سرلوڅ مرادزی          

 

ستراتیژیک تړون پرسر، د زرګري جګړې پای

د افغانستان او امریکا تر منځ د شپنې عملیاتو په اړه د هوکړه لیک په لاسلیک سره ، هغه زرګري جګړه ( ۱ ) چې د دواړو هیوادو ترمنځ د ستراتیژیک تړون پر سر له څه مهال راهیسې راولاړه شوې وه ، نوره پایته رسیدلې ښکاري .

دا هوکړه لیک د اپریل په ۸ مه، د بهرنیو چارو په وزارت کې د هیواد د دفاع  وزیر رحیم وردګ او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال الن لاسلیک کړ .

ددې هوکړه لیک په پلیتابه سره به د ولسمشر کرزي د دفتر د وینا له مخې « ځانګړي عملیات د افغان ځواکونو له لوري د متحده ایالاتو د ځانګړو عملیاتي ځواکونو په ملاتړ د افغانستان له قوانینو سره سم ترسره کیږي.»

د ستراتیژیک تړون پر سر بله لانجه ، افغان لوري ته د باګرام زندان سپارل، لا مخکې تېرکال د کب میاشتې په ۱۹ مه د یوه هوکړه لیک په لاسلیک سره حل شوې وه . ددې زندان چارې به د هوکړه لیک له پیل څخه په ۶ میاشتو کې دننه افغان لوري ته سپارل کیږي. له هوکړه لیک روسته، د افغانستان د جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي و « ولسمشر حامد کرزي جنرال غلام فاروق بارکزی د نظامي پولیسو د لوی قوماندان او د بګرام او نورو توقیف ځایونو د لېږد مسؤول په توګه د ډګر جنرال په بست کې وټاکه او نوموړي د هېواد له ولسمشر سره تر کتنې وروسته په رسمي ډول په کار پیل وکړ. تاند »

بلخوا دوديزې لويې جرګې هم  « د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوي او د شپې لخوا د خلکو د کورونو د تلاشيو او عملياتو د بندولو په شرط له امريکا سره د ستراتيژيک تړون ملاتړ کړى و. »

په دې ډول، پخوا چې افغان حکومت د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون پر سر په دغو دوو شرطونو ټینګار کاوه، نورهغه شرطونه له منځه تللي دي . ښايی امریکا سره دا تړون د شیکاګو کنفرانس په مهال او یا له هغې مخکې لاسلیک شي . داسې ستراتیژیک تړونونه لا وړاندې هندوستان ، ایټالیا ، فرانسې او انګلیستان سره لاسلیک شوي دي . ویل کیږي استرالیا ، اروپا او جرمني سره به هم ورته تړونونه لاسلیک شي . ددې ستراتیژیکو تړونونو په لاسلیک سره ، د افغانستان راتلونکی لوری چې هغه لویدیځ سره دوستي او انډیوالي ده، انځور شوی دی .

د ډيرو په اند دواړه شرطونه چې اوس حل شوي دي، هم د افغان او هم د امریکا له لوري له حده زیات پړسېدلي او غټ ځلول شوي وو . د باګرام زندان او یا شپني عملیات د افغانستان اصلي ستونزه نه وه او نه ده بلکې د ستونزې او کړکېچ  یوه کوچنۍ برخه ده . ستونزه او کړکېچ چې د باګرام زندان او شپني عملیات د هغې په چورلیځ راڅرخې اوس هم پرځای پاتې دي او د حل اساسي لارې چارې غواړي . که د افغانستان په وړاندې د جګړې مجرمین د افغانستان لخوا هم مجازات شي ترڅو چې خپله ستونزه حل نه شي بیا به هم د باګرام او یا بل زندان دالانونه له بندیانو ډک وي. که ترهګر په شپه ونه ټکول شي بیا به هم تر څو چې له بهره هیواد ته رااوړي، په سپینه ورځ ټکولو او منځه وړلو ته اړتیا ولري.  

شپني عملیات او یا ورځني عملیات د ماهیت له مخې هیڅ توپير نلري . دوښمن باید په شپې هم کهول او هیواد ته پرینښودل شي او د ورځې هم . داسې عملیات د شپې هم پکار دي او د ورځې هم . په دې برخه کې ستونزه دا وه چې افغان ځواکونو، نه په زندانونو کې د جنګي مجرمینو د ساتلو او نه يی د ترهګرو په ټکولو کې په خپلواکه توګه او یوازې ځان، وړتیا درلوده . ددې وړتیا په زیاتېدو سره باید افغان ځواکونه، نه یوازې په یاد شویو برخو بلکې د هیواد ټولې چارې یو په بل پسې په خپلولاسو کې واخلي . ستونزه د افغانانو په وړتیا او پیاوړتیا پورې تړلې ده. که افغانان په نورو برخو کې هم وړتیا ونه لري، چارې به يي نور ملکونه پرمخ وړي . اداري فساد هم دغسې درواخله. دا ستونزه هم تر ډېره حده افغانانو خپله زیږولې ده اوحل يي هم په افغانانو پورې اړه لري .

