C:\Users\Zalmai Nasrat\Desktop\photo-1.JPG

انجنیر زلمی نصرت

06/06/2012

دنمارک- د وایلئ ښار

نوې کتنه

د افغانستان او د امریکې د متحده ایالاتو د استراتیژیک تړون په تړاو.!

د امریکي د متحده ایالاتو او هندوستان تر منځ استراتیژیک اتحاد او نږدیوالي له یوي خوا ، د افغانستان او هندوستان تر منځ لمړني استراتیژیک تړون لاسلیک له بلي خوا او همدارنگه د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د نظامي او غیر نظامي( سیاسي- اقتصادي - کلتوري) استراتیژیک او اوږ مهاله( 2014 نه تر2024 پوري ) تړونونو په روښنایي کې ، د افغانستان د گاونډیانو او د منطقې د هیوادونو اړیکي ، مناسبات او موضع گاني یوی حساسې مرحلي ته ورننوتي او یو نوي رنگ او ساز یې ځانته نیولې دی.

د افغانستان گاونډیان او د منطقي هیوادونو ، د امریکې د متحده ایالاتو او هندوستان د استراتیژیک اتحاد او نږدیوالي او د پاکستان د بلوچستان د ازادی او د هغه د بیلتون د طرحې او پالیسي د اهدافو او حرکتونو په موخو ښه پوهیږي . د امریکي او نورو غربي هیوادونو ملاتړ ، دوي ته دا هم ورښيي چې ، د منځنئ اسیا د تیلو او گازو سرشارو طبیعي منابعو پر زیرمو د کنترول د تر لاسه کولو په خوا کې ، هدف د گلوبالیزم او یو قطبي جهان په رسې او قالب کې، د منځنئ اسیا او د جنوبي آسیا د هیوادونو تړل او ټینگول دي .

په همدي دلیل ، د ایران ، پاکستان فدرالي روسیې او چین هیوادونو نوي هڅي پیل کړي ، خپلو سیاستونو او روابطو باندی یو وار بیا کتنه کوي، تر څو چي، خپل رول او نقش او نفوذ په منځنئ آسیا او د آسیا په جنوب کې و ساتي او خلع سلاح نشي. همدا شان دوي په دی هم ښه پوهیږي چي، د همدي استراتیژیکو تړونو په روښنایی کې:

1- دامریکې متحده ایالات او د هغه متحدین غواړي چي، نږدي اکمالاتی لاره پیدا کړي او د ترانزیت او اکمالاتو له لاری ځان د پاکستان او روسیی له شر او زوره خلاص کړي. دا ځکه چي، هم مسکو او هم اسلام اباد په لانگ تیرم یا اوږد مهال کې د ناتو او د هغه د متحدینو لپاره ، د کسپین د بحیرې په تسخیرولو او ولجه کولوکې ، اکمالاتي ستونزي او موانع جوړوي .

2- د هندوستان او د چین د احتمالي استراتیژیک تړون د له مینخه وړلو لپاره هندوستان ته امتیاز ورکولو مسئله مطرح ده ، د بلوچستان د گوادر د بندر له لاري .

3 - د امنیتی کمربند جوړول د چین له شاوخوانه.

4- د منځنئ آسیا نه د گازو او تیلو د پایپلینو د خط غزول د گوادر تر بندره.

5- ایران او پاکستان باندي فشار او د هغوی منزوي کول په منطقه کې.

6- د چین او د روسی د رول ، نفوذ او تاثیر ټیټول او کمزورئ کول د آسیا په جنوب اومنځنئ آسیا کې. 7- د بلوچستان د کویتي د ښار د طالبانو کنترول د طالبانو د اساسي او مهم مرکز په توگه.

