لیکونکی:جنرال عتیق پاڅون


افغانستان د پاکستان په سیاسي، اقتصادي آو استراتیژیکه کلابندۍ کې آو د افغانستان په وړاندې د امریکې د متحده ایالاتو دوه مخی سیاست



د سترو استعماري قوتونو مخصوصاً انګریز د استعماري آو پراختیا غوښتونکي سیاست په نتیجه کې زمونږ ګران هیواد افغانستان په یوه واړه، غرني، له آزادو اوبو آو سمندر نه محروم هیواد تبدیل شو چه خپل عنعنوی آو ښه ګاونډیان ئې له لاسه ور کړل آو بالآخره د انګریز د یوې سترې استعماري توطئې په نتیجه کې په خپله خاوره کې د یوه نوي جوړ شوي ډیر بد مرغه ګاونډي (پاکستان) په غم اخته شو.


د دې نوي هیواد د جوړولو انګیزې آو هغه پروبلمونه چه دې بد بوټي نړیوالو آو په خاصه توګه خپلو دوو ګاونډیانو افغانستان آو هند ته ور پیښ کړي دي

له لُمړي آو دوهم نړیوال جنګ (۱۹۱۴-۱۹۱۸آو ۱۹۳۹- ۱۹۴۵) وروسته د نویو پراختیا غوښتونکو رقابتونو آو رقیبانو آو د نړۍ د نوي اقتصادي آو سیاسي نظم د را منځ ته کیدو په نتیجه کې هر ستر قدرت کوښښ و کړ چه په پخوانی تعریف ډیرې مستعمرې اما په نوي تعریف د سیاسی نفوذ ډیرې سیمې تر لاسه کړي څو له یوې خوا خپل صنعتي تولیدات آو وسله په ډیره ګرانه بیه هلته و پلوري آو له بلې خوا له دې هیوادونو آو سیمو څخه د خپلو صنایعو د پاره په وړیا ډول آو یا په ډیره ارزانه بیه اومه مواد آو د کار انرژي تر لاسه کړي. همدا رنګه به دوی د خپل تر نفوذ لاندې ساحو آو هیوادونو په سیاسي چارو کې آزاد لاس آو د کلکې مداخلې امکانات هم در لودل.


د انګریز استعمار د دې کوښښونو په لړ کې ظاهراً د دیني تنفرآو تعصب په بنسټ اما په حقیقت کې د خپلو اوږد مهاله سیاسي، اقتصادي آو استراتیژیکو ګټو لپاره د آسیا په دوو ډیرو مهمو سیمو منځني ختیځ آو د هندد د نیمې وچې په شمال کې د «اسرائیلو» آو «پاکستان» په نامه دوه نوي هیوادونه جوړ کړل.

د انګریز آو د هغه د نویو متحدینو د پلان او استراتیژۍ له مخې دې نويو جوړو شويو هیوادو ته دا لاندې وظائف ور وسپارل شول:

۱- د ګاونډیو هیوادونو د لا زیاتو خاورو لاندې کول.

۲- د ګاونډیو هیوادونو په د نننیو چارو کې دوامداره لاسوهنه.

۳- د خپلو ګاونډیانو آو د نړۍ په نورو هیوادونو کې له یوې خوا په دې هیوادونو کې دننه د هغو د خلکو ترمنځ آو له بلې خوا پخپله د ګاونډیو هیوادونو تر منځ د تصنعي دښمنیو، تشنج، جنګونو آو کړ کیچونو خلقول تر څو د دې دواړو هیوادونو (اسرائیلو آو پاکستان) باداران آو خالقین و کولی شي د دوی له طریقه آو د دوی په ذریعه د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې دوامداره مداخله و لري آو په دې هیوادونو کې دښمنو خواوو آو په سیمو کې دښمنو هیوادونو ته خپله وسله و پلوري.

