د ۲۰۱۲ کال د مۍ ۴ مه

سرلوڅ مرادزی  

 

 ستراتیژیک تړون، د ننګونو او ګواښونو په وړاندې غبرګون

که افغانستان کې د تېرو څو لسیزو د پېښو بهیر ته یوه ځغلنده کتنه وشي او په دې هیواد د تپل شوې جګړې بېلا بېل پړاونه له نظره تېر کړو، د نړۍ له مهمو هیوادونو او په تېره بیا امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیک تړون لاسلیک ، د تاریخي جبر پر بنسټ یوه منطقي پایله ګڼلای شو .

ننی افغانستان د ۲۰ مې پيړۍ د پیل افغانستان نه دی چې هغه مهال اعلیحضرت امیر حبیب الله خان د لومړۍ نړیوالې جګړې او یا د ملت بابا اعلیحضرت محمدظاهرشا په دوهمه نړیواله جګړه کې د افغانستان ناپيېلتوب ، د جګړې د دواړو لورو په وړاندې خوندی وساته . د نړیوالې دوهمې جګړې روسته د ناپیلتوب غورځنګ شرایط هم چې افغانستان يی له موسیسنو ګڼل کېده ، پخپل حال نه دې پاتې او نن موږ په بېله پیړۍ او جلا چاپیریال کې ژوند کوو .

اوس ۲۱ مه پیړۍ د خپلو جلا غوښتنو او شرایطو سره د هیوادونو او ملتونو په وړاندې ځان راپيژني او افغانان باید د وخت غوښتنو ته چمتو شي او د تېر وخت په چاپیریال کې ځان بندې ونه ساتي .

که پخوا افغانستان یوازې په وچه کې یو ښکېل هیواد و، خو اوسنی افغانستان په وچه کې له ښکېلتیا سربېره د ګاونډیانو په یوه اتومي کړۍ کې هم راښکېل دی .

د ختیځ او لویدیځ ګاونډیانو او حتی ورڅېرمه دولتونو هم په تېرو لسیزو کې د افغانستان په اړه له هیڅ ډول لاسوهنې ، تیري او بې رحمۍ څخه ډډه نه دې کړي . دا ګاونډیان ، افغانستان کې په ټولو شویو کودتاګانو ، پاڅونونو ، شخړو او د کورنیو جګړو په لمسولو او پاللو کې لاس لري . یوازې په ۹۰ کلونو کې د افغانستان شمال پخپل سر د روسيي ، ایران ، تاجیکستان ، ازبکستان او نورو سره مالي ، پوځي او دیپلوماتیکې اړیکې درلودې او د یادو هیوادو، سفارتونو او قونسلګریو هلته غوبل جوړ کړی وو او د هیواد د پاتې برخې پر ګبین بیا د پاکستان او عربي هیوادونو مچان او غوماشي راپنډ شوي وو . هیواد کې څو ډوله نوټونه چلیدل د رباني پيسې ، د دوستم نوټونه او په پاکستان کې چاپ شوي نوټونه .

په هغه مهال جنرال نصیرالله بابر او رشید دوستم دې پریکړې ته رسیدلي وو چې د هیواد د شمال برخلیک له جنوب څخه جلا کړي . شمال دوستم واخلي او د جنوب قباله پنجاب ته ورحواله کړي خو افغانستان کې د جرمني تبعه د ملګرو ملتو استازي ددې چلوټې د پلیتابه مخه ونیوله ( ۱ ).

پاکستان اوس هم د افغانستان په اړه له خپلې ستراتیژۍ څخه نه دی تېر شوی. پاکستان د تل پشان په دې هڅه کې دی چې افغانستان به د پنجاب د ملیتاریستي او شوونیستي موخو لپاره په سیمه کې د هغه هیواد ستراتیژیک کنډو ( strategic depth ) وي . همدارنګه غواړي، افغانستان کې د پنجاب یو مزدور حکومت واکمن وي او د پنجاب په ساز ونڅیږي .

پنجاب په څولسیزو کې د ارواښاد محمد داوودخان له حکومته نیولې د کرزي تر حکومته پورې د خپلو اجیرو او خرڅ شویو ملایانو او مولانا ګانو په خوله چې ډیرکي يي د فضل الرحمان په جمعیت علما اسلام او د قاضي حسین احمد او مولانا سمیع الحق د پاکستان په اسلامي جماعت کې راټول شوي ، په کفر تورن کړي او د دوی په وړاندې يي د ای ایس ای او پوځیانو په لارښوونه د جهاد فتواوې صادر کړي دي .

همداراز پاکستان اوس هم  د نړۍ مذهبي توند لارې ، القاعده او طالبان په اډو کې دیره ساتي او د خپل پوځ د یوې برخې پتوګه يي په افغانستان کې دننه د ډلوژنې ، ورانۍ او ګډوډۍ لپاره کاروي .

