په هند کی دافغانستان په باب کنفرانس جوړ شو

 

هندوستان په تیرو یوولسو کلونو کې له افغانستان سره ډیرې نزدې اړیکې ساتلی دي. هندوستان لومړنی هیواد ؤ چی له افغانستان سره یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی چې له مخې ئې دواړه هیوادونه له یوبل سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کوی هندوستان د ۲۰۰۲ میلادی کال ځخه راپه دیخوا  له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې شاوخوا دوه میلیارده ډالره مرستې کړې دي.تېره میاشت د هند او امريکا ترمنځ د ستراتېژيکې همکارۍ له خبرو وروسته، د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران سلا شول چې افغانستان، هند او متحده ايالات بايد خپل فعاليتونه د رسمې مشورتي غونډو له لارې پر مخ یوسي، د امريکا متحده ايالاتو او هند موافقه وکړه چې له افغانستان سره به درې اړخېزې خبرې کوې او په دې توګه به د زراعت، کانونو، برېښنا او په نورو زيربنايي پروژو کې له افغانستان سره مرسته کوي  په همدی اړه  دتیری پنجشنبی په ورځ په نوي ډیلي کې د ۳۳ هیوادونو، ۱۳۰ هندي کمپنیو او ۱۰۰ افغاني کمپنو په ګډون په افغانستان کې د پانګونې په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شو،د نوي ډیلي کنفرانس له هندي پانګوونکو وغوښتل چې په افغانستان کې له پانګې اچونې سره مرسته وکړي او په هغو برخو یا سیکتورونو کې پانګونې ته لېوالتیا وښيي چې دوی پکې علاقمن دي د نوي ډیلۍ دغه اقتصادي غونډه د هندي صنعتي کمپنیو د گډې اداری، د افغان او هند د حکومتونو او سوداگرۍ د موسسو په وړاندیز او نوښت جوړه شوی ؤ دنوموړی کنفرانس په طرځ  کی د هند وستان د خارجه چارو وزیر ایس ایم کریشنا بهرنیو او داخلي تجارانو ته وویل چې د 2014 م کال په اخر کې چې بهرنۍ قواووې له افغانستان څخه ووځي نو پکارده چې د یوې سیاسي خلا سبب نشي چې دا خلا د افراطیانو له خوانه بیا ډکه شي موږ احساس کوو چې بهرنۍ او کورنۍ پانگه اچونه، دواړه په وړه کچه او لویه کچه نقش لوبولی شي. اجازه ورکړی چې دعسکرو ځای د کمپنیو مدیره هېئتونه ونیسی، او د جنرالانو ځای د کمپنیو رئیسان ونیسي.

افغانستان له ډیره وخت راهسی د هند سره لرغونې سياسي، كلتوري او اقتصادي اړيكې لري چې بايد نورې هم پياوړې شي همدارنګه  په دې وروستيو كې نړيواله ټولنه او امريكا په افغانستان كې د هندوستان د ونډې زياتيدلو ته ډیره ليواله ده دا ځکه چی هند له ۲۰۰۱ كال وروسته د افغانستان له حكومت سره مخامخ اړيكې ټينګې كړې دی او د دې پر ځاى چې له ډلو، اشخاصو او استخباراتي كړيو سره تعلقات ولري، مخامخ يې له يوه مشروع حاكميت، ولس له ولس او حكومت له حكومت سره مناسبات پيل كړی دی  په همدی لحاظ افغانان بايد د هندوستان له تجربو څخه د ظرفيتونو په جوړولو كې په پرخه پیمانه ګټه واخلي ،بايد د هندي پانګوالو پانګې او متخصصين راجلب كړي چې  دغه متخصصين د افغانستان لپاره د نورو هېوادونو د متخصصينو په پرتله هم ګټور او هم ارزانه پريوزي دسیاسی چارو ځینی کار پوهان بیا په دی اند دې كه هند له افغانستان سره  مرسته كوي په سيمه كې به ډېر حساسيتونه راوپاروي، خلګ پوهېږو چې د هند او پاكستان اړيكې او بيا دلته د پاكستان لاسوهنې يو څرګند حقيقت دى او دغه لاسوهنې به نورې هم پسې زياتې شي، دلته بايد د افغانستان حكومت د سيمې د ټولو هېوادونو نزاكتونه هم په پام كې ونيسي چې د افغانستان د ملي ګټو سره سم وي او په راتلونكې كې افغانستان ته د سولې په راوستو كې گټور ثابت شی داچې افغانستان، هندوستان او امريكا غواړي يو درې اړخيزه مثلث رامنځته كړي،  دغه مثلث د هيڅ يوه هېواد پر ضد باید نه وی، بلكې يوازې  د افغانستان د ستونزو د له منځه وړلو لپاره باید وی تر کومه ځای چی د افغانستان سره دهند دمرستو په باب دپاکستان دتشویش په باب لا ډیر پخوا  .