د همدې سیاست په نتیجه کې اسرائیلو په۱۹۴۸، ۱۹۶۷ آو ۱۹۷۳ کې درې ځله په خپلو عربو ګاونډیانو تیری و کړ، جنګ ته ئې لمن و وهله آو دا هیوادونه ئې مجبور کړل چه د خپلې ملی بودجې زیاته برخه نه د خپلو هیوادونو د آبادولو په لاره کې بلکه په دفاعي چارو کې مصرف آو د ملیونونو دالرو په مصرفولو وسله وال پوځونه و ساتي آو وسله آو جنګي وسایل و پیري.

پاکستان هم په۱۹۴۷، ۱۹۶۵ آو ۱۹۷۱ کې درې ځله د شرقي بنګال آو کشمیر په سرله هند سره جنګ و کړ چه دواړه (کشمیر آو بنګال) په پاکستان پورې هیڅ اړه هم نه لري.

۴- تروریستانو ته د کوربه په توګه د استوګنې د ډیر امن آو مصئون ځای برابرول، د هغوی ساتل، روزل، مسلح کول، د هغوی د لوژستیکي تأمیناتو برابرول، د نړۍ مختلفو هیوادونو مخصوصاً ګاوندیانو ته د ورانکارۍ آو وضعې د بې ثباته کولو د پاره د هغوی استول او هغوی ته د تګ او راتګ د امکاناتو برابرول.

۵- د دې سیمو د ژاندارم په توګه وظیفه اجرا کول.

۶- د پاکستان د جوړیدلو بله دیره مهمه آو اخصه انګیزه دا وه چه هغه باید د منځنۍ ایشیا له پولو نه د جنوب خوا ته آو د هند د سمندر آو عرب سمندرګي په لوري د وخت د شوروی اتحاد د سیاسي، اقتصادي، استراتیژیک آو ایډیولوژیک نفوذ څخه مخنیوی کړی وی، ځکه انګریز آو متحدینو ئې د هند نیمه وچه، د هند سمندر، د عرب سمندرګی آو د فارس خلیج د خپلو منافعو آو سیاسي نفوذ ساحې ګنلې آو د کمونیزم له خپریدو ئې دې خوا ته ډیره بیره در لوده.

دوی په دې ښه پوهیدل چه اسلام قاعدتاً له کمونیزم سره په تضاد کې دی، نو دلته د افغان آو هند په خاورو کې د اسلام په نامه د یوه دولت جوړول دوی مطمئنه کول چه که احتمالاً شوروي اتحاد د جنوب خوا ته د نفوذ تصمیم و نیسي نو لُمړی به په افغانستان کې حلول کوي آو مخکې له دې چه د هند نیمې وچې آو یا نورو یادو شوو د دوی د نفوذ سیمو ته خطر متوجه کړي باید په همدې نوي جوړ شوي اسلامي دولت کې د افغانانو په ذریعه مقاومت ور ته ایجاد شي آو هغه وړاندې پرې نه ښودل شي.

انګریز آو متحدینو ئې د همدې هدف له پاره په افغانستان کې هم له پخوا نه بنسټپاله اسلامي تنظیمونه جوړ کړي وه. حتی دوی له هغه نه مخکې هم دې موضوع ته متوجه آو پیشبین وه آو مترقي پاچا امان ا لله خان ئې د کُفر آو الحاد په تهمتونو له منځه ایستلی وه.

کله چه په کال ۱۹۷۶کې د افغانستان خلک دیموکراتیک ګوند واک تر لاسه کړ، دې هیوادونو د خطر احساس و کړ آو ډیر ژر ئې پاکستان ته وظیفه و سپارله چه په افغانستان کې کورني جنګ ته لمن ووهي، دوی پاکستان ته په ملیونونو ډالرو نقدي مرسته، په لکونو میله مختلفه وسله آو جنګی وسایل آو په ټُنونو مهمات ورکړل.

