د جګړې نوي لوبغاړي او د افغانستان زوړ لوبغالی!

خبره د سلواغې د ۲۶ مې ده، له افغانستانه د پخواني شوروي پوځیانو د وتون د ورځې!

مجاهدین وايي، شورویان له افغانستانه دوی وویستل، نو ځکه يي سږکال د روزګان ولایت کې د سلواغې ۲۶ مه، د مجاهدینو د فتحې ورځ اعلان کړه.

د افغانستان د وطن ګوند وايی، شورویان له افغانستانه د ژنیو تړون له مخې چې د یوه اړخ لاسلیک کوونکی يي هغه مهال د ارواښاد ډاکټر نجیب الله په مشرۍ د افغانستان جمهوري دولت و، وویستل شول. دوی وايي د سلواغې ۲۶ مه، لومړی د افغانستان د جمهوري دولت لخوا، د هیواد د ژغورنې ورځ په نوم ونومول شوه او په دې تړاو د هغه وخت د شوروي چارواکو دوښمني هم د دوی پرغاړه ده.

خو پنجاب بیا وايي، که د ای ایس ای د فقید مشر اختر عبدالرحمان استخباراتي پوختیا، د پنجاب ملي ګټو ته د هغه ژمنتیا او د پخواني دیکتاتور ضیاالحق پوځي دوکتورین او توره نه وايي، د پاکستان په پارلمان کې د نواز شریف په وینا د افغانستان اردو او پوځ چا نه شو ماتولای او د کابل په پل خشتې جومات کې د ضیاالحق زوی اعجازالحق، د مجددي په امامت د شکرګزارۍ لمونځ نه شو اداکولای!

عربي شیخان بیا دعوه کوي د دوی د چندو، اعانو او پیسو زور و چې د شوروي پوځ يي د افغانستان په بانډو اوکلیو کې په ګونډو کړ او د سلواغې په ۲۶ مه يي له افغانستانه ویستلو ته اړویست!

امریکا او لویدیځ خو نه یوازې د ژنیو تړون د لاسلیک چې د هغه پر بنسټ شورویان د سلواغې په ۲۶ مه وتلو ته ژمن شول، څارونکي وو، بلکې د افغانستان د جګړې د تنظیم ټوله دعوه په یوازې سر د ځان ګڼي. د دوی دا خبره که په سلو کې سل ریښتیا نه وي، خو په ریښتیاینه کې يي۹۰ ، له سلو کمه نه شو ګڼلای!

دا ټولې ادعاوې هغه ولسې کیسې ته ورته پاتیږي چې د ملک پاچا ته ډیرو ادعا کوله او لاپې يي وهلې چې په پلازمېنه حمله کوونکی ښامار دوی وژلی دی!

۲۴ کاله مخکې د سلواغې ۲۶ مه، لکه نن د افغانستان د بلې هرې ستونزې او شخړې پشان په ملي ، سیمه یزه او نړیواله کچه څو اړخیزه، پیچلې او د بېلابېلو مدعیانو ترمنځ ناندریزه پاتیږي!

دوی هریو له خپل لیدلوري او په پای کې د خپلو ځانګړو ګټو له مخې، ددې ورځې یادونه او لمانځنه کوي، خو له دې ورځې روسته دوی ټولو، نه د افغانانو د ملي سراسري ګټو او نه له بحران څخه د افغانستان د دایمي او تلپاتې نجات په اړه فکر وکړ او نه يي له مخکې اغیزمن تدبیرونه ونیوی شول !

پوښتنه دا ده، ایا د سلواغې په ۲۶ مه له افغانستانه د روسانو په وتلو سره ریښتیا افغانستان کې جګړه پایته ورسیده؟

بېلا بېل لوري او ځواکونه چې ددې ورځې د فتحې په لاپو له خولې ځګونه غورځوي، ایا دوی له دې ورځې روسته، افغانستان وژغوره؟

کابلښار د افغانستان پلازمېنه، له دې ورځې درې کاله روسته په ۱۹۹۲ کې د تنظیمي جګړه مارو او درواغجنو مجاهدینو په لاس چې نن په سپین سترګۍ او بېشرمۍ د سلواغې د ۲۶ مې په یادونه خپل کومي څیروي، بشپړ ړنګ او په کنډواله بدل شو! د افغانانو د بېلابېلو قومونو سرونو کې میخونه ټک وهل شول او د مړو نڅاوې نندارې ته کیښودل شوې! په هیواد کې د زرګونو شهیدانو سربېره، یوازې۷۰ زره کابلیان عام قتل شول او د افغاني میندو او نجونو پت او ناموس د کابل او هیواد په لارو او کوڅوکې د پنجاب او قم څخه د صادرشویو همدې مجاهدینو په لاس چور او تالان شو.

