د شیکاګو کنفرانس او د افغانستان راتلونکې

د شیکاګو کنفراس په کور دننه او د سیمه یزو بدخواهانو او منفي پالو د هیلو او وړاندوینو خلاف د نوي ، پرمختللي او دیموکرات افغانستان لپاره نوي افقونه پرانیستل او افغانانو ته يی نوي فرصتونه مخې ته کيښودل . اوس دا په افغان دولت او ټولو افغانانو پورې اړه لري چې له دې فرصتونو څخه څنګه په هیواد کې د امنیت د ټینګولو او ښې حکومتولۍ لپاره ګټه پورته کوي ، ځکه نن هم امنیت او ښه حکومتولي د نورو ستونزو په سرکې ځای لري .

له دې کنفرانس روسته، افغانستان د ژوند بل او نوي پړاو ته ورداخلیږي چې یو شمېر افغان شنونکي او د نظرخاوندان يي د بدلون لسیزه یا د بدلون کلونو په نوم یادوي . که د شیکاګو کنفرانس څخه مخکې افغانستان د ځان د دفاع لپاره زیات په پوځي برخه کې د نړۍ ملاتړ ته اړتیا درلوده  او نړیوالوهم پوځي سکټور ته لومړیتوب ورکړی وو، له کنفرانس روسته په افغانستان کې د پوځي ښې روزنې ، په پوځي وسایلو او تخنیک د افغان امنیتي ځواک د سمبالتیا او چمتووالي ترڅنګ ، اقتصادي او ټولنیز ریفورم ته بیا د ورځې د عمده غوښتنو په سترګه کتل کیږي .

لومړی پړاو چې افغانان او نړیوال يي محاربوي پير بولي، په هغه کې د افغان ، ایساف او ناټو ځواکونو په ګډه له افغانستان څخه د القاعدې او نورو سیمه یزو او نړیوالو ترهګرو لمن ټوله کړه او افغانستان کې يي د نوې ادارې بنسټ کيښود چې پخوانۍ هغه يي ددغو تورو ځواکونو په لاس له بیخه ړنګه شوې وه .   

په دې پير او لسیزه کې افغانستان، د سوله پالو او هیوادپالو افغانانو او د نړیوالو په ملاتړ او مرسته، له هغه مړستون څخه چې جګړمارو ځواکونو ، جهادي ــ مافیايي کړیو او د سیمې سراښو ګاونډیانو هلته ژوندی خښ کړی وو ، نجات او خلاصون وموند او بېرته له نړیوال بهیر سره یوځای او د یوه خپلواک او مستقل هیواد په حیث راوځلید . اوس ننني افغانستان د نړۍ له هیوادونو سره بېرته سیال شوی او د سیالانو په مخکښه لیکه کې ولاړ دی چې د شیکاګو کنفرانس ملاتړ د پورته ادعا د ثبوت لپاره ژوندۍ بېلګه ګنلای شو .

په دې نړیواله غونډه کې د ناټو سازمان ۲۸ غړو هیوادونو او ۳۰ غیرناټو هیوادونو ولسمشرانو او لومړي وزیرانو ګډون درلود . د ناټو سرمشریزې خپلې پریکړې په اعلامیه کې څرګندې کړي .

په اعلامیه کې ویل شوي « له نړیوال امنیت ساتونکي ځواک (ایساف) څخه د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته د ټولو امنیتي مسوولیتونو د انتقال نه بدلېدونکې پروسه، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه بشپړېږي، سمه پر مخ روانه ده.» اعلامیه همداراز وايي ایساف چې په جنګي چارو به یې تمرکز کاوه، نور د افغان امنیتي ځواکونو روزنې، مشاورې او ملاتړ ته پام واړوي څو د افغانانو هغه ملاتړ یقیني شي چې دوی د زیاتو مسوولیتونو د خپلولو په ترڅ کې ورته اړتیا لري. همداراز اعلامیه زیاتوي « موږ په تدریج او په مسوولانه ډول د خپلو ځواکونو شمېر کموو تر دې چې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په یودېرشمه د ایساف ماموریت ختم کړو.»

د ناټو منشی اندرس فوګ راسموسن وویل چې د ناټو دنده په افغانستان کې پایته نږدې شوې خو دا پای د افغانستان د بیخي پریښودلو او هیرولو په مانا نه دی . د امریکا ولسمشر اوباما هم چې د ناټو غړو هیوادو امنیت يي د افغانستان په امنیت پورې تړلی وباله ، وویل چې افغانستان کې لا اوس هم ډيرې دندې مخې ته پرتې پاتې دي . نوموړی د ناټو د دویمې ورځې دغونډې پرمهال ډاډ څرګند کړ چې افغانستان ددې وړتیا لري چې د ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل امنیت بشپړ مسولیت په غاړه واخلي. اوباما زیاته کړه چې دافغانستان دامنیتي مسولیت د انتقال بهیر په سمه روان دی او په دې يي ټینګار وکړ، په داسي حال کې چې افغانان مخ پروړاندې ځي او د خپل هیواد دامنیت چارې به پخپله پرمخ یوسي، نړیوالې ټولنه به افغانستان دغسي پرې نږدي. افغانان چې هروخت د ننګونو پر وړاندې دریږي، یواځي به نه دریږي.

د ناټو چارواکي به د توکیو په غونډه کې له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستان سره څه باندې څلور ملیارد ډالره کلنۍ مرسته او دغه راز د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مرستې اعلان کړي.

