه سوی لاس له ځان سره گرځول راگرځول، خو له دې يې څه باگه چې له بيرته تگ سره يې له مرگه پاتې کېږي.


له دې خبرسره سم يې چې جنگونه دخونړي مسعود پر بري يوڅه ساړه شوي، مخ پر کابل ترپلل، هغه هم په دې اسره چې نور ليد لي اورېدلي پرې ورزيات کاندې. دا چې پر زياتونو او بشپړونويې څومره بريالی شوی يانه، خو ميا شت دوې روسته يې همدو مره پته ولگېده چې اجل نيولی په خپلې ورکې پسې پوهنتون ته تللی او د بترين ((چنگېزي)) بربريت بلهاري شوی دی!


دارواښاد پوهندوی واسع قرار نېټه ليکونه په خپله برخه کې هغه کمپېښې لاسوندونه ول چې د پېنځکلنو جنگونو او جنايتونو ليکوال پسې سترگې کچکول کړې چې که يې ترگوتوکړای شي او په دويم را پيل کړي ټوک کې يې راونغاړي. ما هم ورسره ټينگه ژمنه کړې چې گوندې کابل ته په نژدې پتېيلي يانه (سفرکې) د ارواښاد تاريخپوه د کوم ژوندي پاتې کورني غړي پته ولگو لای شم او ورسره ورسره د هغې گرا نبيې پاتمړې څرک ورواېستای شم!


هسې خو، که خدای مکړه، د هڅاند او ريالېست ليکوال جنرال سيد هغه نېټه ليکونه پر لاس هم ور نه شي اود دويم ټوک په ښه ترا بشپړتياکې ځنې هم کار وانه خلي او يايې گړسره بشپړ هم نه شي کړای، په همدغه لومړی ټوک کې يې دومره څه را نغښتي چې کولای شي، نه يوازې پر هېوادني، بلکې پرجهاني کچ د بترينو بشر ضد جنگي جنايتونو د يوه نټه نه منونکي لاسوند په توگه د بشري رښتو د ټو لو سازمانونو د پام و غور وړ وگرځوي او ترسره کوونکي يې د هاگ محکمې ته وروکاږي.

.

مېړني جنرال په ټوله څانگيزه سياسي او پوځي پوهه څه پخپله او څه او د بلهارو کورنيو د پاتوړو او نورو بې پرې عيني شاهدانو سترگوليدلي او قلم ليکلي او ورسره ورسره پر لاس ورغلي باوري اخځونه او لاسوندونه په دومره ځيرتيا(دقت) تر ځير نې او شننې لاندې نيولي چې له پارسي پرته يو نيم پښتو ياوزبکي خبره (نقل قول) هماغه آره ژبنۍ بڼه هو بهو راخېستې. د بېلگې په توگه، کله چې د دو کتور نجيب پلوي(اتل جبار هېلمندي) تر بولۍ لاندې)کوم سرتېری په زړومېکرو ريانوکې د شپې ناوخته د يوه چا ور ټکوي او د خپل ملگرې د ټپ پانسمانولو لپاره ترې لاټين ترلاسه کوي، نو (کور مو ودان) يي همداسې را يادښتوي (۱۹۴).



ليکنی سبک و سټايل يې په ټوله ماناد يوې کره- ادبي پارسي، په بله وينا،دري-پارسي آرومعيار ښکارندويي کوي او ورسره ورسره يې دا هڅه کړې، زهرژلي ترخې رښتياوې(واقعيتونه)، لکه د شاتو شودو هومره په زړه راکښونکې خوږه ژبه وړاندې کړي او مينه والو ته يې د لوستنې او سهنې جوگه کاندې؛ له بده مرغه پر وړاندې يې زموږ پښتو تراوسه ((يوې-کره ليکنۍ)) بڼې ته لوړتيا نه ده موندلې، پاتې لا يوه ادبي سبک و سټايل ته.