نو په همدي خاطر، د افغانستان نازک او حساس جیوپولتیک او جیو استراتیژیک موقعیت په منطقه کې، او د رامنځ ته شوي نوي وضعیت او د افغانستان د څه کم 40 کالو د تاریخي حوادثو او حالاتو او درسونو په نظر کې نیولو سره ، پاکستان ، ایران ، روسیه او چین هیوادونه به هیڅکله یوازي کتوونکي او تماشاچیان پاتې نه شي ، بلکه دوي به د خپل نفود او منافعو د خوندي ساتلو لپاره د افغانستان تر بربادي پوری به گامونه اخلی او مخ ته به ځي.

اسلام اباد ته د فدرالي روسیی د خاص استازي ښاغلي کابلوف تگ او سفراو د هغه هیواد د جمهور رئیس ښاغلي ولادیمیر پوتین راتلونکې سفر پاکستان ته د نوي را منځ ته شوي وضعیت به درشل کې، زموږ په ذهن کې ددوم ثور ( ۱۳۷۱) حوادث او پيښې بیا را ژوندي کوي ، چي زموږ هیواد څنگه تر نن ورځي پوری د اور په لمبو کی سوزي . که وضع همدا شان دوام وکړي نو دا احتمال شته ، چي افغانستان یو نوې ساړه جنگ کې ښکیل شي.!

نوي سیاسي اقتصادي او نظامي لوبې او سیالي ، چي د روسیی او چین، پاکستان او چین، پاکستان او روسیی ، چین او هند او د روسیی او ایران تر مینځ دوام لري . په دا ډول حالاتو کې زموږ د هیواد چارواکو، سیاسیونو ، دیني او مذهبي مشران او نوي خوځښتونو او نهضتونو او خاصتآ زمونږ نوي نسل اگاهانه ، شعوری او منطقی او با احتیاطه عکس العمل او دریځ ته ضرورت لری. زمونږ هیواد له قوي او غټو هیوادونو سره گډي همکاري او مرستي ته جدی ضرورت لري . خو افغان چارواکو ته پکار ده، چي د نوي حالاتو سره سم خپل بهرنی پالیسې او اقتصادی پالیسی سره نوي او هماهنگ کړي، او یو داسي ملی استراتیجی او میکانیزم او فرمول باندي کار وشي ، تر څو په راتلونکي کې ، زموږ هیواد په هیڅ عنوان او نوم د امریکی ، انگلیس او روسیی او نورو قوی هیوادونود انتقام او رقابتونو په نظامي سیاسي - قتصادي او جنگی ډگر تبدیل نه شي .

نور مونږ نباید خپل ملی گټي د نورو لپاره برباد او قربانې کړو او په دي لاره کې وسیله وگرځو تر څوبهرنیان زمونږ نه ابزاری گټي واخلي .

په دی بهیر کی دا خبره هم مونږ نباید له یاده و باسو او هیره کړو ،چي دا هیوادونه( امریکې ، انگلیس او روسیي ) دا قدرت او توان لري، چي جنگ زمونږ په خلکو تحمیل کړي او زمونږ خپلواکي ، ملی حاکمیت او د خاوری تمامیت ، یو والی او شته د خطر سره مخامخ کړي .

دا ځکه چي ، افغانستان اقتصادی استقلال نلری. د هغه اقتصاد نورو پوری تړلي دي. افغانستان په خپلو يښو ولاړ یو هیواد نه دي. که دامریکې متحده ایالات او د هغه متحدین خپلې مرستئ ودروی نو اوسني نظام به یوه اونی هم دوام ونکړي او ټول موجوده ارزښتونه به یو وار بیا د ایرو سره برابر شي.