د ۲۰۱۴ کال روسته له افغانستان څخه د ایساف او ناټو د ځواکونو په وتلو سره به د افغانستان په وړاندې د پاکستان ، ایران او په افغانستان دننه، ددې هیوادو د ګوډاګیانو هغه تبلیغاتي ډرامه پیکه او بېخونده شي چې ویل به يي افغانستان اشغال شوی او ملي واک نلري . که څه هم افغانستان تل خپلواک او ازاد و، خو د ګاونډیانو لاسوهنو او تیریو اړکړی وو چې د هغو د شنډولو لپاره نړیوال ملاتړ ته پنا یوسي . اوس افغانستان نه یوازې دا ملاتړ ترلاسه کړی بلکې په ګاونډ او سیمه کې يي بیرغ ترټولو رپانده ، نړیوال حیثیت يي له ټولو ګاونډیانو اوچت او ملي برم يی پر ټولو لوړ او زیات دی.

افغانستان نن د نړیوالې ټولنې یو وتلی او ښاغلی غړی دی ، په داسې حال کې چې ایران او پاکستان له نړۍ څخه د ګوښه کېدو او هیرېدو لار وهي او د تیارې او تتې راتلونکې په لور رهي دي. د کنفرانس په مهال اوباما ، د پاکستان د ولسمشر زردارې دا هیله او تلوسه چې هغه سره به لیده کاته کوي په اوبو لاهو کړه . د زرداري دا غوښتنه هم چې د ناټو د منشي راسموسن سره به یو به یو ګوري د نوموړي یو خیال پلو وخاته . د ترهګرو په له منځه وړلو کې د پاکستان د نه همکارۍ په لامل د مۍ په ۲۳ مه د امریکا سنا ۵۶ په سلو کې خپلې مرستې پاکستان ته کمې کړي ، چې پاکستان به ډېر ژر د تیارې او تورتم راتلونکې سره مخ کړي .

اوس د شیکاګوکنفرانس څخه روسته پیر چې د نړیوالې ټولنې د ساتندویه پیر په نوم یاد شوی، پیلیږي او دې پیر سره د افغان دولت پر اوږو نوي دندې او مسولیتونو باریږي .    

 

ویل شوي د ناټو مشرانو له افغانستان سره خپلې پوځي او اقتصادي مرستې د افغانستان په دولت کې د فساد له مخنیوي، ښې حکومتولۍ، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو له رعایت او د شفاف انتخاباتي سیستم په رامنځته کولو سره غوټه کړي دي.

د ګاونډیانو د لاسوهنو او تیريو په وړاندې د هیواد امنیت، افغانستان سره د امریکا او نړیوالو ستراتیژیکو تړونو په لاسلیک سره تضمین شوی او په دې برخه کې زیاتو اندیښنو ته ځای نه پاتیږي خو په کور دننه د امنیت ستونزه په افغان دولت پورې تړلې چې هغه څنګه حل کوي او کوم میکانیزم پلی کوي .

که د نړیوالو ځوکونو له وتلو مخکې افغان دولت ځان ونه څنډي او دولت کې دننه جهادي ــ مافیايی کړۍ چې د فساد ، ګډوډۍ او بې امنۍ سرچینه ده او بلخوا د ایران او پاکستان د استخباراتو ځاله ده ، ماتې نکړي د بدلون لسیزه او ساتندویه پیر به هم له ستونزو ډک وي او افغانستان به بیا پر نړۍ بار وي چې دا ځل به نړۍ د افغانستان بار پر اوږو وانخلي .

له هیواده بهر د جګړې لامل ورو ورو خپل ارزښت له لاسه ورکوي او د جګړې کورني لاملونه چې هغه پراخ او ناکنتروله فساد ، بده حکومتولي ، د قانون ناپلیتوب او د حکومت او ولس ترمنځ واټن ، بيکاري او نور جوړوي، د ورځنیو عمده پوښتنو پتوګه رامنځته کیږي او فوري حل غواړي . پخوا هم دغو فکټورونو د بهرني لامل سره لاس په لاس په هیواد کې جګړه توده ساتلې وه خو له دې روسته که د جګړې کورني لاملونه له مخې ایسته نشي ، که بهرني لاملونه لری هم شي افغانان به د جګړې تر سیوري لاندې تل ژوند کوي .  

که څه هم په ستراتیژیکو تړونو کې د جګړې کورني لاملونو ته هم اشاره شوې او د هغې حل لارې په یوه یا بڼه په ګوته شوې خو دا هم د افغان دولت او افغانانو په پوهې ، زیرکۍ او لیوالتیا پورې اړه لري چې څنګه په دواړو ډګرونو کې د لاسته راغلو فرصتونو او شونتیاوو څخه ګټه پورته کوي .

څه ښه يی ویلي دي « که نه ځي په شا به دې کړم ، چې نه يي خورې څه به دې کړم »

که دا شان فرصتونه د افغانستان ګاونډیانو او یا نورو هیوادونو ته ترلاسه وای ، دوی به له داسې فرصتونو څونه ګټه پورته کړی وای .

وخت به وښۍ چې په کور دننه او بهر چا له افغانانو او افغانستان سره څه وکړل ؟

د یو موټي ، پرمختللي او دیموکرات افغانستان په هیله !

د ۲۰۱۲ کال د مۍ ۲۴ مه

سرلوڅ مرادزی