د جنوبې او مرکزي اسيا په چارو کې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رابرت بليک په واشنګټن کې خبريالانو ته ویلی دی: چی په پوره ډاډ سره وايم چې د افغانستان، متحده ايالاتو او هند ترمنځ درې اړخېزې خبرې د پاکستان پر ضد نه دي بليک ویلی دی، دا درې اړخېزې خبرې د افغانستان د وضعې او له دې هېواد څخه د ملاتړ د څرنګوالي په اړه دي. د هند د بهرنيو چارو وزير ايس ايم کرشنا هم په عین حال کی ویلی دی چی، هند او افغانستان په خپلو کې لرغونې تاريخې، اقتصادي او فرهنګې اړيکې لري او دا اړیکی دهيخ بل کوم هیواد په ضد نه دی ده، په افغانستان کې د هند ونډه مهمه بللی ده.

 هندوستان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په دې هیواد کې د طالبان د بیا واک ته له رسیدو څخه اندیښنه لري دبله لوری د امريکا او پاکستان اړيکې لا هم همغسې خرابی او پیچیلی پاتې دي، دواړه لوري پر يو بل د فشار لپاره لارې ګوری، امريکا هند ته په نږدې کېدو سره پر پاکستان د فشارونو نوې لړۍ پيل کړې ده او په همدې موخه لوړو پوړو امريکايي چارواکو يو پر بل پسې هند ته سفرونه وکړل. پاکستان هم پر امريکا د فشار لپاره د نورو هڅو ترڅنګ په افغانستان کې خونړيو جنګونو ته زور ورکړى دى او په دې لړ کې په افغانستان  کې پر امريکايي ځواکونو کم ساري خونړي بريدونه شوي دي. له دواړو لورو څخه د فشار د نوو لارو چارو د کارولو هڅې دافغانستان په خاوره کی رواني دي چه ددغو اړيکو زيان تر ډېره افغانستان ته اوړي، د اړيکو د ښه والي په وخت کې هم افغانستان درانه زيانونه ليدلي دي او د ترينګلو اړيکو پر مهال هم افغانستان ته درانه زيانونه اوړي.  په دی اخیرو کی د امريکا او پاکستان په ترينګلو اړيکو کې د افغانستان په سرحدي سيمو کې حالات سخت شوي دي او د افغانستان د سرحدي سيمو خلک د پاکستاني امنيتي ځواکونو او له پاکستان څخه د را اوړېدونکو وسله والو تر سخت فشار لاندې دي. دغه راز پاکستاني امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې  يو ځل بيا د افغانستان په سرحدي سيمو په ځانګړي ډول په کونړ ولايت د درنو وسلو بريدونو ته زور ورکړى دى له دې ټولو سره په يو نوي ګام کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په  اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مرستيال د اعتراض په توګه احضار کړى دى او هغه ته يې د دير د پېښې په اړه سخت احتجاج کړى دى. پاکستاني حکومت ادعا کوي، چې شاوخوا سلو تنو وسله والو  د افغانستان له خاورې د دير په سيمه کې پر پاکستانيو ځواکونو بريدونه کړي او بيا تښتيدلي دي دهغوی د معلوماتو له مخې په دې نښته کې ١١ بريد کوونکي او شپږ سرتېري ووژل