د جګړه مارو په نوم واټونه او څلې د څه لپاره ؟ 

د دیسمپر له ۱۹ مې څخه چې کابل کې د ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي جمعیت د پخواني سرخېل برهان الدین رباني په نوم نومول شوی، د هغه پوهنتون  محصلین او استادان پرله پسې لاریونونه کوي او چمتو نه دي پوهنتون يي د داسې چا په نوم ونومول شي چې هیواد کې د یوې جګړه مارې ډلې مشر تېر شوی او لاسونه يی د ملت په وینو ککړ وو !

محصلین او استادان دلیل راوړي چې د ښوونې او روزنې پوهنتون یو اکاډیمیک مرکز دی او نه ښايي د سیاسي موخو لپاره له هغې ګټه پورته شي . دوی ټینګار کوي چې د ولسمشر نوموړی فرمان اکاډميکو ارګانونو ته سياسي بڼه ورکوي .

ريښتیا هم  دغه پریکړه چې پر بنسټ يي د پوهنتون پخواني نوم بدل او د یوه متنازع شخص په نوم اړول شوي، بیخي یوه سیاسي پریکړه ګڼل کیږي . دا پریکړه د هغو مصلحتونو او سازشونو د لړۍ یوه برخه ده چې ولسمشر کرزی او د هغه پرخوا راچاپېره مافیايي ، واک کې د پاتې کېدو لپاره یو بل ته وخت په وخت نذرانه کوي . داسې پریکړې زیات وخت د تړلو دروازو ترشا د ملت له خبرتیا او سلا پرته په پټه ترسره کیږي. که داسې پریکړې ته اړینتيا وي له ابلاغه مخکې باید له ولسې جرګې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لارې تېرې شي او د عامه خبراوي روسته دې ابلاغ او پلې شي . دا چې د نوموړي پوهنتون محصلین او استادان ګیله کوي او وايی چې حکومت ورسره د نوم په بدلون کې سلام مشوره نه ده کړې او وړاندیز کوي چې د نوم د بدلون په اړه دې په پوهنتون کې ټولپوښتنه وشي، یوه دیموکراتیکه غوښتنه ګڼل کیږي .

دهیوادوالو به ښه په یاد وي ، دوه میاشتې مخکې د روان کال د چنګاښ په ۱۵ مه، « د ځوانانو د سولې ملي جرګه » ته ولسمشر کرزي خپله وینا کې وویل چې اسلامي جمعیت او اسلامي ګوند د کابل د ویجاړۍ مسولیت پرغاړه لري . د اسلامي جمعیت مشر د مرګ تر وخته برهان الدین ربانې پاتې شوی ، نو چې ربانې د ۶۰ زره کابلیانو د شهادت او د کابلښار د ورانۍ مسول وي او ولسمشر کرزی هم دا په ډاګه وايی ، نو بیا افغانان او کابلیان په کومو سترګو د ښوونې روزني پوهنتون او ورڅېرمه سرک د رباني په نوم ومني او داسې پریکړې ته زړه ښه کړي !

که په ولسمشر داسې ناروا پریکړې څوک په زورکوي او یايي د ځینو مصلحتونو له کبله کوي، نوموړي ته پکار دي په دواړو صورتونو کې هغه ولس ته په ډاګه کړي.

که ولسمشر روستی فرمان بېرته نه شي اخیستلای ، خپله هغه وینا دې بېرته واخلي چې د ځوانانو د سولې ملې جرګې ته يي کړې وه !  

د رباني په نوم د ښوونې او روزنې د پوهنتون نومونه ، کټ مټ هغې پریکړې ته ورته پاتیږي چې څه مهال وړاندې د بلخ امپراتور عطامحمود نور په مزار کې د ابومسلم خراساني واټ د ۱۰ تنو ایراني جاسوسانو په نوم ونوماوه !

په دې دواړه پریکړو کې یوشان والی ځکه لیدل کیږي چې دواړه پریکړې سیاسي دي ، دواړه پریکړې په زور او خپلسراو ولس سره له سلا او مشورې پرته، ترسره شوي دي او پر ولس تپل کیږي .

