ډیورنډ کرښه او څرګند دریځونه

ملي دولتونه او د ټولنې مختاز روڼ اندې چې د ملت او هیواد ملي ګټو او ارزښتونو ته ژمن وي، هڅه کوي چې د ملي موخو په پيژند او هغو ته په لاسرسي کې خپلو ولسونو ته تل ریښتیا ووايي ، پرتې ستونزې له ولس پټې نه کړي او د عمومي ویښتیا په مټ او د ولس په ملاتړ د هغو په حل کې رامخته شي. د ملي موخو په وخت او په ځای نه وړاندې کول ، له ملي چارو څنګځن تیریدل او د هغو لپاره د ولسونو نه سمبالول، نه یوازې دا چې د ولسونو ، دولت او روڼ اندو ترمنځ د واټن لامل ګرځي بلکې ټولنه، داسې موخو ته له رسیدو، راستنوي !

که دولتوال، سیاستوال او د ټولنې په څه پوه کسان، د ملي ګټو په وړاندې روښانه دریځ ونه لري او ولس ته په شف شف، نیمګړې او تړتړۍ ژبه لګیا وي او یا ډارن او پریوتی دریځ ولري، داسې حالت بې له دې چې د ملي ګټو د مخالفینو او د دوښمنانو په ژرنده اوبه ورسمې کړي، په ملي کچه نه شي کولای کومه بریا او لاس ته راوړنه ولري .

د ډیورنډ تپلې کرښه او په تیرو ۱۱۹ کلونو کې د هغې پر محور پرتې ناحله ستونزې، که څوک غواړي یا نه ، نن مهال د ملي اجندا په غیږګړه کې رامخته شوي او له مزمن حالت څخه په ورځنۍ توده موضوع بدلې شویدي!

همداراز په دې اړه د امریکايي لوړپوړو چارواکو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت روستیو څرګندونو او د هغو په وړاندې د افغان دولت او د لرو پښتنو د مشرانو دریځ چې د رسنیو په مټ، ټول پرې خبر یوو، د ډیورنډ د تپلې کرښې لانجه ، د ملي مسایلو په سر کې ځای پرځای کړې ده .

بلخوا د لروبرو افغانانو بیلا بیلو اندپالوهم په دې تړاو خپل دریځونه څرګند کړي او دغبرګونونو لړۍ لا دوام لري .

دغې وضعې ته په پام د ډیورنډکرښې په اړه زما روستۍ دوه لیکنې د ښاغلي عبدالحکیم سامع په نوم چې ورسره مخکینی پیژندګلو نه لرم د پاموړګرځیدلي او د هغو په اړه يي تبصرې او نیوکې کړي دي. زه پخپلو لیکنو ریښتیني نقد ته په درنه سترګه ګورم او که پرځای وي مننه يي هم کوم .

لومړۍ لیکنه کې ښاغلي لیکونکي یوازې د « روستۍ او پراختیا » په دوه کلمو نیوکه درلوده. د« ډیورندکرښه او روستۍ پراختیاوې ــ دوهمه برخه » په سرلیک ، ما د نوموړي په نیوکه څرګندونه کړي او ښايي د نوموړي قناعت يي ترګوتو کړی وي . ځکه که د نوموړي لیکونکي قناعت نه وای حاصل شوی، واوا زما په ځان ،خبره به نوره هم ما ته ګرانه شوی او جزا به مې سخته شوی وای !

بل پلو د لومړۍ لیکنې پر متن نه یوازې داچې نوموړي لیکونکي نیوکه نه وه کړي بلکې ماته يي شاباس قدرې هم لیکلي وو. خو خپله دوهمه لیکنه کې يي بیا خپل لورلی شاباس هم بیرته اخیستی او پر بل ځای او نورو خلکو ډک زړه يي هم پرما ، تش کړی دی !

په لومړۍ لیکنه يي په پښتو راسره خبرې کولې، تقریبآ دواړه سره خواږه روان وو.

خو په دوهمه لیکنه کې يي پښتو پریښوده ! او د مړې خیټې پاړسو يي راسره پیل کړه .

دده په لومړۍ لیکنه کې پوه شوی وم، چې د اشنا پښتو زده نه ده ، که څه هم په دې ژبه يي د پنځوس کلونو د لیکنو ادعا کړی وه . خراړې او له یوه ګوزاره لاړې ! د روستۍ او پراختیا کلمو په وضاحت سره ، لیکونکي بیخي د پښتو میدان پریښود او اوس به راسره په پاړسو شخړه مخې ته بیايي !