پېښو ته په کتو او د تېر تاریخ څېړنه، موږ ته رازده کوي چې د سلواغې له ۲۶ مې روسته هم، په ټول بهیرکې افغانستان لکه د فوټبال لوبغالی، د جګړې د لوبې ډګر پاتې شوی او په دې لوبغالي کې یوازې لوبغاړي بدل رابدل شوي دي.

د افغانستان ریښتیانۍ ژغورنې ته اوس هم اوږده لار مخکې پرته ده او د نجات ریښتینی جشن لا نورو سرښندنو او قربانیو ته اړتیا لري.

د افغانستان جګړه، د سوړجنګ د روستۍ پوړۍ د خونړي ټکر پایله وه چې اصلي لوبغاړي يي CIA او K.G.B وه، خو د جګړې سنګر افغانستان و. افغانان په ټوله کې ددې جګړې سونتوکي وو!

افغانان لا تراوسه ددې جګړې ټپونه ګنډي او د شفا لپاره اوږدې درملنې او هوساینې ته اړتیا لري.

نن هم افغانستان د پردۍ جګړې ډګر دی. نننۍ جګړه هم په هیڅ شان د ملي ګټو پر محور د افغانانو خپله جګړه نه ده. افغانان داسې ملي ګټې نه لري چې د هغو د لاس ته راوړنې لپاره دې ټوله نړۍ افغانستان ته اشر کړي او خپل هیواد دې د سیمه یزو او نړیوالو متضادو او دوښمنو ځواکونو ترمنځ د جګړې ډګر وګرځوي.

دا ځل بیا هم یوخوا CIA او بلخوا د القاعدې او ترهګرو په ملاتړ ISI ، جګړه په افغانستان او د ډیورنډکرښې په کوزه غاړه د پښتنو پر سیمه، مخې ته بیايي. دلته د پخوا پشان په مونډیزه توګه، پردیان، د خپلو ګټو لپاره د افغانستان له مورچله جنګیږي او که افغانان هم په جګړه ورګډ دی، دوی دا جګړه په ټوله کې د خپلو ملي ګټو په غوښتنه نه، بلکې د تپل شوې جګړې په بڼه مخې ته وړي.

د افغانستان په میدان، بیا هم پنجاب په دې جګړه کې وتلی ځای او لویه ونډه لري. توپیر دا دی چې تېرځل پنجاب، د لویدیځ او امریکا سره په ګډه د افغانستان په مورچل د امریکا د مخالفینو او دوښمانانو په وړاندې جنګیده او له دې لارې يي له امریکا او لویدیځوالو ګټه او شوکه کوله، خو اوس پنجاب د القاعده، ترهګرو او نورو هیوادو د استخباراتو په ملتیا او له دوی څخه په شوکه، امریکا او لویدیځ سره له همدې سنګره جنګیږي. په دواړو جګړو کې اسلام، د پنجاب ايډیالوژیکه توښه او وسله وه، هیوادونه بیا وسیله، افغانستان او پښتونخوا د جګړې ډګر او موخه وه.

څنګه چې څرګنده ده هم د سړي جګړې په مهال او هم نن، د افغانستان او سیمې د شخړو او جګړو مرکز او زړی په پنجاب کې دی، خو تر اوسه پورې په ټولو حالاتو کې د پنجاب مورچل ، روغ رمټ پاتې دی. دا مورچل نه شوروي فتح کړ چې د خپلې پولې په سویل يي جګړه د همدې موخې لپاره پیل کړې وه، نه افغانانو فتح کړ چې د ۶۰ کلونو تاریخي لانجه او ستونزه ورسره لري او نه د امریکا متحده ایالاتو چې د هغه هیواد نړیوال سوداګریز برجونه يي د اسلام اباد له ایبټ اباد څخه د بن لادین په مټ وویشتل !

دا چې پنجاب هرځل ځانته حق ورکوي، د بشریت او تاریخ په کچه، د نړۍ او سیمې څخه د منځنیو پیړیو تیاره ځواکونه راټول او د افغانستان په وړاندې جبهه جوړه کړي او وجنګیږي، افغانستان ولې حق ونه لري، د لویدیځ له دیموکراسۍ سره، د پنجاب او د هغه د تیارو ملګرو په وړاندې، پراخ غورځنګ جوړ نه کړي.

ترڅو چې د پنجاب مورچل فتح نه شي، نه به افغانستان کې جګړه پایته ورسیږي او نه به سیمه د سولې او ارامۍ سا واخلي!

د ملي ورځو یاد او لمانځنه د افغانانو ملي دود او د ویاړنې وړ دی، خو د مهمو پېښو په اړه باید ولس ته تل ریښتینی انځور وړاندې شي!

د ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ ۱۵ مه

سرلوڅ مرادزی