همدا رنگه، که نقشي ته ځیر شو ، نو گورو چي ، مونږ په حقیقت کی د گاونډیانو په قید او په انگړ کي قرار لرو. زمونږ کور ددوی د کور په منځ کې قرار لري. خارجی دنیا او اوبو ته بدون ددوی د کورونو د تیریدو نه مخامخ بله لاره نلرو. دا حالت هم زمونږ د هیواد په سیاستونو باندی جدی اغیز لري . زمونږ تیر تاریخ او زمونږ موقعیت مونږ ته دا درس راکوي ، چي مونږ باید خپلو ټولو گاونډیانو سره  ( پاکستان، ایران ، ازبکستان ، ترکمنستان، تاجکستان ، هندوستان او چین) به شمول د قزاقستان، قرغزستان ، اذرباییجان ، ترکیې او روسیی سره دوستانه او نیک مناسبات ټینگ کړو. دا ځکه چی دوي هر یو خپل رول او نفوذ او خپلې گټې لري په منطقه او افغانستان کې.

روسیې څو کاله په افغانستان کی نظامی- سیاسی- اقتصادی او فرهنگی شتون درلود. هغه نن هم لکه پاکستان او ایران خپل قوي ملاتړ کوونکی حتی د سیاسی گوندونو او د ملي- اتنیکي قومونو په سطحه لري. 70 کاله د منځنئ آسیا هیوادونو د هغه په فرمان د شوراګانو د هیواد تر چتر لاندی ژوند کاوه او د هغه د اقمارو په ډله کی شامل وو . ایا مونږ کولاي شو ، چي د روسیی اغیزه ، نفوذ او منافع په منځني اسیا او افغانستان کې رد کړو او هغه د محاسباتو نه و باسو؟دا کار زمونږ په گټه نه دی ، چي د پرون په سترگو خپلې شاوخوا ته وگورو.

په همدي توگه ، مونږ نباید له یاده اوباسو ، چي بین الملی قواوئ او ناتو د همیش لپاره په افغانستان کې نه پاتي کیږي. نن یا سبا دوي افغانستان پریږدی او دا وریانت نباید رد کړو. اما مونږ او زمونږ گاونډیان د تل لپاره د یو بل په خوا کې باقي پاتي کیږو. د غتو هیوادو سیاستونه او منافع دایمي دوستان او دایمي دښمنان نه پیژني . مونږ ۱۳۷۱ کال (د دوم ثور حوادثو او پیښو) کې ولیدل چې څنگه د وطن گوند او د هغه حاکمیت ( د فقید داکتر نجیب الله حکومت) د داخل نه نسکور او په دوه لاسو مرحوم برهان الدین ربانی او شورای نظار ته وسپارل شو.

زمونږ یوه بله لویه تیر وتنه په مشخصه توگه په تیرو دری لسیزو کې، تر نن ورځي پوري دا ده چې، مونږ همیشه د یو قوي او لوي قدرت په تکیه او ملاتړ د گاونډیتوب د گډي همکاري او مرستي اصل تر پښو لاندی کړي. او اکثرو مواردو او حالاتو کې ، تحریک امیزه او ضد ملي او ماجراجویانه روشونو او سیاستونو ته متوصل شوی یو.

هم داشان زمونږ د گاونډیانو( ایران او پاکستان) لویه تیروتنه او غلط درک او پوهاوي دا دې چې، دوي همیشه یو ناتوانه او ضعیف افغانستان غواړي او د افغانستان په بربادي او نا امني کې خپلې گټې ګوري .