پاکستان هم چه له خدایه همدا غوښتل ډیر ژر ئې اقدام و کړ آو د افغانستان د اسلامي تنظیمونو مشرانو ته ئې بلنه ور کړه (دا مشران اکثراً لا د جمهور رئیس داؤد خان له وخته په پاکستان کې میشته وه). غیر له هغه نه پاکستان په افغانستان کې یو پراخ تبلیغي جنګ ته هم لمن ووهله آو خلک به ئې مهاجرت ته تشویقول چه د پاکستان د دې تبلیغي کار آو د نوي دولت د عاجله ریفورمونو آو سهوو په نتیجه کې له افغانستان نه پاکستان ته د مهاجرت یوه لویه لړۍ پیل آو په زرګونو کورنۍ له هیواده ووتلې. دا افغانان هلته د مغزونو له مینځلو، لنډې نظامي روزنې آو مسلح کولو وروسته بیرته افغانستان ته د جنګ آو خرابکارۍ د پاره را لیږل کیدل. مخصوصاً کله چه شوروي اتحاد په افغانستان کې د غربي هیوادونو د قواؤو د احتمالي پیاده کیدو د مخنیوي د پاره خپل قوتونه افغانستان ته را واستول، په افغانستان کې کورنی جنګ ډیر سخت شو چه پاکستان بیا له موقع نه استفاده وکړه، او له غربي هیوادونو نه ئې په ملیاردونو ډالر مالي مرسته آو زیاتې وسلې تر لاسه کړې، هغه خپل وسله وال پوځ ښه پیاوړی آو حتی خپل اتُمي پروګرام ئې تکمیل آو د آتُمي وسلو په جوړولو بریالی شو.

بالآخره د ډاکتر نجیب الله تر مشرۍ لاندې د وطن ګوند فیصله و کړه چه د شوروي اتحاد قوتونه له افغانستانه بیرون آو د ملی په خلاینې سیاست ئې طرح کړ، ډاکتر نجیب الله حاضر شو چه پخپله خوښه له سیاسي واک نه ګوښه آو د ملي په خلاینې یوه بیطرفه دولت ته سیاسي قدرت ور وسپاري.

بیا هم دښمنو ګاونډیانو پاکستان، ایران آو حتی روسیې مداخله و کړه برهان ا لدین رباني ته ئې مسکو ته بلنه ورکړه آو له هغه سره ئې یوه کودتا سازماندهي کړه چه د ملګرو ملتونو آو ډاکتر نجیب الله د سولې پلان ئې خنثی آو په هیواد کې سیاسي واک اسلامي تنظیمونو آو په خاصه توګه د روسیې آو ایران طرفداره د اسلامي جمعیت آو اسلامی وحدت تنظیمونو تر لاسه کړ(برهان ا لدین رباني ته اوس د کرزي دولت د سولې د شهید لقب ور کړی آو د پوهنې آو روزنې پوهنتون آو د مامورینو د کارتې له څلورلاري نه تر قرغې پورې جاده ئې د ده په نامه نومولي دي، چه دا دواړه نوماندنې له انصافه ډیرې لیرې آو د افغانانو آو د همدغه پوهنتون د محصلینو غضب ئې را و پاراواه، ځکه رباني هغه لُمړی کس وه چه د دباندنیو استخباراتو په اشاره ئې د ډاکتر نجیب الله د واقعي سولې د پلان پر ضد اقدام آو عمل و کړ). مسئله دا ده چه د شوروي اتحاد په لغو کیدو سره د پاکستان وظیفه هم ختمه شوه آو د دې هیواد موجودیت ته نور هیڅ ضرورت هم نشته، نړۍ یو قطبي آو یو سیستمي شوه نور نو شوروي اتحاد وجود نه لري چه د انګریز یا دهغه د متحدینو منافعو ته د هند په سمندر کې خطر متوجه کړي آو د دې وخت را رسیدلی چه افغانستان آو هند خپلې خاورې بیر ته تر لاسه کړي، لر آو بر افغانان بیر ته سره یو آو افغانستان آزادو اوبو ته لار پیدا کړي چه د پاکستان آو نورو ګاونډیانو له اقتصادی، سیاسي او استراتیژیکې کلابندۍ نه خلاص آو د واقعي خپلواکۍ چښتن شي.