بلخوا د پنجاب له ګټو او موخو پرته ، مذهبي توندلارې په افغانستان کې نورې موخې هم لري . دا توند لارې په دې اند دی چې افغانستان د زړو او له وخته لویدلو اندیښنو د بیا زرغونېدو او راټوکېدو لپاره مساعده ځمکه ده . دوی په دې هیله دي چې دلته به د ۱۴ پیړیو مخکې اندیښنې وکري ، د پاکستان د مولاناګانو د ډیران څره به ژر ژر ورکړي ، دا بزغلی به شین او زیات شي او له دې ځایه به يي نړۍ ته صادروي .

دا چې عصري ښوونځي سوځوي او په بمونو يي الوځوي او یايي لکه په غزني کې له یوې مخې تړي د همداسې موخو لپاره ترسره کیږي .

د نجونو او ښځو سره حساسیت هم یوازې په افغانستان کې ښودل کیږي . په تخار کې د ۱۵۰ نجونو په زهرو مسمومول ، د مذهبي توندلارو د کارنامو روستۍ بېلګه ګڼلای شو . تېر ۲۰۱۱ کال په جون کې هم د افغانستان مرکزي ولايت باميانو د پنجاب ولسوالۍ د نجونو په ليسه کې شاوخوا ۴۰ نجونې مسمومې شوې وې ، BBC .

د وګړو د مدني حقونو ، ديموكراسي ، سيكولريزم ، هيومانیزم او ګلوبلايزيشن سره د مذهبي توندلارو د غیږنیوی ( پهلواني ) او دوښمنۍ ډګر به هم دلته د افغانستان کلي او ښارګوټې وي .

مذهبي توندلارو ته دا هم  د ملنو وړ نه ده چې افغانستان دې د ملګرو ملتو غړی وي ، د ملګرو ملتو منشور، نړیوالو تړونونو او نړیوالو میثاقونو سره دې تړاو ولري او د بشري حقونو نړیوالي اعلامي ته دې ژمن او په نړیواله کچه دې د برم او لوړتیا څښتن وي .

د ایران اخوندي رژیم هم افغانستان لپاره د مذهبي توندلارو د زړو اندیښنو په ملاتړ ، د ترهګرو د وسلوالې جګړې په سازمان ورکولو او د افغانستان په دننه کې د قومونو بېلتون او د مذهبي تعصب په خپرولو کې، تر پاکستان روسته نه دی او فغانستان کې پياوړی مرکزی حکومت په سیمه کې د خپلو شوونیستي موخو لپاره لوی خنډ بولی .

پښتانه یو متل لري وايي« چې په تنګ شي نو په جنګ شي » . دې ټولو لاملونو افغانان اړکړل چې له روانو ستونزو څخه د ځان ژغورلو لپاره د نړۍ له سترو هیوادونو سره ستراتیژیک تړونونه لاسیک کړي .

تر کومه ځایه چې د افغانستان په ملي ګټو پورې اړه لري ، د ستراتیژیک تړون په سریزه کې لولو« د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت (وروسته تردې، افغانستان) او د امريكا د متحده ايالاتو دولت (وروسته تردې، متحده ايالات) له 2001 م/1380 هـ ش كال را پدې خوا، نړيوال امنيت او سولې ته د متوجه تهديداتو د دفع په منظور او هم د افغانستان له خلكو سره د مرستې لپاره - چې يې امن، دموكراتيكه او سوکاله اّينده تامين كړي - په ډيره نزدې همكارۍ كې واقع دي چې حاصل يې نن د پايه دار امنيت په مسير كې د افغانستان واقع كيدل، حكومتداري، اجتماعي او اقتصادي توسعه او د سيمې په سطح جوړوونكې همكارۍ دي دواړه لوري، د 2011 م/1390 هـ ش كال د نومبر د مياشتې د عنعنه يى لويې جرگې د سپارښتنو قدرداني كوي، د سپارښتنو په يوه برخه كې راغلي دي ، د تيرو لسو كلونو د لاسته راوړنو د حفظ اړتيا ته پر تاكيد، د افغانستان اساسي قانون، د ښځو حقوقو او د بيان اّزادي ته په احترام او پرمنطقه حاكم وضعيت ته په پاملرنه، د هيواد د سياسي، اقتصادى او نظامى امنيت د تامين په منظور، د امريكا له متحده ايالاتو سره چې د افغانستان د خلكو او نظام يو ستراتيژيك دوست دى، ستراتيژيكې همكارۍ ضروري ګڼل كيږي. د امريكا له متحده ايالاتو سره د ستراتيژيكو همكاريو د سند لاس ليك زيات اهميت لري. دا سند به د افغانستان له ملي گټو سره همآهنګ وي. دا سند به - د ملگرو ملتونو د سازمان له منشور سره سم - افغانستان او امريكا د دوو مستقلو او اّزادو هيوادونو په حيث لاسلیک کوي.”

