برتانوي هند او برتانوي پنجاب دواړه، د پښتنو د ویښتیا ضد !

لومړۍ برخه :

دوې ورځې وړاندې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، په یوه خبري ناسته کې د بیات ټولنې د تلویزیون خبریال ښاغلي قدیرمیرزايی د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل « نه یوازې دا چې افغانستان، بلکې په پاکستان کې هم پښتانه د افراطیت په لاس او د افراطیت پرخلاف د جګړې په نوم، د ترهګرۍ په لاس او د ترهګرۍ پرخلاف د جګړې په نوم، د یوې لویې نړیوالې توطیې قرباني دي. »

البته ما د نوموړي خبریال د پوښتنې په اړه د ولسمشر کرزي د ځواب تفصیل اوریدلی دی چې کیدای شي لوستونکې يي په رسنیو کې په خپله تفصیلي بڼه ولولي، خو پورته مې یوازې یوه اصلي برخه ددې لیکنې د لامل پتوګه راواخیسته چې کرزي د افغانستان د ولسمشر پتوګه د لومړي ځل لپاره په دومره وضاحت، د لروبرو پښتنو په وړاندې د یوې نړیوالې چلوټې څخه پرده پورته کړې ده !

ښايي لوستونکې وپوښتي چې داسې خبرې خو په رسنیو کې هره ورځ تکراریږي او په دې خبره کې نوی شی نشته خو د افغانستان د ولسمشر پتوګه د یوې مهمې مسلې سره په وضاحت تماس او د یوې نړیوالې چلوټې څخه دده په وینا پرده پورته کونه ، د عادي رسنیو له خبر سره بیخي توپير لري !

ولسمشر کرزي ته باید په داسې سپینه وینا شاباس وویل شي او هغه پخپلو ویناوو او کړنو کې روڼتیا او ریښتینولۍ ته وهڅول شي .

د ۱۹۴۷ کال مخکې چې برتانوي هند ؛ د هندوستان او پاکستان په نوم په دوو جلا هیوادونو نه و ویشل شوی او د ډیورنډ کرښې کوزه غاړه افغانان یا پښتانه په برتانوي هند پورې تړلي وو، بریتانیا د هند د لويي وچې د نورو قومونو او ایتنیکي ډلو پر خلاف، پښتنو لپاره جلا پالیسي او تګلار پر مخ بیوله . د دې پالیسۍ منځټکی دا وو چې د نوې اومدرنې ښوونې روزنې ، ښوونځي او پوهنتون څخه کوز پښتانه لری وساتي او بلخوا د پښتنو ښوونه داسې ملایانو ته وسپاري چې ډیرکیو يي د انګریزي جاسوسي کړیو سره اړیکې درلودي!

د عصري ښوونې څخه د پښتنو لري ساتل او خپلو انګریزي ملایانو ته ددې قوم برخلیک سپارنه ، انګریز په سیمه کې د خپلو ستراتيژیکو موخو لپاره هغه مهال ضروري ګڼل . انګریزغوښتل پښتنو څخه د داسې یو ځواک په توګه کار واخلي چې که پوه او خبرشي بیا به د خپلو ملي ګټو لپاره کاریږي، خو که ناپوه او بې خبره وساتل شي، د انګریز د اوږدمهاله ګټو لپاره په سیمه کې ددې قوم جوړه او انډول نه لیدل کیږي !

په ټوله کې د ډیورنډ کوزې او برې غاړې افغانانو او لوی افغانستان ته، انګریز د یوې زیرمې او ریزرف پتوګه کتل چې له نړۍ څخه ګوښه ساتل به يي یوه ورځ په کار راشي !

یو امریکايي ختیځپوه ښاغلی ایکناټ سوارن « حضرت پاچاخان ژوند اوفلسفه » نومې خپل کتاب کې لیکي : « انګریزان چې په دې پوه شول چې د خان د سکولونو نظام وده مومي او پښتون کې بیداري راځي ، دوی د خان د سکولونو استادانو ته د قیدوبند ډهمکې ورکړې او ځیني استادانو د ازادو سکولونو ملازمت پریښود . هغه سرګرمۍ او خیالات چې نور هندوستان کې به زغملی شول او ډادګیرنه به يي کېده ، هغه پښتونخوا کې نه شول زغمل کېدلی . د انګریز پوځي افسران د پښتنو په بیدارۍ ډېر په تشویش کې وو . د هغوی سینه د پښتنو لپاره کله هم پراخه نه وه او نه د پښتون په حواله سره هغوی تهذیب یافته وو (۱ ) »
ښاغلی ایکناټ بل ځای لیکي « ده ( پاچاخان ) چې کار شروع کړ ، په هر قدم او ګوټ کې اختلافاتو دده مخه نېوله . د ملاکنډ ایجنسۍ پولیټیکل ایجینټ ډېر سختګیر انسان و. ده خو به لا په څرګنده د خان کارکنانو ته ډهمکې ورکولې او لا به يي په عجیبه عجیبه طریقو د دوی کار کې خنډان پیداکول .ددې پولیټیکل ایجینټ چې ښاغلی کېب نومېده ، له دې نه بل څه کار نه وو چې پاچا خان تر خپل رعب لاندې راولي . ده یوه ورځ د دیرنواب خپل دفتر ته راوبللو او په ضلعه کې يي د یوازیني سکول په باب وویل چې نواب سیب : دا سکولونه او دا سبق موږ لپاره خنډان پیداکوي ، که ته غواړې چې ددې سکول په وجه تا ته مشکلات پیدا نه شي نو غوره خبره دا ده چې څومره ژر کېدای شي دا سکول تبا کړه . نواب سیب څو ورځو کې دننه دننه دا سکول تباکړ (۲ ) »

د کتاب لیکوال په بل ځای کې لیکي « د ۱۹۳۱ م کال د دیسمبر په ۲۲ مه د پښتونخوا انګریز چیف کمشنر سررالف ګرفټ د پاچاخان سره خبرې وکړي . د خان خبرې ساده او عام فهمه وي .ده سررالف ته ووی چې تاسو د پښتنو قبایلو په وژلو او تباکولو کومې پیسې خرڅوۍ ، که دا تاسو د دوی لپاره په وړو وړو کارخانو جوړولو او سکولونو او سړکونو خرڅ کړی وای ، نو پښتون به ستاسو دښمن نه ، بلکې دوست او ملګری وو . تاسو ته به له پښتون څخه د ډار څه ضرورت نه و . څونه چې بهارت د روس د یرغل نه د ساتلو خبره ده نو دا کار هله په ښه توګه کېدای شي چې تاسو پښتون ته په خپله خاوره واک او اختیار ورکړۍ . پاچاخان ورته دا خبره ښه صفا وکړه چې هیڅوک پر موږ حکومت نه شي کولای ، که څوک خلاف جنګ کول غواړي موږ د خپلې خاورې او خپل وطن د تحفظ لپاره خپل هر څه قربانولو ته تیار یوو (۳ ) »

ادامه لري

اخځونه :

(۱ ) د ایکناټ سوارن لیکنه : د حضرت پاچاخان ژوند او فلسفه له کتاب څخه ( ۱۵۵ ) مخ
(
۲ ) همغه کتاب ( ۱۴۰ ) مخ
(
۳ ) همغه کتاب ( ۲۶۶ ) مخ

د ۲۰۱۲ کال د دیسمبر ۱۰ مه

سرلوڅ مرادزی