د پنجاب د پراختیايي تګلارې نوې پړاو

د پنجاب په واکمنو کړیو کې پوځیان او ای ایس ای نه یوازې په کور دننه د پاکستان د پاشلې او ګډوډې ټولنې په کنترول، بلکې د ټولې سیمې په تېره بیا افغانستان او هند لپاره د میلیتاریستي او شوونیستي تګلورو په جوړونه کې هم برلاس لري او لومړۍ خبره د دوی په ژبه بیانیږي . ملکي حکومتونه پاکستان کې د پوځیانو د دمي او تفریح لپاره کله ناکله سر راپوته کوي او هلته هم د واک اساسي واګي د پوځیانو او ای ایس ای په لاس کې خوندي وي .

د پاکستان لنډ ګنډ او له چلوټو جوړتاریخ څرګندوي چې پنجابي پراختیا او لویا غوښتونکي پوځیان د پاکستان له جوړیدو راهیسې، د اباسیند په لویدیځه غاړه د لوی او تاریخي افغانستان د خاورې او ولسونو د لاندې کولو لپاره ، د انګریزي زاړه ښکیلاک د Forward پالیسۍ پشان ، یوه زړه او له وخته لویدلې تګلار او ستراتیژۍ ته ادامه ورکوي . سیمه کې د پنجابي واکمنۍ د جوړښت پاکستاني او انګریزي ستراتیژیستانو په ګډه په ۱۹۴۷ کال، په یوه جعلې او له مخکې پلان شوي ریفرنډم سره لومړی د لر افغانستان یوه برخه چې هغه مهال د محکوم پښتونستان په نوم یاده شوه، لاندې کړه اوهغه يي د نوي رامنځته شوی او مصنوعي هیواد خداداد پاکستان یوه برخه وګرځوله . روسته يی د FATA ( ۱ ) یا د کوزې پښتونخوا د خپلواکو سیمو د هضمولو لپاره ځان ، د ډیورند تپلې کرښې ختیځې غاړې ته راوراساوه او اوس غواړي په تازه سوقیاتو سره د ډیورندکرښې په لویدیځه غاړه د پاتې افغانستان په لور، د پراختیا او لویا غوښتنې پالیسي مخې ته یوسي !

د روان کال د جولای په ۱۷ مه ، وشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپله سرمقاله کې د پاکستان په اړه تازه تبصره کړې، چې تاند بریښناپاڼې هغه د پاکستان جغرافیايي هدفونه نه منل کېدونکي دي تر سرلیک لاندې خپره کړي . ددې بریښناپاڼې په لیکنه واشنګټن پوسټ زیاتوي پاکستان د شخړو، فاسدو او ناپوهو سیاستوالو او د یو داسي پوځ په منځ کې وېشل شوی چې پر تروریستانو تکیه کوي او د نه منلو وړ او نه ترلاسه کېدونکي جغرافیايي سیاسي هدفونه لري.

په پورته لیکنه کې نه ترلاسه کېدونکي جغرافیايي سیاسي هدفونه د خورا پاموړ موضوع ګڼل کیږي چې زما دا لیکنه هم په دې خبره راګرځي .

د افغانستان په تړاو د پنجاب ټوله سیاسي لوبه، د جغرافیوي ــ سیاسي هدفونو پر همدې محور چې واشنګټن پوسټ ورته اشاره کړې، راڅرخي . د پاکستان ټوله اندیښنه او راتلونکی برخلیک د نه ترلاسه کېدونکې جغرافیوي ـ سیاسي هدف یانې د ډیورنډکرښې پورې تړلی او د پنجاب تازه او نوی شرغوبل هم له دې ځایه اوبه خوري .

