د جګړې د کورنیو لاملونو د حل وخت رسیدلی

لکه چې څرګنده ده ، افغانستان کې تاوتریخوالی او جګړه ، کورني او بهرني لاملونه لري . له  هغه ځایه چې روستیو کې د بهرني لاملونو د کنترولیدو او مهاریدو په موخه ، د نړیوالو او افغانانو ګډې هڅې د ستراتیژیک تړونونو په بڼه ګړندۍ شوې حالات غوښتنه کوي چې له هغې سره هممهال د تاوتریخوالي او جګړې کورني لاملونه هم ، تر کنترول لاندې راشي او د بشپړ حل لپاره يي د ترلاسه شويو فرصتو څخه ګټه پورته شي .   

د لیزبون د غونډې په پل ، د شیکاګو کنفرانس روسته چې هلته ، له ۲۰۱۴ کال پورې له افغانستان څخه د ناټو او ایساف د ځواکونو وتل یقیني شوي، اوس افغانستان د توکیو غونډې لپاره تیاري نیسي. د توکیو نړیواله غونډه به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو دهمغږي کولو په موخه د روان کال د جولاى په اتمه د جاپان په پلازمینه توکیو کې جوړه شي . البته دلته هم په افغان پلاوي غږ کیږي چې غونډې ته د افغانانو اړتیاوې ورسوي او افغانستان ته له ډکو لاسو سره راشي .

بلخوا د نړۍ له سترو هیوادو په تېره بیا امریکا سره د افغانستان ستراتیژیک تړونو د لاسلیک لړۍ چې څه مهال وړاندې پیل شوې وه ، د بشپړيدو په درشل کې ده . ویل کیږي چې د سیمي د ستر ګاونډي چین سره به هم د شنګهايی د غونډې په درشل کې چې د جون  په ۶ او ۷ مه جوړیدونکې ده، دا شان سترایژیک تړون لاسلیک شي .

دا ټولې سترې پېښې د ځنځیر د کړیو په څېر ، یو په بل پسې د نږدي او لري راتلونکې لپاره ، د افغانستان تګلوری او په نړیوال ډګر کې د هیواد دریځ او ځای څرګندوي . که دا پېښې په ټولیزه توګه په پام کې ونیول شي، څرګندوي چې د افغانستان د جګړې بهرني لاملونه سربېره له دې چې له پخوا زیات راسپړل او پېژندل کیږي ، ورو ورو مهار کیږي او تر کنترول لاندې راځي .

که څه هم په تېر کې د افغانستان جګړې بهرني لاملونه، د ناټو او ایساف په اند ، القاعده او نړیوال ترهګر راپيژندل کیږي، خو د افغانستان په اند د القاعدې او نړیوالو ترهګرو سربېره د پاکستان او ایران په دولتونو کې ځانګړې کړۍ چې خپلو هیوادو کې القاعدې او ترهګرو ته ځای ورکوي او هغوی ته د روزنې ، پالنې او وسلو شونتیاوې برابروي او بیا يي د افغانستان کلیو او ښارګوټو ته د ورانۍ او ډلوژنې لپاره رالیږي، هم په دې لاملونو ورزیاتیږي . بلخوا هیواد کې د جګړې د بهرنیو لاملونو په پېژند او تعریف کې هم د ناټو او افغان لوري نظر تل یوشان نه وو او کله ناکله دغو اختلافاتو د رسنیو تر کچې هم سر راپورته کړی، د بېلګې پتوګه افغان لوري تل ټینګارکړی چې ترهګر د افغانستان په کلیو او بانډو کې نشته او که وي هم ، هغه له ګاونډیو هیوادو لکه ایران او پاکستان څخه راځي خو ناټو په دې اړه له چوپتیا سربېره تر اوسه په پاکستان او ایران کې د ترهګرو په ټکولو او له منځه وړلو کې د پام وړاقدام نه دی کړی . که څه هم د القاعدې سرخېل بن لادن ، د امریکا په یوه ناڅاپي یرغل د ۲۰۱۱ کال د مۍ په ۲ مه ، اسلام اباد ته نږدي په ایبټ اباد کې ووژل شو او یا تازه بېلګه يي د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د یکشنبه په ورځ د القاعده د  مشر، سخرالطایفي وژل دي چې نوموړی په مشتاق او نسیم هم مشهور و او د دې شبکې له دوو نورو فعالانو سره یو ځای ووژل شو. خو الظواهري د القاعده اوسنی سرخېل په پاکستان کې لا ژوندی ګرځي او فعالیت کوي . د سخرالطایفي وژنه ښۍ چې له پاکستان څخه نړیوال ترهګر افغانستان ته اوس هم د افغان وژنې او ورانیو لپاره په فعال ډول تګ او راتګ کوي .