هسې خلک پښتو تورنوي چې د کنځلو ژبه ده ، په لومړۍ لیکنه کې ،خو نوموړي لیکونکي په پښتوژبه زه ونازولم او بده خبره له سره وه نه، شخړه خو په دوهمه لیکنه کې چې په پاړسو لیکل شوې، راشروع شوه .

ایا د ډیورنډکرښې ماتول او د بشپړ افغانستان ګټل به په پښتو کوو او که هلته به هم پښتو پریږدو؟

پنجابي سره به په پښتو غیږ نیسو او خپل حق به ترې غواړو، که نه هلته به هم پښتو ته شا اړوو ؟

ایا له پښتو پرته له مخالف او دوښمن میدان ګټلای شو ؟

د ښاغلي لیکونکي د دوهمي لیکني په ځواب کې به، که څه هم هغه به په پاړسو منتظر وي ،خو زه خوارکی چا ته پښتو نه شم پریښودلای او ناچار به داسې کسانو ته هم په پښتو ټینګ دریږم !

ښاغلی لیکونکي زما پر وړاندې د دعوې اقامه په دې جملو پيل کړې « اقای سرلوڅ مرادزی در قسمت دوم مقاله خویش تحت عنوان « دیورنډکرښه او روستۍ پراختیاوې » متصل به شعارها و ادعاهای قبلی چنان احکامی در لابلای کلمات وتخیلات ... دور از حقیقت .... به این تخیل وتصور که احتمالآ ناشی از « خواب غفلت » ایشان خواهد بود راه قبول رابرای واقعیت بینان، باز نخواهد نمود ».

زما د لیکنې ددې جملې په اړه « د سړې جګړې د مهال پشان، نن هم ډیورند کرښه د سیمې او نړیوالو سترو پیښو په برخلیک او پایله کې وتلی ځای لري ښاغلي لیکونکی په غصه شوی او ادعا کوي چې ګوندې ما د کومې بېلګې له وړاندې کولو پرته، داسې عام حکم کړی، نو په بدل کې يي رالیکي « از چنین جمله عام و ادعای ذهنی شخص وی در قدم اول میتوان یک « شعار » بې اساس درک نمود. حال خواننده خوب تعمق نماید که چه مفهوم ونتایجي از ان استخراج نموده میتواند. اقلآ یک نومونه معین بعنوان مثال از « ... د سیمي او نړیوالو سترو پېښو » بخاطر تمرکز فکري ذکر نکرده اند ،»

خو د مقالې لیکونکی ورپسې پرله پسې جملې چې نوموړی حکم راسپړي او نسبتآ په تفصیل هغه بیانوي، له یاده باسي او یا هغه نه لولې او يايي په پښتو متن نه پوهیږي او پرما بېځایه په قاریږي. هلته داسې زیاتیږي « د شلمې پیړۍ په روستیو کې، د پخواني شوروي په مشرۍ د دولتي سوسیالیزم او د معاصرکاپيټالیزم برخلیک، په یوې یا بلې بڼې له دې کرښې رنګ واخیست. یوخوا، د ډیورنډ کرښې په کوزه غاړه د پنجاب پر مرکزیت، مذهبي توندلارو او ترهګرو او په عربي نړۍ کې لویديځ پلوه هیوادو اوپانګوالې نړۍ ، پرکابل د تیري لپاره سنګر ونیو او بلخوا ددې کرښې پر بره غاړه کابل اړ وو، د ځان د دفاع لپاره د پخواني شوروي او ځینو نورو هیوادو په ملاتړ ډده ولګوي . په دغه ټوله موده کې د نړیوالو مخالفو او متضادو ځواکونو شخړه او ټکر د ډیورنډ کرښې پر محور راڅرخیده او د کرښې دواړه غاړو ته پراته ولسونه بې له دې چې د دوی ملي ګټې پکې وي، ددې نړیوال ټکر او غوبل قرباني وو ! »

ایا پورته پراګراف او په هغې کې د جملو ټولګه، بېلا بېلې نمونې اوبېلګې نه دي! که نیوکګرلیکونکی دا بېلګې نه بولي، بیا خپله یوه بېلګه ولې نه وړاندې کوي ؟