د ننګرهار د قبايلو او قومونو چارو رييس بريالي ګرديوال د جولای په ۱۵ مه د ننګرهار د اتو سرحدي ولسواليو لکه دوربابا، نازيانو، لالپورې، ګوشتې، مومند درې، کوز کونړ او دره نور سلګونو قومي مشرانو او په دغه ولايت کې د سليمان خېلو، خروټو او مومندو شوراګانو سره یوه بېړنۍ غونډه جوړه کړه. د سلګونو قبايلي مشرانو سره له غونډې روسته، نوموړي خبريالانو ته وويل چې پاکستاني ځواکونه د کامې، ګوشتې او لالپورې په سرحدي سيمو کې ٤٣ کيلومتره مخته راغلي او د کونړ په ځينو ولسواليو کې يې هم ٤١ کيلومتره افغان خاوره نيولې ده . ده زیاته کړه دا چې د افغان دولت اقتصاد پر سوال ولاړ دى او پاکستان په هغو سيمو کې رغنيز کارونه كوي چې اوس يې خپله سيمه بولي او د پاکستان ستر هدف د کونړ او کابل په سيندونو کنټرول ترلاسه کول دي.

ده دا هم وویل چې پاکستاني چارواکي ددې سیمو خلکو ته د پاکستان شناختې کارتونه ویشي .

همدارنګه د جولای په ۱۷ مه ، د نورستان ګڼو خلکو رسنیو سره په مرکه کې وویل، د نورستان د کامدیش ولسوالي له مرکز نه پرته ، د کامدیش ټوله ولسوالي د پاکستاني طالبانو په لاس کې ده . دوی وايي هلته ای ایس ای ناسته ده، خلکو ته سړي پر سر یو لک افغانۍ ورکوي او خلک د پاکستان په خوا اړوي.

همداراز د کونړ د والي ویاند واصف الله واصفی وايی پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا پر دانګام ولسوالۍ ۷۰ توغندي ویشتلی دي چې له امله دوه تنه تپيان شوي .

د دانګام ولسوالى اوسيدونکي زياتوي چې هره شپه ددوي پر کورونو په لسګونه توغندي دپاکستاني پوځ لخوا ويشتل کيږي.

د کونړ د والي د ویاند له خولې پر شیګل ولسوالۍ هم پاکستاني توغندي لګیدلي چې دوه تنه ولسي وګړی يي ټپيان کړي دي .

د ناړۍ ولسوال ګل زمان مخکې ویلي وو چې دپاکستانی بريدونوله امله د باتاش د نښترو په ځنګل کې اور لګيدلى و . نوموړى هغه مهال څرګنده کړې وه چې سيمې ته ورتګ اود اور وژنې امکانات په دې ناشونې دى چې دا سيمه پاکستاني ځواکونه په پرله پسې توګه په توغنديو ولي او داور وژنې وسايل هم په لاس کې نه لري.

بلخوا د پښتونخوا ملتپال وايي د دفاع پاکستان کونسل چې د پاكستان مذهبي ډلې او د پوځ او اى، اېس، اى پخواني مشران پکې راټول شوي، د افغانستان د نيولو لپاره جوړ شوى دى. ددې کونسل په نووښت روستیو کې د ناټو په ضد اوږد لاریون وشو چې امنیت يي د حافظ سعید ډلې چې د هندوستان د ممبيي د پېښې مسوله ګڼل کیږي او هند له پاکستانه اوس هم غواړي چې حافظ سعید هند ته وسپاري خو پاکستان سربېره پر دې چې نوموړی هند ته نه سپاري ، د سعید په مشرۍ پاکستان کې لاریونونه هم ترسره کیږي .

دا چې اوس افغانستان د نړۍ د مهمو هیوادونو لکه امریکا او هند سره ستراتیژیک تړونونه لري ، پاکستان اندیښنه لري چې د ډیورنډکرښې د نه منلو خبره په نوې بڼه او د بشپړ او یو موټي افغانستان ادعا د نوي افغانستان لخوا بیا راپوته نه شي.

همداسې ویره او ډار پاکستان ارام ته نه پریږدي او د سربداله او لیوني پشان هڅه کوي په ټول ځواک د افغانستان د غوړیدا او پیاوړتیا په وړاندې ودریږي.