خو بیا هم د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنو او تیريو او په دې اړه د ناټو له چوپتیا او ناڅرګند دریځ سره سره ، اوس له افغانستان سره د نړیوالو ستراتیژیک تړونونو لاسلیک ، پاکستان او ایران ته یو غوڅ پیغام ګڼلای شو . لکه چې مخکې ورته اشاره وشوه ، ددې تړونو په لاسلیک سره افغانستان کې د جګړې بهرني لاملونه مهار او کنټرولیږي .

همداراز په سیمه یز او نړیوال ډګر کې د افغانستان ځلیدا او بریاوو ، په کور دننه د تاوتریخوالې او جګړې د لاملونو په له منځه وړلو کې مساعده فضا رامنځته کړېده . نړیواله ټولنه او ډیری افغانان په دې نظر کې شریک دی چې پراخ اداري فساد ، بده حکومتولي ، د قانون ناپلیتوب ، د نیشه توکو پراخ تولید او ترافیک ، بېوزلي ، بېکاري ، د ښځو حقوقو ته په دوهمه درجه کتنه د تاوتریخوالي او جګړې هغه کورني لاملونه دی چې د جګړې بهرني لاملونو تبرګي ته يي لاستې ورکړی دی. اوس ددې وخت رسیدلی چې د القاعده ، نړیوالو ترهګرو او د دوی د ملاتړو، یانې پاکستان او ایران په مهاریدو سره باید د جګړې کورنیو لاملونو حل ته پاملرنه ورزیاته شي .

 د ناټو مشرانو هم له افغانستان سره خپلې پوځي او اقتصادي مرستې د افغانستان په دولت کې د فساد له مخنیوي، ښې حکومتولۍ، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو له رعایت او د روڼ انتخاباتي سیستم له رامنځته کولو سره تړلي دي .

بلخوا افغان دولت ته اوس کافي فرصت ترلاسه شوی، چې د هیواد سهیل او ختیځ کې د ګڼو ولسونو ناراضیتوب ته ښی غوږ ونیسي او هغه واټن چې د دولت او دغو ولسونو ترمنځ رامنځته شوی، لری کړي . په دغو سیمو کې دولت د خپل ناوړه سیاست او ناوړه کادرونو په ګمارلو سره ، ولس له دولته مرور کړی او په لویلاس يي هغه د نړیوال تروریزم ، پاکستان او ایران غیږی ته ، وراچولی دی .

همداراز په دولت کې د نظارشورا او جمعیت ناکنتروله او له بریده زیات واک ، ولسونه له مرکزي دولته بېزارکړي . که نظارشورا اوس هم داسې نخرو ته دوام ورکړي لکه څو ورځې مخکې چې يي پر ولسې جرګې یوه ملي ضد پریکړه ترڅو د یوه ملي غدار په نوم یوه ورځ ونوموي او هغه يي عمومي رخصت اعلان کړه ، نورهم ولسونه له دولته کرکجنوي او ملي بېلتون ته يي ټېل وهي . همداراز د مقاومت او جهاد په نوم پرلپسې سوداګرۍ او په دولت کې د مقاومت خېلو او جهادیانو زورواکمنۍ ، د کاراهل ته د کار سپارلو مخه نیولې ده . د دولت لوړې او کارنده څوکۍ د پوهې، تجربې او وړتوب پرځای مافیايی جهادي لنډه غرو ، ډاکوانو او جګړه مارو ته په اجاره ورکول کیږي.  

هغه افغانان چې دولت څخه په بېلا بېلو لاملونو مرور دي او خپله مرورتیا د نورو بڼو ترڅنګ  په تاوتریخوالي هم ښکاره کوي خو د القاعده او نړیوال تروریزم سره اړیکې نلري او د ایران او پاکستان په لارښوونه خپل هیواد، نه ورانوي اوغواړي دولت سره یوځای شی په دولت کې د نظارشورا او جمعیت زیات واک يی ، مخه ډب کړيده . بېځایه نه ده د انګلیستان د کارګر ګوند مشر اد میلیبند افغانستان ته د خپل دوه ورځني سفر په پای کې ووايی ، نړیواله ټولنه باید د تلپاتې سیاسي حل په لار کې له پخوا ډېرې هلي ځلی وکړي . نوموړي دا اندیښنه هم ښودلې په ۲۰۱۴ کال د ناټو جنګیالیو له وتلو روسته کیدای شی ، دا هیواد یوځل بیا د « ناکام دولت » تر کچې سقوط وکړي .