شول او ١١ نور سرتېري نادرکه شوي دي مګرم داچی دڅه باندې ۳۰ کالو په چریان کی له پاکستان څخه وسله وال را اوړي او په افغانستان کې چاودنې، وژنې او بريدونه کوي، کره شواهد شته چې پاکستاني چارواکي ددې وسله والو ملاتړ کوي او اوس هم همدا کار دوام لري. خو پاکستان بيا د افغانستان له خاورې د هغه وسله والو د ور اوښتو له امله احتجاج کوي چې دوى خپله روزلي او افغانستان ته يې د جګړې لپاره را لېږلي دي. د پاکستان دا ګام د نړيوالو اصولو خلاف او د خندا وړ دى دخندا وړ خولا داده چی په ملګرو ملتونو کې دپاکستان استازي عبدالله حسین هارون له امنیت شورا غوښتي دي چې په افغانستان کې دوسله والو دپټنځایونو دله منځه وړلو په موخه پریکنده ګامونه پورته کړي او دا کره کړي  چې نور به افغانستان خاوره دپاکستان پر ضد نه کارول کیږي نوموړی داهم ویلی دی چی پاکستان به دهغو بریدونو په هکله پټه خوله پاتی نه شې کوم چی دافغانستان له خاوری زمونږ پر پو ستو تر سره کیږې په ملګرو ملتونو کی دپاکستان دنماینده ددغی دخندا وړ ادعا په باب دپاکستانی طا لبانودتنظیم د مرستیال فقیر محمد جواب دقناعت وړ دی چی دبی بی سی سره یی دیو نا معلوم ځای  ځخه په خپلو ځرګندونو کی کړی دی نوموړی په خپلو ځرګندونو کی ویلی دی چی دپاکستان دحکومت دا تورونه بیځایه دې چی وایی طالبان له افغانستانه وراوړی او پر پاکستانی پوستو بریدونه کوی مولوي فقير محمد ویلی دی چی پاکستاني طالبان اوس هم د پاکستان دننه د ډېرو پخو ځايونود په نښه کولو توان لری او افغانستان د دې وس نه لري چې د خپل يوه هسې مخالف پر ضد راپورته شوو ته ځاى ورکړي چې د ده په خبره د افغانستان ټيکاو نه غواړي ده دافغانستان په پلوی  دا هم ویلی دی  چې که پاکستان يې مخالفينو ته پنا ورکولى شي، نو افغانستان ولې په دې کې پښه نيولى دى د افغانستان حکومت موږ ته پنا نه ده راکړې او نه د اوس لپاره د دې وس لري، خو موږ په دې اميد يو چې په افغانستان کې الله داسې يو حکومت راولي، چې هغه د مسلمانانو د پنا ځاى وګرځي او د دې جوګه شي چې هر څوک چې په افغانستان کې نه يو نظام نه پرېږدي او نه يو نظم پرېږدي، بايد چې غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي دنا ټو داکمالاتی وسایطو پر مخ لاهم پاکستان خپله لاره بنده ساتلی ده چی دهغو په جمله کی دافغانستان دښونی اوروزنی درسی کتابونه هم ګر ځول شوی دی که ځه هم دوهفتی وړاندی په کابل کی دپاکستان دبهرنیو چارو وزیری ومطبوعاتو ته په خپلو ځرګندونو کی وویل چی ډیر ژر به دافغانستان دشونی اوروزنی ودرسی کتابونو ته اجازه ور کړه شی ولو کوم وخت چی بیرته پاکستان ته ورسیدله خپله وعده یی هم پر ځای نه کړه.پای رحمت اله روان