پنجاب چې په اسلامي جمعیت او نظارشورا کې د خپلو بړیڅو په مټ د شمال د بیلتون پالنې سندره په لوړ غږ هڅوي، افغان دولت کې د خپلو ګوډاګیانو په مرسته د مرکزي دولت د پیاوړتیا مخه نیسي او د ترهګرو طالبو او مذهبي توندلارو په ملاتړ د جګړې سنګر تود ساتي، اوس غواړي د افغاستان په لور د پراختیایي تګلارې په تازه پړاو کې د مخامخ پوځي یرغل سربېره، د ډیورنډ په لویدیځه غاړه د پاکستان شناختي کارتونه وویشي، ضعیف النفس کسان په پاکستانۍ کالدارو واخلي او یا په یوه ناڅيز مقدارخوراکتوکو لکه وړه ، غوړي او تیل یو شمیر تیرباسي او د خپلو راتلونکو شومو پلانونو لپاره ترې ګټه پورته کړي .

په ټینګ او قوي باور د ډیورند د تپلې کرښې په لویدیځه غاړه یانې د لوی افغانستان د خاورې په بله برخه ، د پنجاب تیری اوس نړیوالو ته چې ټول په افغانستان کې حضور لري ښکاره او څرګند دی .

د پنجاب د تیری او یرغلونو پیر پایته رسیدونکی دی او هیڅ تیری به يي د افغانانو لخوا د تاریخ په حکم بې ځوابه پاتې نه شي.

یادونه :

( ۱ ) د کوزې پښتونخوا او بلوچستان په اړوند لاندې اداري تشکیلات چې څه يی د انګریز له وخته او څه يی د پنجاب د واکمنۍ په مهال دود دي ، په لاندې ډول یادولای شو :

ــ د انګریز په مهال دیر ، باجوړ ، سوات او چترال ځانګړي ریاستونه وو

ــ په سویل کې لاسبېله ، مکران ، سیبي ، پشین ، کلات ، ښوره رود او خاران د برتانوي بلوچستان برخه وه

ــ دیره جات ، پېښور، هزاره او اټک د سرحد ( محکوم ) په نوم یادیدل

ــ شمالي وزیرستان ، سویلي وزیرستان ، کرمه او تیرا د ازاد سرحد په نوم یادیدل

همدارنګه د فيډرالي ادارې قبایلي سیمه ( Fedral Administerative Tribal areas ( یا FATA ، سرحدي سیمه( Frontier Region ) ، ضلع ، تحصیل ، ایجینسۍ نومونه هم د پاملرنې وړ دي.

ــ شپږ سرحدي سیمې ( Frontier Region ) لکه ،پېښور ډیویژین ، دېره اسماعیل خان ډیویژن ، ټانک ډیویژن ، کوهاټ ډیویزن ، بنو ډیویژن ، لکي مروت ډیویژن. ددې سیمو واک ایالتي اداری خیبر پښتونخوا پورې اړه لري .

ــ د قبایلي سیمو فیډرالي اداره FATA ، بیا د ایجینسیو په بڼه په لاندې ډول دی :

د ملکنډ ایجنسي،کرمې ایجنسي، باجوړایجنسي،مومندو ایجنسي ،شمالي وزیرستان ایجنسي، سویلي وزیرستان ایجنسي، خیبر ایجنسي او اورکزوایجنسي.

ــ همدارنګه د دېره جاتوایجنسي، لورلایي ایجنسي ژوب اوڅاګۍ ایجنسي اوکوټې ایجنسي نومونه یادولای شو

ــ هره ایجینسي څو اړوندې سیمې د تحصيل په نامه لري . د بېلګې په توګه د شمالي وزیررستان ایجنسي : نهه سیمې (میرانشاه،غلام خان ،داتاخیل ، میرالي،سپین وام، ښېوه، رزمک، دسلي، ګړیوم) د تحصیل په نامه لري . دقبایلی سیمو دهرې ایجنسۍ لپاره یو سیاسي استازی (پولیټیکل ایجنټ) له بې خرته واک سره ټاکل کیږي او ټولې چارې یې د پاکستان په مرکزي واکمنۍ (فدرالي اداره) پورې تړلې دي. ( اخځ : ټول افغان بریښناپاڼه ، د ملوک ازاد له لیکنې څخه )

د ۲۰۱۲ کال د جولای ۱۸ مه

سرلوڅ مرادزی