په کور دننه ستونزو کې ځیني داسې افغانان هم ونډه لري چې په دولت کې لوړې او واکمنې څوکۍ لري خو د ایران ، پاکستان او نورو بهرنیانو لپاره د ملي ګټو خلاف جاسوسي کوي. ځينې سرچينې دعوه کوي چې ايران د افغانستان او امريکا د ستراتيژيکو همکاريو د سند د تاييد د مخنيوي په موخه ٢٥ ميليونه ډالر ځانګړي کړي وو او هم يي ولسي جرګې غړي حضرت علي ته په دې موخه پيسې ورکړې وې چې هغه يی په نورو وکیلانو وویشي .

اوس د ټولو سوله پالو او دموکراتو افغانانو دنده ده چې، بې له توپيره د رامنځته شویو مساعدو فرصتونو څخه په ګټه د تاوتریخوالي او جګړې د کورنیو لاملونو په له منځه وړلو کې یو موټی شي . له بده مرغه د هیواد ځیني روشنفکران او دیموکراتان په دې اند دي چې د زور او جګړې له وسایلو څخه هغه هم د وسلوالو طالبانو په لاس، ګټه واخیستل شي . البته ددې نظر لوی تاوان دا دی چې له ځینو طالبانو پرته چې هغه له دولت څخه د مرورو افغانانو ډله جوړوي او باید د دوی غوښتني ومنل شي او په دولت کې ورته وړه ونډه ورکړل شي، د نورو طالبانو هویت ناڅرګند او د پاکستان او ایران په اخور تړلي دي .

که د ملي ستونزو د حل لپاره د تاوتریخوالې څخه کار واخلو او هغه تبلیغ کړو ، موږ بېرته د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۶ کلونو پیرته ورننوځو چې اوس نه په کور دننه او نه په نړیواله کچه په داسې چاپیریال کې ژوند کوو . که زموږ ځیني روشنفکران طالبانو ته پنا یوسي او د کورنیو ستونزو د حل لپاره سترګې د طالبانو ملاتړ ته ونیسي ، موږ په حقیقت کې د نورو لپاره هم دا زمینه برابروو چې هغوی نظارشورا ، جمعیت او نورو سړیخورو ډلو ته پنا یوسي. په دې صورت کې به جګړه او کورنی تاوتریخوالی تل ژوندی وی، توندلارې ډلې به په ملت او هیواد سوداګري کوي او موږ به يی یوازې ننداره کوو .هڅه باید دا وشي چې په هیواد دننه د هر ډول جګړې او تاوتریخوالي مخه ونیول شي . ملي ستونزي یو په یو بیان او ښکاره شي او د اوسني چاپیریال د ارونو سره سم ورته د حل لار ولټوو. په افغان دولت کې مافیايی جهادي ډلګۍ دومره غښتلي نه ده ، ښايی شمیر يي ۱۰۰ ــ ۲۰۰ تنو څخه زیات نه وي چې موږ هغه د سوله یزه مبارزو په لارو ، لری نکړی شو. بلخوا ستونزه ټوله هلته نه ده ، بلکې لویه ستونزه د سوله پالو او دیموکراتو ځواکونو بېتفاوتي او بې اتفاقي ده چې د مافیايي کړیو عمر يي اوږد کړیدی .

نن نړیواله ټوله هم په سیمه او افغانستان کې د پاتېدو لپاره په توندلارو مذهبي ډلو او افغان دولت کې په جهادي سرتمبه ډلګیو ډده نه شي لګولای . روشنفکران باید دغه سنګر له توندلارو څخه ونیسي.

اوس ددې وخت رسیدلی چې په کور دننه د ټولو ناخوالو او فاسدو کړیو په وړاندې هڅې غښتلې او پیاوړې شي .

 د ۲۰۱۲ کال د مۍ ۲۹ مه

سرلوڅ مرادزی