د(( نبي اله)) او ((گلشېرې)) د مينې او وينې يو ژوندی تراژيکې پېښې ته يې يوه داسې ولوليزه (عاطفي) او رومانتيکه داستاني بڼه ورکړې چې ډېر بې توپيره هېواد وال يې هم لوستنې ته راڅکوي. ټوليز مينه ال خو په هره توگه دومره تر اغېز لاندې راولي چې ديوې اوږدې شېبې لپاره دکابل ښاراو ښاريانو زړه ويلوو نکې تراژېدۍ ځنې له ياده وباسي او ورسره يوه ارامه غوندې ساواخلي.

ددغې پېښې او کيسې لنډيز په دې څو کرښو کې رانغښتلای شو:

دا پېښه د (ده افغانانو) په هغه ارته بيرته اډه کې رامنځته شوې چې يوه ډېره گڼمېشتې سيمه( (خيرخانه مېنه) او شاوخوا د کابل ښار له منځۍ سره تړي، څه تر واکمنۍ له مخه او څه د واک و ځواک، په نورو ټکو، دنيواک و بلوساک (اشغال و تجاوز) پر مهال، په تېره په پېنځکلنو تنظيمي جنگونو کې د جه ادي جگړه مارو او جتايکارانو له سختو خونړيو وژنځايونو څخه بلل کېده.

لمرپرېواته مهال نبي اله د حربي پوهنتون د درېيم کال زده کړيال د سوونو نورو په څېر ټاکلي سپرلۍ گاډي ته سترگې پرلار ولاړدی. څوگامه وړاندې يې يوې دنگې نيم مخپټې نجلۍ ته پام وراو ښتی چې دا هم د اړوند گاډي په تمه لره بره کېږي او کوم يو چې راهم شي، له ډېر بيروبار او ټېل ماټېله نژدې ورتلای نه شي. ځکه د توغنديو له وېرې هر څوک غواړي، ژر تر ژره په هره خوارۍ او الاکۍ چې وي، له هغه ځايه پښې سپکې کړي... .

نبي ته، بلاتشبيه لکه وحې راغلې وي، له پورته کتو سره يوه برېښناوزمه پړک سترگې ور برېښوي ، بې واره يې هغې نجلۍ ته وردانگي او له ځان سره يې پر ځمکه راغورځوي، ياپه پوځي نومونه ورسره((پروت)) کوي. هغه چې له بوږنوړي اکر بکره را پرسد شوه، سترگې يې پر نبي ونښتې او په يوه سايې ځنې څوځله خپله مننه راغبرگه کړه.



نبي چې له ځمکې را پورته کړه، گوري چې پر څټ يې کومه سرخنده چره لگېدلې اوسره وينه ترې راڅاڅي، هغه په څپوڼي ور بندوي او په ټکسي کې يې تر څلور سوه بستر (داودخان) پوځي روغتونه ر سوي...

د درملنې ورځ دوه دواړو دا کابو تر لاسه کړه چې خپله راتلونکې سره شريکه کاندې، خو له بده مرغه، برخليک دومره کابو ورنه کړه چې هغه مينه وړي تړون يې تر کوژدې او واده ورسي.

د نبي مېړانه او راتلونکې افسري د اور و وينو د استازيو پر زړونو نه ځايېږي، سينه ور څېروي او گلشېره هم د تل لپاره ژوندۍ ژړانده ځانته ارمانژلې پرېږدي... ( جنگ های کابل، ۲۰۰- ۲۱۰ مخ).

له گران او هڅاند شاعر او ليکوال عنايت پويان څخه ډېر منندويه يو چې له څه مهال راهيسې د جنرال سيد صاحب دکمساری اثر بشپړې پښتو ژباړې ته اوږه ورکړې ده. گوندې ورپېښه ناروغي ورته دومره کابو ورکړي چې تر سره يې ورسوي او د لروبرو پښتنو د لوست جوگه کولو سره يې د مينه والو کړۍ لاپسې وروغځوي.

د دواړو درنو فرهنگي سټو د بري او نېکمرغۍ په هيله!