د دیورند قضیه څرنګه منځ ته را غله آو افغانستان څرنګه خپلې خاورې له لاسه ورکړې آو له آزادو اوبو نه محروم شو

په ۱۶۱۵ کال کې انګریزانو له مغولي باچا جهانګیر نه د شرقي هند د تجارتي کمپنۍ امتیاز تر لاسه آو له هغه سره جوخت ئې د هند د مستعمره کولو پروسه هم پیل کړه چه دا پروسه په ۱۸۵۸کې تکمیل شوه. انګریز همدا رنګه د هند شمال افغانستان ته هم متوجه شو آو له ۱۸۳۹ نه تر ۱۹۱۹ کال پورې ئې په افغانستان باندې درې استعماري جنګونه آو درې استعماري نابرابره تړونونه تحمیل کړل چه د هغو په ترځ کې ئې د افغانستان له نیمائي نه زیاته خاوره په خپله و نیوله آو یو څه ئې په شمال- لویدیز آو جنوب- لویدیز کې روسیې آو ایران ته هم په سخاوتمندانه ډول ور و بخښله.

د برطانوي هند د دباندنیو چاروسکرتر سر مارتمیر دیورند په کال۱۸۹۳ کې د یوه پلاوي په مشرۍ دنده واخستله چه د افغانستان آو برطانوي هند تر منځ په اصطلاح د سرحدی پولې هغه پلان چه دوی پخپل زړه آو خپله خوښه وروسته له ډیره غوره آو د خپلو هر اړخیزه اوږد مهاله منافعو په درنظر کې نیولو سره تعین کړی وه په زور آو فشار په افغان امیر باندې امضا آو ځان د شمال له لوري مطمئن کړي. دی له یوه مکمل ګرافیک آو لیکل شوی پلان سره د امیر دربار ته را ورسید. په داسې حال کې چه امیر آو د ده د دربار مشران یو هم په دې اسنادو نه پوهیدل آو مخصوصاً له ګرافیکو اسنادو سره ئې هیڅ کومه آشنائي هم نه درلوده.

په هر صورت انګریزانو د پلاوي له راتګ نه مخکې لُمړی په امیر باندې ډیر سخت رواني فشار واچاو (هغه څه چه اوس ئې پاکستان کوي آو هغه څه چه انګلیس له امان الله خان سره هم وکړه) څو دی تر تأثیر لاندې را ولي آو خپل سرحدي موافقه لیک ور باندې امضا کړي. دوی د امیر وسله آو مال ا لتجاره د کراچۍ په بندر کې توقیف کړه، د نقدو پیسو یا سوبسایدي ورکول ئې بند کړل آو په سرحدي سیمو ئې په دوامداره توګه هوایي بمباردونه آو د توپچي ډزې و کړې. اګر که امیر لُمړی د موافقه لیک له امضا کولو ډډه وکړه مګر انګریزانو خپل فشارونه زیات آو امیر ئې مجبور کړ چه موافقه لیک امضا کړي. افغان امیر باید د هیڅ رنګ فشار لاندې دا لوی تاریخي مسئولیت په غاړه نه وی اخستی آو د خپل وطن، خلکو آو تاریخ په برخه لیک ئې ملنډې نه وی وهلې، بهترینه لاره دا وه چه یوه لویه جرګه ئې را بللې وی آو دا مهمه تاریخي موضوع ئې د خلکو فیصلې ته پرې ایښې وی.

د دیورند کرښې غیر له دې چه ځمونږ له نیمائي نه زیاته آباده، آواره، اوبه لرونکې آو بهترینه خاوره آو ډیر با استعداده آو زمریالي انسانان ئې له لاسه و ایستل په سیاسي، اقتصادي آو استراتیژیک ډګرونوکې ئې افغانستان ته دا لاندې ضررونه آو انګریز آو د هغه برکټي پاکستان ته دا لاندې امتیازونه ور په نصیب کړي دي:

۱- افغانستان له آزادو اوبو نه محروم آو مجبور ده خپل وارداتي ټوکي آو وسلې د وچې له لارې آو یا د کراچۍ د بندر له طریقه راوارد کړي چه ډیر ګران ور ته تمامیږي.

۲- سمندر د کبانو د ژوند آو روزلو ډیره لویه منبع ده، غیر له ترانسپورت، تجارت آو توریزم نه د ملي اقتصاد په عرصه کې له سمندر نه ډیرې زیاتې ګټې اخستل کیږي چه متأسفانه مونږ افغانان ترې نه محروم یو.