نو اوس مونږ ته پکار د ه ، چې په لمړي قدم کې، د گاونډی هیوادونو ملاحظات په ډیر دقت او توجه سره واورو . د گاوندیانو تشویش او اندیښنی د افغانستان له لوري رفع او هغوی ته د افغانستان له خوا اطمینان ورکړو. دلته مونږ باید خپلو گاونډیانو ته دا خبره ثابته کړو چې: قوي او با امنه افغانستان ددوي په گټه ده ، نه یو بی امنه او ضعیف افغانستان. د ایران او پاکستان او نورو گاونډيو هیوادونو دولتونو ته باید رو ښانه او واضحه کړو ، چي د ایران او پاکستان سیا ست بازان د افغانستان په هکله غلط فکر کوي ، چي گواکي قوی او با امنه افغانستان ددوی د ضعیفوالي او بربادی سبب گرځي. دوي باید پوه کړو ،چی ددوي دغه لید لوری( نظریه او تيوری) د بنیاده غلطه او بی ځایه ده او د بد بیني ، نفرت او دشمنی ریښې لري د افغانانو په مقابل کې ، چې گویاکه افغانستان قوی شي،پاکستان او ایران بربادیږي. په داسي حال کې، چي بر عکس برباد افغانستان، ضعیف او ناامنه او بی ثباته افغانستان په اخرین تحلیل کې د گاونډیانو د بربادي سبب گرځي. زمونږ گاونډیان باید په دي ښه پوه شي، چې افغانستان د آسیا په جنوب او منځنئ آسیا کې د آسیا د زړه په حیث داسي جگ او مهم جغرافبایي او استراتیژیک موقعیت او نښلونکي کړي او نقطه ده، چي دټولو همسایه هیوادونو ملي گټې د افغانستان د ملي گټو سره په یو پیوند کی قرار لري او سره غوټه دي.

دوي دي په دي هم باید ښه پوه شې ، چي که بیا بنسټ پال په افغانستان کې ځایې شې ، ځاله او قوت ونیسي او خلاص لاس پیدا کړي . دا پلا به ټوله منطقه بی ثباته شي. لکه چی همدا اوس پاکستان خپله دغه مصیبت کی گیر پاتي دي. مونږ ټولو ولیدل چې ، څنگه د ۱۳۷۱ کال نه وروسته اسلامي بنسټپال افراطیان دمنځنئ آسیا ځنو هیوادونو، لکه تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان نه نیولي آن د قفقازه پوری په نا امني او داخلي جنگ او جگړه کې اخته شول .

بنآ، مونږ باید بلاخره خپل گاوندیان چپ او آرام کړو او دوی ته قناعت ورکړو ، چې مونږ پریږدی، چي خپل دپرمختگ او پراختیا لاره ووهواو تاسی خپل د رشد لاره ووهئ . دا ځکه چی تر ابده مونږ نشو کولای ، چي لکه نن د همسایگانو سره ژوند وکړو.

اوس دا مسئله د افغانستان هوډمنو ملی دموکراتو قوتونو ، روشنفکرانو ، د هیواد سیاسیونو ، دینی او مذهبی مشرانو ، استادانو ، عالمانو او خبره گانو پوری ارتباط لري، چی څنگه او په څه طریقه کولاي شو چې: خپل گران هیواد افغانستان د ماتیدو ، بي امني او بي ثباتي او د افراطیت له منگولو خلاص او سوله او ثبات افغانستان ته راوگرځوو او د خپلو ټولو گاونديو هیوادونو سره د اعتماد او باور او د گډ واقتصادی همکاریو په فضا کي ژوند وکړو . ترڅو استراتیژیک تړونونه اجرایوي ضمانت پیدا کړي.

زما په نظر، ددغه ملی امر تحقق یو ملی ( فرا ایدیالوژیک ، قومی ، سمتی ، ژبنی) جبهې ، قوت او یو ملې کارپوه تیم ته چې فقط افغانی فکر او مفکوره ورسره وي، جدی ضرورت لري. داسي یو قوت او ټیم ته، چي افغانستان ددغه حالته وژغورې او وباسي . د افغانستان انبار شوی عظیم مشکلات سمې لاري ته رهنمایي کړي . د افغانستان د خلکو اعتماد ژوندی او هغوي راتلونکی ته امید واره کړي، او هغه واټن چې د خلکو او نظام تر منځ وجود لري، له مینځه یوسي او بین المللی مرستي په سمه طریقه د خلکو په گټه په بیا رغونه کی پکار واچوي او سوله او سوکالې او ثبات افغانستان کی ټینگ او تامین کړي .

پای