خو اصلي شخړه او کړکېچ  اوس هم چې مخکې ورته اشاره وشوه پخپل ځای پاتې دي او مونډیز حل ته اړتیا لري . ترهګر اوس هم په پاکستان او ایران کې د روزنې او پالنې اډې لري. له روزنې روسته ترهګر له همدغو اډو څخه افغانستان ته رااوړي او دلته په منظمه او سازمان شوې بڼه ورانۍ او ویجاړۍ کوي او ځانمرګي بریدونه سرته رسوي.

وګورۍ اوس چې د شپې عملیات افغاني ځواکونو ته وسپارل شول چې یوخوا د سیمو د وګړو غوښتنه وه او بلخوا د طالبانو او ګاونډیانو پلمه وه او ویل به يي، لویدیځوال ولي افغاني کورنۍ تالاشي کوي، بیا هم د داسې ګټورې چارې په وړاندې، طالبانو منفي غبرګون وښود . طالبان وايي  « د افغان حکومت او امريکا ترمنځ د شپې د عملياتو نوى تړون په کلکه غندي. د ذبيح الله مجاهد له خوا لراوبر ته رسېدلې پاڼه وايي د افغان حکومت او امريکا ترمنځ د شپې د عملياتو نوى تړون پر طالبانو ځکه تاثير نه کوي چي د دوى جنګيالي د شپې له خوا په بستر کي نه بلکي په سنګر کي وي.
خبرپاڼه وايي د دې تړون موخه يوازي د ملکي افغانانو ځورولو ته قانوني رنګ ورکول دي.
د طالبانو له خوا خپره سوې خبرپاڼه د تېرو دوو کالو د نورو خبرپاڼو خلاف په خورا سختو الفاظو ليکل سوې ده.
»

د طالبانو دا غږ په حقیقت کې د پاکستان او ایران غږ دی. سبا به د طالبانو په پل ، پاکستان او ایران کې نور توندلارې او هلته په دولتونو کې ځواکمنې کړۍ ، د غندنې همداشان غږ پورته کړي .  

د ستراتیژیک تړون د لاسلیک په مهال باید اوس د ستونزې اساسي حل ته پاملرنه وشي. په تړون کې باید داسې ټکې درج شي چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمني ته د ګواښ په وخت، د تړون مقایل لوری چې امریکا ده د افغانستان مرستې ته راودانګي . که د ایران او پاکستان له لوري افغانستان تل له ګواښ سره مخامخ وي او افغانان د پخوا پشان د دغو سراښو ګاونډیانو لخوا کړیږي، افغانان به داسې ستراتیژیک تړون څه کړي ؟ که بیا هم د ګاونډیانو له لورې جوپې جوپې ترهګر افغانستان ته رااستول کیږي او دلته افغانانو ته د ژوند نښه او اثار نه پریږدي ، داسې دوستي د افغانانو کوم درد دوا کولای شي ؟

همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ لویه ستونزه د ډیورند تپلې کرښه ده او په سیمه کې روان کړکېچ ټول د همدې کرښې پر چورلیځ راڅرخي . پنجاب افغانستان سره د همدې کرښې د عادلانه حل د مخنیوي په غرض، د سیمي او نړۍ ترهګر رابللي او هغو ته يي په پاکستان کې د روزنې او پالنې اډې جوړې کړي چې افغانستان کې جګړې توده وساتي او افغان دولت پښې لګېدو ته پرینږدي. خو افغانان په تېرو ۶۰ کلونو کې د دې ملي داعیي او پاکستان سره د نورو شخړو د حل لپاره په لومړي ځل د داسې نړیوالو دوستانو او هغو سره د تړونونو په لاسلیک سره ، مساعد چاپیریال او امکانات محسوسوي. په دې توګه د ستراتیژیکو تړونونو په لاسلیک کې په تېره بیا د امریکا او انګریز سره ، د افغانستان په ګټه ددې ستونزې د حل یوه عادلانه حل لار پکار ده. بیا هم په افغاني مشرتوب پورې اړه لري چې د خپلو تاریخي غوښتنو د پلیتابه لپاره له داسې ګټورو حالاتو څخه څرنګه ګټه پورته کولا شي .   

بلخوا د سیمې ټول هیوادونه ، که هغه پاکستان ، ایران ، هند ، چین او روسیه ده لا مخکې په  اتومي وسلو سمبال شوي او افغانستان له هرې خوا د لیوانو منځ کې ښکېل دي . همدغه لیوان په تېره بیا پاکستان او ایران د څو لسیزو راهیسې افغانان پرله پسې داړي او په غوښو او وینو يي نه مړیږي !

 د ستراتیژیک تړونونو موخه باید دا وي چې د هغو په مټ افغانستان په سیمه کې په یوه غښتلی او پیاوړي هیواد بدل شي او د ګاونډیانو له تیری څخه چې د ترهګرو په بڼه ترسره کیږي، ژغورنګ پیداکړي .               

یادونه :

( ۱ ) زرګري جګړه : د دوه یا څو لورو لخوا چې ګډې ګټې لري، ظاهرې لانجه او شخړه چې د وګړو د تېرویستلو په موخه ترسره کیږي .

د ۲۰۱۲ کال د اپریل ۱۰ مه

سرلوڅ مرادزی