۳- له سیاسي نظره پاکستان د کراچۍ بندر په افغانستان باندې د فشار د وسیلې په توګه استعمالوي آو کله چه له افغانستان نه کوم سیاسي امتیاز غواړي بیا نو د مونږ وارداتې مالونه په دې بندر کې د خپل امتیاز تر اخستلو بند اچوي.

۴- په استراتیژیک ډګر کې د دیورند لیکه انګلیس داسې تنظیم کړې ده چه په نظامي ژبه حاکم ارتفاعات آو لوړې نقطې آو اراضي د پاکستان لوري ته آو ټیټې منطقې د افغانستان لوري ته پاتې دې چه د نظامي عملیاتو آو جګړې په مهال له پاکستاني لوري نه په ډیر سهولت سره د افغانستان ډیره برخه تر ترصد آو اور لاندې نیول کیدی شي.

پنجابي واکداران په دې ښه پوهیږي چه پاکستان کوم تاریخي واقعیت نه دی بلکه یو ناموزونه آو غیر منطقي جیوپولیتیکي جوړښت دی چه نن سبا باید تجزیه شي، مګر دوی په هره ممکنه وسیله کوښښ کوي چه خپل عمر زیات کړي، د هند آو افغانستان په د نننیو چارو کې زیاته لاسوهنه کوي، کوښښ کوي وضعه مخصوصاً په دې دوو هیوادو کې په خپله ګټه بې ثباته آو کورنی جنګ دوامداره و ساتي. دوی ښه پوهیږي چه کله چه په افغانستان کې وضعه نورماله ، جنګ ختم آو یو ملي، وطنپاله ځواک سیاسي واک تر لاسه کړي خامخا به لر آو بر افغانان لکه آلمانان بیر ته د خپلو یو ځای کیدلو آو آزادو اوبو ته د رسیدلو حق آو موضوع طرح کوي.

پاکستان ځکه اوس د افغانستان په سرحدي سیمو د راکټ آو توپچي ډزې کوي څو د کرزي تر واکمنۍ لاندې ضعیفه آو په نورو پورې تړلی دولت د امریکا آو ناتو د قواوو په موجودیت آو حضور کې آو حتی د هغو په مشوره آو کمک دې ته مجبور کړي چه د دیورند کرښه د دولتي پولې په توګه په رسمیت و پیژني.

د روان کال د اکتوبر د میاشتې په ۲۶ نیټه د امریکې د متحده ایالاتو د دباندنیو چارو د وزارت اعلامیه چه ګواکې امریکا د دیورند لیکه د بین ا لمللی پولې په توګه پیژني دا لاندې مسائل په اثبات رسوي:

- د افغانستان په سرحدي سیمو د پاکستان توپچي آو راکټي بریدونه د امریکا آو ناتو هیوادونو په خوښه آو کمکه تر سره کيږي ځکه دا ممکنه نه ده چه په افغانستان کې د ناتو د قواوو د موجودیت په حالت کې دې پاکستان دومره جرأت و کړي چه په افغانستان باندې توپونه آوراکټونه وولي،

- دا راکټي بریدونه هماغه د امیر عبد الرحمان خان آو شاه آمان ا لله خان په دولتونو باندې د انګریز د فشارونو ادامه ده،

- دباندنی هیوادونه آو د دوی ځواکونه هیڅ کله مطمئن آو د باور وړ نه دي آو دا د افغانانو د پاره ډیر ښه درس دي چه باید له اقتصادي آو امنیتي نظره په ځان باندې متکي شي.


د حل لارې


۱- د ټولو پروبلمونو آو کړکیچونو د حل اساسي کلي داده چه په هیواد کې سیاسي قدرت یو ملي، وطنپال، له فساد آو رشوت نه سپیڅلی سیاسي ګوند تر لاسه کړي. دې اوسني قومي- تنظیمي سیستم ته خاتمه ورکړل شي آو انتخابات دې ګوندونه مخ کې بوزي، هغه ټول ګوندونه چه بده سابقه لري آو غړي ئې په چور اوچپاول، خیانت، د وسله وال پوځ د وسلو په خرڅولو، د ملی شتمنۍ په لوټولو، آو د دولتی ځمکو په غصبولو متهم دي لکه اکثره اسلامي تنظیمونه له انتخاباتو و ویستل او محروم شي.