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون سربېره هغه سرک چې ترمخ یې تیر شوي هم باید د برهان الدین رباني په نوم یاد شي. دا هغه سرک دی چې دلته په ۹۰ مه لسیزه کې د رباني د پلویانو او د اسلامي وحدت ترمنځ په میاشتو او کلونو یوله بله سرونه پرې شوي، په سرونو کې میخونه ټکوهل شوي او یو د بل د نیمژوانده مړو « د سرونو نڅاوې » يي ننداره کړي !

محترم جنرال سید عبدالقدوس ( سید ) خپل کتاب « جنګ های کابل » کې لیکي :

« نظار شورا د اسلامي وحدت څوتنه لوړپوړي سرخېلان سید اسمعیل حسیني، کریمي ، چمن علي، ابوذر او وثیق چې درې تنه يي د مرکزي شورا غړي هم وو، مرکزي سیلو سره په یوه ناڅاپي حمله کې ووژل او د هغوی د وژلو پړه يي د عبدالرب رسول سیاف په سرخېلۍ پر اسلامي اتحاد ورواچوله. د همدې پېښې په تړاو « په پل سرخ کې د جګړې اور بل شو او د جګړې لمبو ټوله سیمه ونیوله . له دهمزنګه نیولې تر کوټه سنګي ، خوشحال مینې ، دریمې او څلورمې کارته، افشار اوسیلو پورې ټول بنسټونه او تاسیسات یو په بل پسې د جګړې د اور خوراک شول. د دهمزنګ عمومي واټ او کوټه سنګي د جګړې جبهه ګرځېدلې وه . په نورو برخو کې کوڅه په کوڅه ، له یوه کوره تر بله ، له یوې ودانۍ تر بلې پورې کورنۍ جګړې لمبې وهلې. د جګړې په لومړۍ ورځ ښکېلو خواوو، په ټول ځواک خپلې ټولې وسلې لکه هوانونه، توپونه ، راکټونه او سپکې او درنې ماشیندارې یو د بل په وړاندې وکارولې.( ۱ )  ژباړه »

که اسلامي جمعیت او نظارشورا د وجدان او ضمیر په نشتون کې په یوې داسې پریکړې ټینګارکوي او په نورو يي د تپلو هڅه کوي، د نورو وجدانونه او ضمیرونه ولې مړه شوي؟

 نور ولې پر پرې شویو سرونو پښې ږدي او په توی شویو وینو سوداګري کوي ؟ ایا له توی شویو وینو څخه د اغماض په سیاسي لوبو تیرېدل، شونې دي ؟ ایا په ملي او ولسي ضد سازشونو او مصلحتونو بار منزل ته رسیږي ؟

د ازادۍ راډیو د خبر له مخې نن بیا « د ښوونې او روزنې پوهنتون يو زيات شمېر استادانو او زده کوونکو تر ملي شورا پورې لاريون وکړ.دوی د سيلو، ده بوري او دهمزنګ له لارې تر ملي شورا پورې مارش وکړ او د ښوونې روزنې پوهنتون د نوم پر بدلېدو يې اعتراض وکړ. دا درېيم ځل دی چې دوی تر شورا پورې ځي او هلته د ولسي جرګې وکيلانو ته شکايت کوي. د ولسي جرګې يو شمېر وکيلانو د دوی له داعيې څخه دفاع کړې ده او ويلي دي چې د تنظيمي مشرانو او قومندانانو په نوم د علمي بنسټونو نومول به د زده کوونکو تر منځ د فرقه يي تاو تريخوالی لامل شي. »

د مظاهرو ګډونوالو ګواښ وکړ، که چېرې یې غوښتنې ونه منل شوې نو که په راتلونکي کې احمتالي خطرونه رامنځته شول مسوولیت به یې د ملي شورا او هغه چا په غاړه وي، چې د دوی غوښتنې نه مني !

ریښتیا هم که دغه پریکړه پلې شي، دا به نورو جګړه مارو او د بهرنیو استخباراتو له ملاتړه برخمنو ډلوته لار پرانیځي چې دوی هم د رباني پشان خپل جوړکړي سرخېلان او بدماشان د ملي څېرو په نوم په ملت وتپي او د هیواد ګوټ ګوټ کې د دا ډول لنډه غرو څلي جوړ شي او یا يي واټونه او ودانۍ په نومو، ونومول شي !

یادونه :

( ۱ )  د « جنګ های کابل » له کتاب څه ۲۹۶ ـ ۳۰۰ مخونه.

د ۲۰۱۲ کال د سیپټمبر ۲۶ مه

سرلوڅ مرادزی