د ویښتیايي الهام په بڼه، د ډاکټر نجیب بیا ظهور

د تېرو ۱۶ کلونو پشان سږکال هم د تلې میاشتې په پنځمه، د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د شهادت ورځ ، په هیواد کې دننه په یو لړ مراسمو سره چې له پخوانو هغو يي زیات توپیر او برم درلود ، ولمانځل شوه .

د رسنیو له مخې دا ځل د شهادت شپاړسم تلین د ملي روغې جوړې په سیاسي تګلارې سره چې د افغانستان د کړکېچ د حل په تړاو د ډاکټر نجیب د اندیښنو او سیاستونو منځټکی جوړوي، کابل کې د وطن ګوند د بیا احیا لپاره د هغه ګوند د سترې غونډې له پرانیستې سره مل وه .

د BBC پښتو څانګې، بریښناپاڼه کې په دې اړوند، لولو « نن په کابل کې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله شپاړسم تلین ونمانځل شو. په هغه غونډه کې چې په دې اړه په کابل نندارې کې جوړه شوې وه، د وطن ګوند پر لسګونو پخوانیو غړو سربېره یو شمېر ځوانانو هم ګډون کړی وو.

د ډاکټر نجیب الله پلویان وايي، دوی به خپل ګوند په پښو دروي او د ډاکټر نجیب الله کورنۍ به یې مشري پر غاړه اخلي. »

همدارنګه BBC  د نوموړي خبر په بله برخه کې چې په تفصیل يي رااخیستی، زیاتوي « له تېرو څو ورځو راهیسې د کابلښار په ځینو واټونو کې د ډاکټر نجیب الله یو شمېر انځورونه او ویناوې تر سترګو کیږي. »

د افغانستان ملي تلویزیون هم د لومړي ځل لپاره، د ډاکټر نجیب د بنیاد لخوا د هغه جوړې شوې لويي غونډې خبر خپور کړ چې ګډونوالو يي له افغان دولت څخه غوښتنه کوله چې د ډاکټر نجیب الله د شهادت قضیه دې وپوښتل شي او د هغه په کور دننه قاتلین دې وپېژندل او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي . ګډونوالو په دې هم ټینګار کاوه چې جنرال حمیدګل، خدای وهلی جنرال نصیرالله بابر او د ای ایس ای د هغه مهال نور لوړپوړې چارواکې دې د قضيي د اصلي طراحانو پتوګه د نوموړي د شهادت په قضیي کې ښکېل وګڼل شي او تر پوښتنې لاندې دې راشي .

بلخوا د بیات بنیاد تلویزیون د ډاکټر نجیب د شپاړسم تلین په اړه د جوړې شوې غونډې خبر داسې خپور کړ چې ګډونوالو يي له افغان دولت څخه غوښتنه کوله چې د اریانا چوک دې د ډاکټر نجیب په نوم ونومول شي . په اریانا چوک کې د ۱۹۹۶ کال د سیپټمبر په ۲۷ د ای ایس ای په طرحه او د طالبانو په لاس، ډاکټر نجیب الله او د هغه ورور احمدزی د ملګرو ملتونو له حریم څخه چې هلته يي سیاسي پنا ااخیستې وه ، د ټولو نړیوالو اصولو په خلاف په زور راوایستل شول، لومړی شهیدان او بیا په نوموړي چوک کې راځوړند کړی شول .

ډاکټر نجیب ته یو زیات شمېر افغانان د یوه داسې سیاسي شخصیت په سترګه ګوري چې د افغانستان د راتلونکې په اړه يي  ډېرې وړاندوینې ریښتیا ختلي دي. د هغه مهال د سیاسي ځواکونو او په دولتي واک کې د ټولو د ګډون په اړه د ډاکټر دې طرحې « راه حل افغانستان کنار رفتن نیست بلکه کنار آمدن است»، زیات شهرت میندلی دي.

دغه طرحه له ۲۰ کلونو روسته هم ، دومره مشهوره او د کاروړ ګڼل کیږي چې د ډاکټر نجیب  د هغه مهال مخالف ځواکونه نن، په هغې طوطي وار شخوندونه وهي او طالبانو ته وايي چې دوی سره روغې جوړې او په دولتي واک کې د ګډون لپاره تیار دي، خو که اوس يي طالبان ومني او روغې جوړې ته حاضر شي!

بلخوا ډاکټر نجیب په دې اند و ، پاکستان او ایران کې اسلامي تنظیمونه ، ددې لپاره نه وو رامنځته شوي چې د افغانستان په خیر، سرلوړۍ او پرمختګ دې فکر وکړي . نو ځکه ډاکټر اندیښنه درلوده کله چې دا ځواکونه د نړیوالو او ګاونډیو هیوادو له ټاکلو تضمینونو پرته، پخپل سر دولتي واک تر ګوتو کړي، کابل او افغانستان کې به د وینو لښتې او بیالې وبهیږي، کور په کور او کوڅه په کوڅه به جګړه وي او مجاهدین به د اوسني کابل پرځای، د کابل پر کنډوالو حکومت کوي . افغانستان به د مړو هدیره وي او د جهادي تنظیمو مشران به يي پاچایان !

اوس دا وړاندوینه هم تر ډېره ځایه ریښتیا ختلې !

بلخوا ډاکټر، لویدیځ او په تېره بیا امریکا پرلپسې په غوږ وهله او داسې یوه مرکه يي اوس هم په یوټیوب کې د اوریدو او لاسرسي وړ ده چې هلته ډاکټر وايي که لویدیځ نور هم له نړۍ څخه پاکستان ته مذهبي توندلارې را اشر کړي او لا يي پیاوړي کړي، همدغه توندلارې به سبا افغانستان، امریکا او لویدیځ ته په دوهم ویتنام واړوي .

اوس د افغان ولس په منځ کې دا ګونګسی چې ډاکټر نجیب، پنجابي واکمنانو د ډیورند د تپلې کرښې د نه منلو په لامل، شهید او بیا يي په اریانا چوک کې ځوړند کړ، د یوه حقیقت پتوګه ګڼل کیږي او ډیری افغانان همداسې فکر کوي . د ډاکټر نجیب له شهادته روسته، د افغانستان په وړاندې د پنجاب د لاسوهنو او تیریو دوام څرګندوي چې د ډیورندکرښې پر سر افغانستان سره د پنجاب دوښمني تاریخي ریښه لري. دا چې ولسمشر کرزي ویلي ، که افغانستان کې خادم حرمین شریفین هم واکمن شي ، د پنجاب واکمنان يي نه مني او په افغانستان کې به خپلو لاسوهنو او تیریو ته ادامه ورکوي!

د ډاکټر د شهادت د شپاړسم تلین په مهال دا یوه خبره باید هغه دوستانو ته چې ځانونه د هغه پلویان او لارویان بولي له غوږه تېره شي چې ډاکټر یوازې په یوه ګوند او سیاسي ډلې پورې تړلي ونه بولي ، بلکې هغه په ټول افغان ملت پورې اړه لري . د ډاکټر په سیاسي کړنلار کې چې عمده برخه يي د جګړې بندښت ، ملي روغه جوړه ، اعتدال ، منځلاریتوب ، پرمختګ او د اجتماعي عدالت ارمانونه او میتودونه تشکیلوي، موخه دا ده چې ټول افغانان پر يوې چرګۍ راټول شي .

اروا دې ښاده وي !

د ۲۰۱۲ کال د سیپټمبر ۲۷ مه

سرلوڅ مرادزی