۲- په عاجله توګه دې ملي سوله اعلان او جنګ ته خاتمه ورکړل شي، هر څه چه جنګ اوږدیږي په همغه اندازه افغانان آو افغانستان له هغه نه ضرر مومي.

باید ټول افغانان په دې ښه پوه شي چه د افغانستان په جنګ کې دوه محوره ذیدخل آو علاقه مند دي، یو کورنی آو بل

د باندنی محور. په کورني محور کې هغه افغانان شامل دي چه د جنګ له طریقه او په جنګ کې ئې ثروت، شهرت آو دولتي لوړې څوکۍ تر لاسه کړي چه هغه اغلباً د اسلامي تنظیمونو مشران آو لوړ پولي قوماندانان دي چه سوله آو یوقانوني، ملي دولت دوی د خپلو هر اړخیزه منافعو خاتمه آو د ځان محاکمه بولي. د باندنی محور ځمونږ دوه ډیر بد ګاونډیان ایران آو مخصوصاً پاکستان دي، چه هغوی تل یو ضعیفه، فقیر، په جنګ کې ښکیل آو بیر ته پاته افغانستان ته هڅه کوي.

۳- زمونږ د اکثره پروبلمونو مور داده چه مونږ آزادو اوبو ته لار نه لرو آوله بحر نه محروم هیواد یو، که افغانستان بیر ته خپلې له لاسه تللې خاورې و نیسي آو سمندر ته لار پرانیزی نو په هغه حالت کې به مونږ په رښتیا سره هم په یوه خپلواک آو د ملي حاکمیت لرونکي هیواد بدل شو چه هیڅ ګاونډی به مونږ ته خپل شرایط نه شي را دیکتې کولی.

۴- له اقتصادي نظره باید هیواد په ځان متکي شي، تر څو چه له اقتصادي پلوه یو هیواد پر ځان متکي نه وي مشکله به وي چه هغه هیواد دې د بشپړه سیاسي خپلواکۍ ادعا و کړي. که د امیر عبد الرحمان خان آو شاه امان الله دولتونه له اقتصادي نظره په ځان متکي وی آو د انګلیس په مالي کمک (سوبسایدی) ئې اتکا نه در لودی انګلیس به هیڅ کله په دوی باندې د دیورند آو استقلال تړونونه نه وی تحمیل کړي (اګر که په ۱۹۱۹ کال کې د استقلال له تړون سره افغانستان چه په جنګ کې هم فاتح وه، خپل سیاسي استقلال ته ورسید اما و ئې نه شوی کولی خپلې له لاسه تللې خاورې بیرته لاس ته راولي).

۵- ځنې افغانان په دې باور دي آو مخصوصاً د پاکستان له دې وروستیو فشارونو نه دې نظریې ډیر عمومیت پیدا کړی چه که افغانستان د دیورند کرښه په رسمیت و پیژنی نو د پاکستان له غمه به بیغمه شي. بیا هم باید ځمونږ ګران وطنوال په دې واقعیت ښه پوه شي چه پاکستان آو اسرائیل د همدې د پاره خلق شوي چه په خپلو ګانډیو هیوادونو آو حتی د نړۍ په نورو سیمو کې پروبلمونه، جنګ آو تشنُج خلق کړي، د پاکستان دا وظیفه د دیورند په لیکه پورې هیڅ ارتباط هم نه لري پښتونستان آو بلوچستان خو لا څه کوې که له دې موجوده افغانستان نه هم نیم پاکستان ته ورکړو هغه به هماسې وکړي چه دا اوس ئې کوي ځکه په بل شکل د هغه خپل موجودیت په خطر کې لویږي.

۶- د جنګ کانون آو مرکز باید په خپله پاکستان ته ور انتقال شي (نه پښتونستان آو بلوچستان بلکه سند آو پنجاب ته).