په دې توګه بې ځایه نه ده چې د سراتيژیک تړون په وړاندې تهران ، اسلام اباد او د القاعده په لاړو لامده ترهګر او د هغو ذهني ملاتړې به یوله بل سره نږدي کیږي او تر ټولو لومړی به رسنیزه غوغا له همدغو سرچینو راولاړیږي .

یادونه :

( ۱ ) په دې تړاوجنرال بابر وايي : «  ګورئ طالبان په ۱۹۹۶ کې د سپتمبر په میاشت کابل ته ننوتل، نو په اکتوبر کې زموږ او د دوی او شمالی اتحاد تر مینځ په مزار کې خبرې شروع شوی، اول لاړو کابل ته د طالبانو له شورا سره مو خبری وکړی بیا له هغه ځایه قندهار ته لاړو او له ملا عمر سره مو خبره وکړه، هغه بیا ملاغوث راسره کړو بیا ولاړو مزار ته. دوستم سره مو خبری وکړی. دوستم هم زموږ د طرحی ملاتړ وکړ. یوه مسوده جوړه شوه چی پنځه پراګراف یا بندونه یې درلودل. لومړی بند یې دا و چې د ملل متحد او اسلامی کنفرانس تر اشراف لاندی ټولی پریکړی منو. دوهم دا چې اوربند به وي او بندیان او د مړو جسدونه به یو بل ته ورکول کیږي. خو پنځمه فقره دا وه چې داسی یوه سیاسی اداره باید جوړه شي چې په هغوی کې به د ټولو ولایتونو نمایندګي د نفوس د تناسب په بناراځي. پدی مسودی کې د فیدرال خبره هم وه چې د دوستم تر څنګ طالبان هم پری راضی وو هغه وخت زما وظیفه دلته په اسلام آباد کې وه (داخله وزیر) د مسودی ټول بندونه تیار وو، او زه بیرته مزارته روان وم. ماته د امریکا سفیر «سایمن جونیر» ویل چې درسره ګورم، ده ماته په ملاقات کې وویل چې ته « ډاکټر هول» هم له ځان سره بوزه ډاکټر هول د جرمني و او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی خاص استازی و. ما ورته وویل چې هغه خو زموږ سره ده ځکه چې د قرار داد یا اتفاق نامی په اول بند کې لیکل شوی دي چې د ملل متحد او اسلامی کنفرانس تر اشرف لاندې به یوه طرحه جوړوو، خو زه چې کله مزار ته ورسیدم نو لیدل مې چی ډاکټر هول له مانه مخکې هلته رسیدلی وو. دوستم که څه هم زموږ سره پخوا خبری کړی وی خو ما ورته وویل چې اوس هول راغلی ده نو پکار ده چې د هغه په حضور کې یو ځل بیا هماغه خبرې تکرار کړو. ‌ډاکټر هول اول ډیر اوږد تقریر وکړ خو دا یې هم وویل چې زه پر دی مسودی د ستخط (لاسلیک) اختیار نلرم. بیا د ډوډ‌ی وخت شو، هول وویل چې دا خوعجیبه کار شوی ټولی خواوی پری راضی دي، نو زه به له نیویارک سره خبرې وکړم، نو هغه بلی کوټی ته ولاړ او په ستلایټ تلیفون یې هلته په نیویارک کې چا سره خبرې وکړی، بیا یې له ما سره خبرې وکړی، نو ما ګمان کاوه چې کیدای شي اجازت به ورته ملاو شوی وي. پدی ضمن کې ما برګیډ‌ر مجید (په هغه وخت کې د اسلام آباد سفیر په تاجکستان کې) ته وویل چې مسوده ټایپ کړي چې امضاګانو ته تیاره وي. دوستم راته وویل چې شپږ کسان به زه درته معرفی کړم، شپږ کسان به د طالبانو شي، دوستم ویل چې ددی توافق غونډه به په کابل کې اعلانیږي او زه په خپله هم کابل ته درځم، پدی ټولو توافق وشو، ډاکټر هول راغې نو قلم یې راواخیست او دا پنځم یې رد کړ، په دی کار دوستم خفه شو، په هغه ورځ خو موږ بیرته پاکستان ته راغلو خو دوستم بیا پیغامونه شروع کړل او زارۍ یې کولی چې یوځل دلته راشئ. بیا دلته ایوان صدر کې میټنګ وشو، په هغې کې صدرفاروق لغاري، بینظیربوټو، چیف آف آرمي (د پوځ لوی درستیز) سټاف، د ISI ډایرکټر جنرال (عمومی رئیس)، وزیر خارجه او زه هم... وم نو دوی ماته وویل چی بله ورځ ( د نومبر په پنځمه) مزار ته لاړشه او دستخطونه وکړه... لیکن د نومبر په څلورم زموږ حکومت ړنګ شو. اوهغه مسوده او توافقات همداسې نیمګړي پاتې شول. د وطن پیغام بریښناپاڼه ، بابر سره مرکه »