د لوی خدای په نامه



د وطن ګوند د بیا رغاونې د انسجام کومېټې اعلامیه

جرمني9.12.2012نېټه:

ملګریو، دوستانو او د وطن ګوند غړیو او فعالینو،

د وطن ګوند د بیا رغاونې د انسجام کومېټې د « د وطن ګوند غړیو د يووالي د موقتي تشکیلاتو، د ګوند د کنګرې جوړولو د چارو اروپایی کومېسیون او په هېواد کې د ننه د وطن ګوند غړیو د یووالي کومېسيون» ټولې چارې او تګلوري په ځانګړې توګه د هېواد د سرلوړي شهید دکتور نجیب الله د شهادت د شپاړسم تلین تر درناوي را وروسته په بشپړ ځير څارلي او خورا خواشينې ده چې د نجیب الله د لارې، فکر او نظریو غوښتونکیو څرنګه ونکړای شول او یا يې ونه غوښتل چې د وطن ګوند د بیارغونې لپاره ګډ پوهاوي ته ورسېږي. هغه ګوند چې د افغانستان په شخړو کې د بهرنیو ورګډو شبکو د لاسوهنو او ورسره د کورنۍ پېنځمې کرښې دهمکارۍ په پای کې ړنګ شو.

اوسمهال، د وطن ګوند د ځينو کادرو ځان خوښي او ځان غټاوی او د وطن ګوند د کنګرې جوړولو او دولتي محکمو ته د نیاو غوښتنې تر نامه لاندې د يوشمېر مخکښو ارورترور او بې پایلې منډې، ترړې په ګوند کې د کړکېچ بنسټيز لاملونه دي. د انسجام کومېټه د دواړو لوریو دغه خپلسري کړنې جدي انتقادوي او د داسې هڅو د پای کلکه غوښتنه کوي.

موږ په ګوند کې د بېلتونپالنې ډېر ترخه خوندونه وڅکل، خو له بده مرغه لا تر اوسه هم د وطن ګوند ځينو کادرو له دغو ګډوډیو سمه زده کړه ونکړه او لا يې هم د ګوند په روانو چارو کې له ځان غټ ګڼلو لاس وانه خیست.

څه وشول چې د یوې لارې او يوه مشر هغه غوښتونکي چې يوه موده ملګری او همکاران ول، نن په ټوليزو رسنیو کې سره مخامخ شوي او لګیا دي داسې يو بل تلي او لومه ورته ږدي لکه کلونه يې چې له بېلو مورچلو په خپلو منځوکې په مردکيو سره ويشتي وي، خو له دې ناخبره دي چې د وطن ګوند مخالفین پر دواړو اړخو ملنډې وهي.

درنو ملګریو او دوستانو،

موږ باید خپلمنځي واټنونه پرېږدو او پر ځای يې د ستونځو د هواري لپاره د اسانۍ او سولې لار ونيسو؛ کنه د ګوند د ځينو کادرو ناوړه سیالۍ د ګوند د غړیو « د ملې پخلاینې پلویانو» پر اوږو هغه خورا دروند پېټی دی چې د ګوند ماته ملا لا پسې ماتوي. د داسې جګ الوت تاريخي مسوولیت به پرهغه چا وي چې د وطن ګوند غړي يې په اوسني ترینګلي ګوندي ـ سیاسي ژوند کې د خپلو ناوړه کړنو له ترخو پایلو سره مخامخ کړي دي.

دوی باید وپوهېږي چې د داسې بې اټکله چارو اوږدول د وطن ګوند اتوريتې ته سخت تاوان ور اړوي او دوستان به يې يو تر بله بېل کړي.

د انسجام کومېټه د دواړو خواوو دغه راز ناسم چلن چې يو بل ته په رسنیو کې سپکې سپورې وايي او يو پر بل تورونه او درواغ تړي، په کلکه غندي او په درناوي ترې غواړي چې د دې اعلاميې تر خپرېدلو وروسته له ګړنیو او ليکنیو دوښمنيو لاس واخلي او د يوه بل پر وړاندې هر راز بدې څرګندونې ودروي. ځکه چې د وطن ګوند غړي« د ملي پخلاینې پلویان» به نور هېڅوک او هېڅ لوری دغه ډول ناروغو سیالیو ته پرې نه ږدي.

موږ چمتو يو چې ژرترژره يوې مخامخ ناستې يا پالټاکي غونډې ته لار هواره کړو او له دواړو خواوو غواړو چې په دغه رغنده غونډه کې د ګډون لپاره خپل کره استازي د وطن ګوند برېښلیک ته ور وپېژني.

موږ پوره باور کوو چې زموږ دوستان دغه عقل او منطقي فکر لري چې هر ډول ستونځې په ملګریز چاپېريال کې د ګوند د يووالي د ټينګښت او د افغانستان خلکو ته د خدمت په هيله د وطن ګوند د تګلارې په چوکاټ کې هواروي.

پداسې زړورو کړنو او ځان تېرېدنه د وطن ګوند راتلونکې لار د نجيب الله له هېواد پالو ارمانو سره سمه پرانيستلای شو.

بریالی دې وي د وطن ګوند يووالی او تړون

مخ پر وړاندې د وطن ګوند د بیارغاونې پر لوري

ځلاند دې وي د نجیب الله یاد

یادونه: د وطن ګوند د غړیو« د ملي پخلاينې پلویانو» لخوا د دې اعلاميې هراړخيز ملاتړ به د وطن ګوند کرښه پر سم لوري بوځي.

ومن الله توفیق