د نقد کوونکی پورته بې ځایه حکم له ورایه څرګندوي چې نوموړی یا زما د لیکنې دا برخه نه ده لوستی او یا هغه په پښتو نه پوهیږي او له متن څخه پوره اخیستنه نه شي کولای . نوموړي داسې تېروتنه بل ځای هم په لا وضاحت کړې ده. د « ډیورڼډ کرښه او روستۍ پراختیاوې » په لومړۍ مقاله کې نوموړی وایی چې د لیکنې له متن سره اختلاف نه لري، خو پخپله تازه لیکنه کې بیا وايي چې هلته « در نوشته اولی ایشان تاحدي متعجب شدم .... اینجانب قابل تبصره ندانستم » دلته هم نوموړی د مقالې په متن نه دی پوه شوی او هغه يي تایید کړی او یايي په اصطلاح نالوستی لاسلیک کړی او روسته يي بیا همغه متن غندلی چې نه یوازې له پښتوژبې سره د لیکونکی نا اشنايي ښۍ بلکې د هغه د ماڼیجن روانې حال څخه هم خبرې لري !

نیوکګر لیکونکي د پاکستان د خبریال حمید میر او د پښتونخوا د والي سید مسعود کوثر له خولې زما راوړې بېلګې هم خپله تازه لیکنه کې ناسمې او بې ربطه منعکس کړی او پر هغو چې ما کومه تبصره کړې اویا ما د کومې موخې لپاره راوړې دي، لیکونکی پرهغو بیخي پوه شوی نه دی او پر هغو يي هسې هوايي ډزې کړي دي ! پنجاب په مدرسو او نورو روزنغالو کې ترهګر چې حمید میر او د پښتونخوا والي هغو ته اشاره کړې، ددې لپاره روزي چې افغانستان کمزوری وساتی ، ترڅو د ډیورنډکرښې او د خپلې خاورې د بیا غوښتنې وس ونه لري . ایا ښاغلی سامع په دې نه پوهیږي او که ځان پخپله خوښه د ناګارو په کوڅه سموي !

نیوکګر لیکونکی بل ځای زیاتوي « اما در ان نوشته ونوشته های دیګر شان، یک نوع تمایل که بیشتر بر مناطق « پښتونخوا » متمرکز است، احساس میګردد »

له پورته څرګندونې داسې ښکاري، چې زما همدا احساس د ښاغلي سامع نه خوښیږي، نو ځکه يي زه د همدې احساس په لامل تر خپلو نیوکو لاندې نیولی یم . خو زه ورته وایم :

زه خوشحال کمزوری نه یم چې به ډار کړم

په ښکاره نارې وهم چې خوله يي راکړه

هو زه هم د هغو کسانو په ډله کې راځم چې اباسین پورې خاوره د افغانستان خاوره بولم . ډیورڼډتپلې او استعماري کرښه په رسمیت، نه پېژنم او زما اروا ، عمر او ژوند ددې مسلې سره تړلی او لوبیدلی پاتې شوی دی .

ارواښاد عبدالرحمان پژواک وايي « من شخصآ در مورد پښتونستان عقیده مستقل داشتم وان اینکه این خاک ( پښتونستان ) حق حق مسلم مردم افغانستان وجز لاینفک خاک افغانستان است و افغانستان باید موقف الحاق انرا اتخاذ نماید ، افغان ــ جرمن بریښناپاڼه »

« د ويښ ځوانانو غورځنګ روان کال د نومبر په ۱۷ د کابل پښتونستان واټ کې څه د پاسه زرو غړيو په لاريون کې د ډيورنډ نه منو ، مرګ په پاکيستان او د ژوند ژوند لوی افغانستان شعارونه ورکول او ملي بيرغونه يي رپول.

د دوی په پريکړه ليک کې راغلي چې موږ له پولې هاخوا افغانان خپل وروڼه هيوادوال بولو او د پاکيستاني ښکيلاک لاندې افغان سيمو ته محکوم افغانستان وايوو. له پولې ها خوا افغان ولس زموږ نه بيلېدونکې هډ دی او موږ ېې رايوځای کېدل خپل تاريخې مسووليت ګڼو. بې بې سي »

ډیری افغانان که لر دی او که بر، همدغسې نظر لري. که نن یونس فرید ، پرون سید قاسم ریښتیا او یا دوی ته ورته کسان او یا ددوی په لاړو لانده لیکوالان او سیاستوال وغواړي خپله خاوره پنجاب ته وبخښي ، دا ارمان به ګورته یوسي !

