پاکستان له ۲۰۱۴ کال مخکې د تجزيي خطر تهدیدوي

پاکستان په ۱۹۴۷ کال د افغانستان او هندوستان څخه د بېلو شویو ځمکو او ولسونو پر سر، د انګریز په لاس په جوړه شوې چلوټه کې د یو مصنوعي هیواد پتوګه رامنځته شو . کله چې انګریزان په دې وپوهیدل د هندوستان په وچه نوره مستقیمه واکمني نه شي چلولای، په دې لټه کې شول چې د هند له وچې څخه د وتون په مهال خپل ځایناستی پریږدي او کومه تشیا چې د دوی له وتلو رامنځته کیږي باید د دوی د یوه ګوډاګي په مټ ډکه شي. په دې موخه پاکستان راوزیږول شو چې د انګریز له وتلو روسته به سیمه کې د هغه هیواد د ستراتیژیکو موخو د پلیتابه لپاره په ټینګه ولاړ وي او د هغه ځایناستی به وي .

د پاکستان د رامنځته کېدو لپاره کوم طبیعي او تاریخي لامل نه لیدل کېده ، نو د اسلامي ایډیا ترانه د انګریزي استخباراتو لخوا لومړی د څو انګریزي ګوډاکیانو په غوږونو او مغزونو کې کښینول شوه او روسته د درواغو او چلوټو په رنګینه ننداره کې د خدایداد پاکستان په نوم هیواد د اسلامي نظريی پر بنسټ راوپنځول شو.

پاکستان د خپل جوړښت له لومړۍ ورځې پر بریتونو ګوتې تاوې کړې او ځان يي په سیمه او نړۍ کې د اسلام ټینګه قلا ونوموله او د اسلام په نوم اړیکې، سوداګري او سیاست يي خپله رسمي او عملي کړنلار وټاکله .

پښتنو د فخر افغان پاچاخان په مشرۍ د خدايي خدمتګارو او نورو قومي او ولسي مشرانو په لارښوونه د اسلامي ایډیا پر بنسټ د لوی هندوستان ویش نه مانه او دا شرط يي هم په ډاګه کړی و ، که چیری انګریزان او د هغوی ټالي څټي خامخا لوی هندوستان، د پاکستان او هند په نوم په دوه هیوادونو ویشي نو په دې صورت کې دې پښتنو ته دا حق حاصل وي چې نه د پاکستان او نه د هندوستان سره په دولت کې ورګډ شی بلکې پښتانه دي خپلواک او ازاد وي چې د پښتونستان په نوم خپلواک هیواد غواړي او که بېرته خپلو برو افغاني وروڼو سره په افغانستان کې یوځای کیږي .

 په هغه ټولپوښتنه ( ریفرانډم ) کې چې د هندوستان او پاکستان په نوم د دوه هیوادونو د رامنځته کېدو لپاره وشوه ، خدايي خدمتګارو او د پښتنو اکثریت پکې برخه وانه خیسته او هغه يي بایکاټ کړل .

په دې توګه د کوزو پښتنو اکثریت د پاکستان په جوړیدو ووټ نه دی ورکړي .کوز پښتانه ځانته خپل هیواد لري او هغه افغانستان دی او کوزه پښتونخوا د داسې یو موټي او بشپړ افغانستان یوه نه بېلېدونکې برخه ده .

بلخوا کوزو او برو افغانانو هیڅکله هم د ډیورند تپلې او استعماري کرښه نه ده منلې او تر اباسین پورې سیمه د افغانستان خاوره ده چې افغانان يی د بیا لاسته راوړلو لپاره د فرصت په لټه کې دي .

بېځایه نه ده چې خلیل زاد د یوه افغان په توګه  د ۲۰۰۴ کال د ډيسمبر په ۱۳ مه ، د امریکا په هاپکنز پوهنتون کې ویلي وو: د افغانستان اوسني سرحدونه مصنوعي دي او د ځینو دولتونو د استعماري سیاستونو په پایله کې کښل شوي دي .

اوس هم د خپلواکۍ لپاره د پښتنو مبارزه لکه د ۱۹۴۷ کال مخکې او یا د پاکستان له جوړېدو راروسته په بېلا بېلو بڼو ادامه لري.

د ۲۰۰۹ کال په جون کې د مولانا فضل الرحمان د جمعيت علماء اسلام د ډلې ايالتي مشر مولانا گل نصيب په پېښور کې يوې غونډې ته په نیوکه کې ویلي وو « عوامي نېشنل گوند په سيمه کې د لوى پښتونستان د جوړولو توطيه جوړه کړې ده او په دې توگه غواړي پاکستان او افغانستان مات کړي چې دا کار جمعيت علماء اسلام او نورو اسلامي گوندونو ته د منلو وړنه دى. »   

نوموړی مولانا لا دا هم ویلي وو« د باچا خان مرکز لخوا جوړو شويو ښوونځيو کې د "پاکستان شادباد" په ځاى د ملي ترانې په توگه د غني خان "اى زما وطنه د لالونو خزانې زما" غږول کېږي »

د روان لمریز کال د سلواغې په ۲۰ مه د عوامي نشنل ګوند د مشرتابه غړي افراسیاب خټک په پېښور کې د یوې خبرې غونډې په مهال ویلي وو « تراوسه يې ګوند د صبر او عدم تشدد تګلاره خپله کړې، خو که حکومت خپله پاليسي بدله نه کړه، نو دوى به دې ته اړ شي، چې د پښتنو له کولتور سره سم ميدان ته راووځي او د خپل قتل عام بدل واخلي.