پاکستان له نظامی پلوه اوس ډیر پیاوړی ده، افغانستان په تنهايي نه شي کولی خپلو اهدافو ته ورسیږی، یواځنۍ د حل لاره فقط له هندوستان سره د استراتیژیکو همکاریو آو یو والي موضوع ده چه هند آو افغانستان باید په یوه وخت آو د مساعي په شریکولو سره د یوه نظامی حرکت په ذریعه خپلې ځمکې بیرته ونیسي آو افغانستان سمندر ته لار پیدا کړي.

۷- افغانان باید له امریکا آو نورو غربي هیوادونو سره په خپلو مناسباتو کې ډیر محتاط اوسي، هر هیواد که مونږ سره مرسته کوي هغه لُمړی خپلې ګټې آو په دوهم پلان کې امکان لري ځمونږ ګټې هم په نظر کې و نیسي.

د دیورند د کرښې په هکله د امریکا د متحده ایالاتو دې وروستۍ اعلامیې د هغه دوه مخي، له افغانستان سره دُښمني آو له پاکستان سره دوستي ثابته کړه. ما په وار وار په خپلو آثارو آو لیکنو کې دا واقعیت په ګوتو کړي آو افغانان باید ځان ښه پرې پوه کړي چه امریکا آو انګلیس د نړۍ دوه هیوادونه (اسرائیل آو پاکستان) د نړۍ له بل هیڅ هیواد سره هم نه برابروي، دلایل ئې هم ما مخکې لیکلي دي.

۸-افغانان باید هیڅ کله پاکستان ته عذر آو زارۍ و نه کړي چه په افغانستان کې سوله راولي آو یادې لا اقلاً د سولې د پروسې په راوستلو کې کمک و کړي. دښمن هیڅ کله تا ته سوله نه راولي آو نه ئې غواړي چه افغانان په سوله کې ژوند و کړي، آیا همدا پاکستان نه دی چه دا ۳۵ کاله ئې په افغانستان کې اور بل کړی دی، آیا همدغه د پاکستان استخبارات آو پوجیان نه دي چه هره ورځ مونږ افغانان په ویر کې کینوي، جوماتونه، ښوونځي، لارې آو ودانیو ته مو انفجار ور کوي، خلک مو را وژني، آو کورني جنګ ته په دوامداره توګه ځمونږ په هیواد کې لمن وهي.

اصل مُشکل په څه شي کې دی؟ مُشکل په دې کې ده چه له ۱۹۹۲ ( تنظیمونوته د سیاسي واک تر رسیدلو وروسته) استخباراتي انسیاتیف د پاکستان د استخباراتو په لاس کې شو، هغه ولې پخوا داسې نه شوی کولی؟ استخباراتي انسیاتیف دا مانا لري چه د یوه هیواد استخبارات و کولی شي په بل مطلوب هیواد کې په هغه ځای، هغه وخت، هغه مقیاس آو هغه شکل چه زړه ئې وي تخریبي آو تروریستي عمل تر سره کړي. که د مونږ استخباراتي ارګانونو (ملي امنیت) و کولی شو دا انسیاتیف را خپل کړي آو پاکستان په تنګ آو مجبور کړي هغه به له ټولو تخریبي اعمالو آو لاسوهنو لاس واخلي آو پخپله به عذر آو زارۍ وکړي چه زه حاضر یم په افغانستان کې د سولې په پروسه کې کمک و کړم.

۹- ملی یو والی باید د سترګو د تور په شان و ساتل شي آو د ملي وحدت ضد له ټولو مظاهرو سره په کلکه سره مبارزه و شي. ټول هغه کسان چه د ملي وحدت پر ضد تبلیغ یا عمل کوي هغه خامخا په دباندنیو دښمنو استخباراتو پورې اړه لري چه دا کسان باید ژر تر ژره تثبیت، افشا آو محاکمه شي. د افغاني ملي ترمینالوژۍ په عوض د دباندنۍ ترمینالوژۍ را واردول آو زمونږ ادبیاتو آو فرهنګ ته ئې را داخلول هم درست کار نه ده آو د ملي وحدت یو ضد عمل تلقي کیدی شي.