ټول پښتون له کندهاره تر اټکه

سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار

خوشحال بابا

البته دلته د دوه خبرو بیلول پکار دي . یو د خپل حق پیژندل او په څرګنده بیان او د هغه په اړه غوڅ دریځ او دوهم د خپل حق د غوښتلو لارې ، امکانات او وسایل .

یو شمیر افغانان پورته دوه بیلا بیلې خبرې سره ګډوي او له هغو انجړه مشوړه جوړوي . ښاغلی سامع هم، زه په پورته کسانو کې شمېرم . نوموړی هم موخه او وسایل سره انجړوي او دا انجړ شوې مشوړه بیا نورو ته وړاندې کوي چې ويي مني ، که نه د ژبې په غونډارو يي ولي !

سامع صیب ، تر اباسین پورې خاوره خپله نه ګڼي او د بشپړ افغانستان د احیا دعوه نه لري،هغه غواړي ووايي د پاکستان په چوکاټ کې کوزو پښتنو ته یوازې خود ارادیت کفایت کوي « شوله ای ته بخور، پرده ای ته کو ! ».

که موږ خپلو خلکو ته د موخې په ټاکلو کې غوڅ دریځ ونلرو او هغو ته شف شف ووایو، موخې ته هیڅکله نه رسیږو .موخه باید غوڅه او څرګنده بیان شي . د زور خبره چې ښاغلی سامع يي یادونه کوي او له کارونې يي خوب کې هم ډاریږي، دا موخه او هدف نه دی بلکې وسیله ده او هغه هم روستۍ ! باید هیڅکله د لومړۍ وسیلې پتوګه ونه کاریږي او په تیره بیا چې څوک يي ونه لري ! خو باید پيدا يي کړو .

موږ باید د خپلې موخې د ترلاسه کولو لپاره، لومړی هغه لارې وټاکو چې اسانې وي، زور ډېره روستۍ او اخرې خبره ده .

دا چې اوس موږ د پنجاب په انډول زور نه لرو، ددې مانا دا نه ده چې له خپلې موخې ورتیرشو او یا خپله موخه په څرګنده بیان نه کړو . موخه به صفا او روښانه بیانوو خو په لاسته راوړلو کې به يي زغم ، حوصله ، امکانات او وسایل لټوو . زه ځانته د ښاغلي سامع په توصیه کې ددې دوه بیلا بیلو خبرو توپير نه وینم، خو نوموړی ته د توصيي په بڼه نه، بلکې د ورورۍ په ژبه وایم چې خلکو ته د « بزک بزک نه میر که جو لغمان میرسد » په بڼه خبرې کول او دلایل تراشل لکه « در ختم منازعات ... در شرایط استوار وتسلط نظام باثبات ..... مصالح ملي و بین المللي ... باچنان معیارها .. برای همه جوانب» په زرګونو چنین وچنان وغیره غیره ،هیڅ ګټه نه لري . ولسونو ته باید روښانه وویل شي چې دغه موخه ده او دا يي وسایل !

ښاغلی سامع زما له دې څرګندونې هم مشوړه جوړه کړي چې ما لیکلي ډیورنډکرښه په تیره پيړۍ او روانه پیړۍ کې په سیمه او نړۍ کې د کړکیچ لویه زیرمه ده . نوموړی، ۴۸ هیوادونه چې افغانستان ته راغلي او د افغانستان او پنجاب تر منځ په شخړه کې ښکیل دی، نه ویني او په دې شخړه کې دډیورنډکرښې پر رول ښویه تیریږي او زه چې دې خبرې ته د خلکو پام رااړول غواړم ، بیا ستغې لیکي .

د ښاغلی سامع په لیکنه کې ډېر څه شته چې باید زیان يي افغانانو ته په ډاګه شي او نیوکه پرې وشي خو د لیکنې د اوږدوالې په لامل ، نورې خبرې بل وخت ته پریږدم . نوموړي یو وخت یوه بل لیکوال ته دا هم لیکلي وو « سپي غاپي، کاروان تیریږي» هیله ده چې داسې جملي زما او دده په لیکنو کې یو بل ته ونه ویل شي .

په پوره درنښت

د ۲۰۱۲ کال د نومبر ۱۷ مه

سرلوڅ مرادزی