خټک وايي : « پښتنو خپل دښمن او دسيسې يې پېژندلي او نور به دوى څوک ونه شي تېرایستلای، که پښتنو ته د هغوى حقوق ورنکړاى شي ، نو په زوره به يې ترلاسه کړي. »

همداراز د اپریل په ۲۴ مه ، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ( د محمود خان اڅکزي په مشرۍ ) په یوه غونډه کې چې کوټې ښار پاچاخان څلورلارې ته څېرمه وشوه، وايي « کراچۍ کې د پښتنو د وژنې تر شا د پاکستان د مرکزي حکومت لاس دی. دا ګوند زیاتوی پاکستان مرکزي حکومت د سخت دريځو او مذهبي تندلارو ملاتړ کوي. د غونډې یوه ویناوال، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي سرمنشي عبدالرحیم زیارتوال وویل، چې لاهم افغانستان کې د پاکستان لخوا لاسوهنه روانه ده. BBC»

بلخوا کومه چلوټه چې د وخت پاکستاني واکمنانو پښتنو سره د پاکستان د جوړیدو په مهال کړې وه ، ورته هغه يي د بلوچیستان په وړاندې هم کارولې وه.

په ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۶ مه ، د پاکستان د رامنځته کېدو یوه ورځ روسته د بلوڅو مشر میر احمدیارخان د خپلواک بلوچیستان د بنسټ ډبره کیښوده . علي جناح د پاکستان د هغه مهال واکمن غوښتل چې په نرمه سره میر احمدیارخان راضي کړي چې پاکستان سره یوځای شي خو نوموړي دا غوښتنه ونه منله . کله چې جنرال سکندر میرزا په ۱۹۴۸ کال د پاکستان واکمن شو، هغه د بلوڅو نوموړی مشر په پینډۍ کې بندي کړ او بلوچیستان يي د بلوڅانو د ارادي په خلاف له پاکستان سره په زور یوځای کړ .

« همدا لامل دى چې بلوڅان له همغې ورځې تر اوسه خپله خاوره د پاكستان يوه مستعمره ګڼي، او د خپل استقلال فكر ورسره دى. سنګت سنجرانی ، ټول افغان »

د بلوڅانو د خپلواکۍ مبارزه نن سبا په نړیواله کچه له غونډو او کنفرانسونو نیولې بیا په بلوچیستان او پنجاب کې د وسلوالو چریکي بریدونو او جګړو په بڼه هم ادامه لري .

« د اپریل په ۲۵ مه ، د لاهور د اورګاډو په تمځای کې د خونړي برید پړه (لشکر بلوچستان) ډلې منلې ده. دا لومړی ځل دی چې دغه ډله د برید پړه مني. دغې ډلې ویلي، چې دا برید یې کراچۍ کې د بلوڅ ښځو د وژنې په غچ کې کړی دی. د لاهور د اورګاډي په تم ځای کې ددې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او نژدې پنځه ویشت تنه نور ټپیان دي. BBC »

اوس د بلوچستان په ښوونځيو کې « د بلوچستان د ازادی ترانه ویل کیږې؛ د پاکستان د بیرغ پرځاې د بلوچو دازادې بېرغ رپیږی؛ نن ورځ د بلوچو قوم، پاکستانې پوځیانو ته د اشغالګرپه سترګه ګورې

د اقوامو او قبایلو د چارو څانګپوه ( متخصص ) او د پاکستان له سیاستونو سره روږدی کارپوه ډاکټر رشید وزیری چې یو مهال افغانستان کې د اقوامو او قبایلو مرستیال وزیر پاتې شوی د اپریل په ۲۵ مه، راډیو ازادي سره مرکه کې وویل « پاکستان په کور دننه د لویو ننګونو سره مخ دی او کیدای شي دا هیواد د ۲۰۱۴ کال له رارسیدو مخکې تجزیه شي . نوموړی زیاتوي دم ګړۍ پاکستان له اقتصادي ، سیاسي او قومي ستونزو سره لاس وګریوان دی »

که د پنجاب په کور دننه ستونزې ، د خپلواک بلوچیستان غوښتنه ، د کوزو پښتنو د خپلواکۍ غورځنګ ، د سندیش خپلواکي ، د افغانستان لخوا د ډیورنډ د تپلې کرښې د ړنګولو هڅې او د هندوستان لخوا د کشمیر پر سر شخړه یو له بل سره همغاړې شي، پنجاب به په یوه وخت کې شپږو جبهو کې راښکېل شي چې اوس هم په همدې ګړنګ ورروان دی نو دا وړاندوینه به چې کیدای شي پاکستان ۲۰۱۴ کال ته ونه رسیږي، تحقق پیداکړی.  

د همداسې ورځې په هیله ! 

د ۲۰۱۲ کال د اپریل ۲۶ مه

سرلوڅ مرادزی