هالند

 

د شهید نجیب الله د کشر ورور محترم روشان احمدزی

پیام

 

د ډاکټرنجیب الله دشهادت دشپاړسمی کالیزی په مناسبت

د لوی خدای په نامه

دتل پاتی ډاکټرنجیب الله دشهادت دشپاړسمی کالیزی په مناسبت ټولو ورونو ته خپلی نیکی هیلی وړاندی کوم.!
تر هرڅه دمخه، ددی درانده سیمینار دنوښتګرو، گډونوالو ته چی په دی غونډی کی دګډون نیکمرغی لری، دزړه له کومی درناوی وړاندی کوم .
زه د ډاکتر صاحب د کشر ورور په حیث ستاسو ټولو څخه یوی نړی مننه کوم چی دلته راغلی یاست او د تاریخ دا توره ورځ سره یوځای لمانځی. کاش چی هغه اوس ستاسو په منځ کی ناست وای او ستاسو ټولی دا هڅی یا زیارونه یی په خپلو سترگو لیدلی وای: زه د هغه د ورور په حیث نه بلکه د یو افغان په حیث ، دستر انسان، ملګری، اوزمونږ دتاریخ وتلی شخصیت ډاکټرنجیب الله مقام ته ددرناوی اوحق پیژندنی سرټیټوم .
ډاکټرنجیب الله یو څو بعدی شخصیت و : هغومره چی صمیمی، خوش برخورد او زړه سواندی و، همغومره هم قاطع او مدبر و،هغومره چی دستیج دسر وتلی ویاند و، همغومره هم ښه تکړه مرکچی او دولس په ژبه دخبرو اترو له عالی استعداد نه برخه من و، هم
غومره چی په نظامی برخه کی ښه قوماندان و همغومره هم دسیاست په ډګر کی بریالی و، ده وشوکولی له لوړو ژورو نه زده وکړي اودناخوالو په مخ کی نوښتګر واوسیی .
دی ښه دولتمدار ، زړور اوخوشبین سړی و، په ډیروسختوحالاتوکی یی ناامیدی او افسردګی ته لار نه ورکوله.
ډاکټرنجیب الله دخپلی ټولنی اودکورنیو او نړیوالو بهیرونو پوره او ژور تحلیل درلود. هغه وړاندوینی چی ده کړی وی، ټولی راوختلی دی دملی پخلاینی سترنوښتګر او اتل دی، که دباندنیو استخباراتوسره په تبانی کی له شانه پری جفا کارانه ګوزار نه وای شوی، اوس به دهیواد او دمنطقی څیره بله وای.
دده دوطن یا کفن ناره چی دشوروی اتحاد دقوتونو تروتلو وروسته یی دمستقلانه دفاع دانقلابی سر پورته کولو په خاطر د آریانا په څلورلاری کی وکړه، او د وطن دګوند شاه زلموپه هغی ورځی بیا د توری ارتجاع، ترور او باندنی مداخلی پر ضد خپل هوډ تازه کړ، د ده نه هیریدونکې نوښت و چې هم یې په نظامي او هم یې په ولسي پرګنو کې د پر ځان باور او ملی غرور احساس وغوړاوه. دجلال آباد په ستری تاریخی جګړی کی بری، دا روحیه نوره هم پیاوړی کړه او صادرشوی جګړه ماران او ددی جګړی، پلانوونکی اوهڅوونکی یی مختورن اوناهیلی کړل .
دده شهادت ، دټولوهغو قوتونو مشترکه دسیسیه وه، کومو چی دطالبانو په راوستو کی یی لاسونه سره یوکړي وو. د ډاکتر نجیب الله دشخصیت دلويي په هکله دا ویل بس دي چی نن په هیواد کی هرڅوک وای نجیب ! وای نجیب! وايي.
البته کله چی نجیب وایو، دی دده له ګوند نه بیل نه څیړو. نجیب د وطن ګوند دمشر په توګه په خلکو کی درنښت لري. کله چی خلک نجیب وايي دوطن ګوند مفهوم یی ترشا پروت دی. زمونږ ګوند، له هیواد نه د دفاع او د امنیت دساتلو د هلوځلو ترڅنګ هیڅکله د خلکو دهوساینی، خوړواوڅښاک، پوهنی اوروزنی، روغتیا او دقانونیت دپیاده کولو نه ډډه نه ډه کړی، زمونږ خلک دانه هیروی، اودا ډاکتر نجیب الله و چی دګوند د ژوند په ډیرو سختو کلونو کی، چی دودیز بین المللی دوستانو هم له مخالفینوسره ګوتی خوږی کړی وی، د هغه مشري په غاړه درلوده.
زه د هغه د کورنی په نمایندگی په زغرده وایم چی که په عاجله توګه دی خطیر حالت ته پاملرنه ونه شي نو دغه آخرني فرصتونه به هم تیر وي او پښیماني به بیا ګټه نلري .
راځئ د ډاکټر نجیب الله د شهادت په همدی شپاړسمی کلیزی کی، دده په ویاړ، دوطن دګوند دسوچه آرمانونو او د افغانستان د غم ځپلی ولس او ویرجنی ملاماتی ټولنی درنځونو په خاطر، له همدغه ځای نه په یوه آواز دوطن یاکفن دناری په شان، دیوه یوموټي ګوند چیغه پورته کړو او ثابته کړو چی له آرمانونو ډک د افغانستان دوطن ګوند، دهیواد اوخلکو ګټوته شانه ګرځوی.
راپورته شی ! تاسی په وطن کی ځای لرئ، خلک درسره ولاړدي .
ډاکتر نجیب نه مري . دی د هر افغان په زړه کې ژوندی دی .

کلونه او پیړی به تیریږي مګر د ده نوم اود ده خاطره به تل پاتی وي!

ومن الله توفیق

په درنشت روشان احمدزي